ورزش

د محمد حفیظ د توپ اچوونې نوې طریقه سمه وبلل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): د کرکټ نړیوالې ادارې د پاکستاني ال راونډر محمد حفیظ د توپ اچونې طریقه سمه بللې او نوموړی کولی شي یو ځل بیا په نړیوالو سیالیو کې توپ اچونه وکړي.

د کرکټ نړیوالې ادارې نن خپله پریکړه اعلان کړې او خپلې پریکړې په اړه يي د پاکستان کرکټ بورډ ته هم تفصیلي راپور استولی.

د کرکټ نړیوالې ادارې خپل دغه رواپور کي ویلي چې د محمد حفیظ توپ اچوونې زاویه ۱۵ درجو ته کوم چې د دغې ادارې لخوا معیار ټاکل شوی رسیدلی.

د دې پریکړې په ځواب کې محمد حفیظ خپل د ټویټر رسمي پاڼې کې لیکلي چې زه د کرکټ نړیوالې ادارې د دغې پریکړې لپاره له خدای څخه ډیر زیات شکرګذار یم.

نوموړی همداراز لیکلي چې د دغې لاسته راوړنې لپاره د کرکټ ملي اکیډمي له مشرانو، خپل میرمن او بچیانو څخه هم مننه کوم چې زه يي د دغې لاسته رواړنې لپاره وهڅولم.

هیره دې نه وي چې تیر کال د پاکستان تکړه توپ اچوونکی سعید اجمل په څیر د محمد حفیظ توپ اچوونې طریقه هم ناسمه وبلل شوه. د محمد حفیظ توپ اچوونې طریقه د اپریل میاشتې په نهمه د هندوستان په چینای ښاره کې ازمویل شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x