نړۍ

حوثي یاغیانو ضد ایتلاف «پرېکنده توفان» عملیات پای ته ورسول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱، ۱۳۹۴ل): په یمن کې د حوثي یاغیانو ضد د سعودي په مشرۍ د لسو هېوادونو ایتلاف «پرېکنده توفان» عملیات پای ته ورسول.

دغه اعلان په داسې حال کې وشو چې د سعودي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د «پرېکنده توفان» عملیات سعودي او نورو ګاونډيو هېوادونو ته مواجه خطرونه له منځه ویوړل.

د سعودي ځواکونو ویاند بریدجنرال احمد العسیري ویلي چې دوی په یمن کې نور پوځي عملیات پای ته رسوي او د «هیلو د راستنېدو» عملیات پيلوي.

هغه ویلي چې سعودي پوځ په دې غور و فکر کوي چې د حوثیانو مخالفو ډلو سره مرسته وکړي.

عسیري زیاته کړې چې د پوځي عملیاتو د بندولو څخه یې موخه اوربند نه دی.

د سعودي دفاع وزارت ویلي چې د «پرېکنده توفان» عملیاتو پر مټ دوی وکولای شول چې د حوثیانو درنې وسلې او مزایل ویجاړ کړي.

تر هغې وړاندې د سعودي خبري اژانس راپور ورکړ چې ملک سلمان «ملي پوځ» ته امر کړی چې په «پرېکنده توفان» کې برخه واخلي.

د سعودي «ملي ګارد» ازاد عسکري ځواک دی چې شمېر يې تر سلو زرو رسیږي. دوی دې ګارد لپاره ځانګړی وزارت لري او د کورني امنیت او بهرنۍ دفاع کې مهم رول لوبوي.

د سعودي په مشرۍ د لسو هېوادونو ایتلاف د مارچ په ۲۶مه په یمن کې د حوثیانو ضد بریدونه پیل کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په دغو بریدونو کې ۹۴۰ کسان وژل شوي او تر ۳۷۰۰ څخه پورته ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x