ای پي ایل: پنجاب په سوپر اوور کې راجستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ سیالیو اتلسمه لوبه د کینګز الیون پنجاب او راجستان رویالز لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه د پنجاب لوبډلې په سوپر اوور کې وګټله.

پنجاب لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره توپ اچوونې پریکړه وکړه. راجستان لوبډلې د رهانې غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۱ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د راجستان لوبډلې لپاره رهانې او واټسن غوره توپ وهنه وکړه. رهانې په ۵۴ توپونو د شپږ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۷۴ او واټسن په ۳۵ توپونو د پنځه څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۵ منډې جوړې کړې.

د پنجاب لوبډلې لپاره اکشر پټېل دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچوونه وکړه. نوموړی خپل ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې. دغه لوبه کې د پنجاب لپاره سندیپ شرما، انوریت سینګ، جونسن او شیوم شرما هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د پنجاب ځوابي توپ وهنې پیل ډیره خرابه وه او د لوبې په پیل کې يي خپل لوبغاړی له لاسه ورکړ خو د مارش او مېلر غوره توپ وهنه د پنجاب لوبډلې ته هیله ورکړه چې د هغوي له سوځیدو د پنجاب لوبډلې یو ځل بیا ماتې ته نژدې شوه.

د لوبې په وروستۍ بال د بریا لپاره پنځه او د لوبې مساوي کیدو لپاره څلورو منډو ته اړتیا وه چې د پنجاب لوبډلې توپ اچوونکی اکشر پټېل څلوریزې وهلو سره دغه لوبه مساوي کړه او د لوبې پایله سوپر اوور ته پاتې شوه.

پنجاب لوبډلې د مارش او مېلر غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۱ منډې جوړې کړې.

د پنجاب لوبډلې لپاره مارش په ۴۰ توپونو د پنځه څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۶۴ او مېلر په ۳۰ توپونو د یوې څلوریزې او پنځه شپږیزو په مرسته ۵۴ منډې جوړې کړې.

د راجستان لوبډلې لپاره مورېس، تمبې، تیواتیا او هوډا یوه یوه ویکټه واخیسته. دغه لوبه کې بیني تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل دوه اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې خو د ویکټې په اخیستلو بریالی نشو.

په سوپر اوور کې د پنجاب لوبډلې ټاکل شوي شپږ توپونو کې ۱۵ منډې جوړې کړې او راجستان لوبډلې دغو شپږو توپونو کې یوازې ۶ منډې جوړې کړې او د پنجاب لوبډلې په وړاندې يي ماتې وخوړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د