افغانستان

طالبان: د کابل ادارې نماینده سره به سعودي کې هم ونه وینو

 

وروسته له هغه چې بي بي سي انګلیسي د خینو افغان دولتي چارواکو له قوله نا تایید شوي خبرونه خپاره کړل چې کرزی غواړي په سعودي کې د طالبانو له استازو سره وویني او د طالبانو لخوا هم دغې غوښتنې ته شین څراغ ښودل شوی، وسلوالو طالبانو یو ځل بیا د کرزي په مشرۍ د افغان دولت له نمایندګانو سره د خبرو څخه ډډه وکړه.

طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره هغه راپورونه بې اساسه بللي چې د اسلامي امارت هیئت به د کابل ادارې د نماینده سره په سعودي کې وګوري.

تیره ورځ کرزي هم د خواست په شکل ویلي وه چې که طالبان ورسره خبرې کوي نو حاضر دی پخپله د کابل څخه سعودي عربستان ته ورشي او د طالبانو له نمایندګانو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

په دې وروستیو کې د قطر هیواد د طالبانو لپاره په دې هیواد کې د یو سیاسي دفتر د پرانیستنې پر سر موافقه کړې، او طالبانو هم دا اقدام د نړیوالو سره د افهام او تفهیم د وسیلې په توګه تایید کړی.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په اعلامیه کې هغه راپورونه هم ضمنا رد شوي دي چې د دوی استازو د امریکايي چارواکو سره مذاکرات پیل کړي، د اعلامیې پر اساس تراوسه لا د اعتمادسازۍ مرحله نه ده شروع شوې، کومه چې د مذاکراتو د پیل نه مخکې باید بشپړه شي: “اسلامي امارت، د نړیوالې ټولنې سره د افهام او تفهیم په بهیر کې دي او د مقابل لوري ( امریکا او متحدینو) سره یې د مذاکراتو مرحلې ته لا نه دي رسیدلي بلکې د مذاکراتو نه مخکې، باید د اعتماد سازۍ مرحله بشپړه شي چې هغه لا تراوسه پیل شوی نه ده”.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو لخوا د افغان دولت سره د خبرو غوښتنې ته منفي ځواب ورکول کیږي، طالبانو وخت په وخت په خپلو اعلامیو او مرکو کې افغان دولت بېواکه او ګوډاګی بللی او د کرزي سره خبرې یې بې فایدې ګڼلي او پرځای یې امریکا ته د خبرو لپاره ترجیح ورکړې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x