fbpx

جاپاني اورګاډی ۶۰۳ کیلو متر في ساعت سرعت سره د سرعت نوی ریکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۴ل): د جاپان میګلیو نومې اورګاډی ۶۰۳ کیلو متر في ساعت سرعت لرلو سره د سرعت نوی نړیوال ریکاډ جوړ کړ.

له دې وړاندې هم د زیات سرعت ریکاډ د جاپان لخوان جوړ شوی و چې دا ځل د جاپان دغه نوی اورګاډی د همدې هیواد پخوانی ریکاډ مات کړ.

له دې وړاندې د ۲۰۰۳ز کال دسمبر په میاشت کې یو جاپاني اورګاډی چې هغه هم میګلیو نومیده ۵۸۱ کیلو متر في ساعت سرعت سره سفر کړی و چې دغه سرعت له دې وړاندې د نړۍ په تاریخ کې نه و لیدل شوی.

د جاپان اورګاډی ادارې مشرانو په وینا دغه اورګاډی سرعت یوازې په ۱۰.۸ ثانیو کې ۶۰۳ کیلو متر في ساعت ته رسیږي او له دغې سرعت سره خپل سفر ته ادامه ورکوي.

د دې ادارې مشرانو ویلي چې دا د دې اوګاډی لومړۍ سفر و کوم چې د ازموینې په موخه ترسره شوه او دغه اورګاډی به په ۲۰۲۷ز کال کې د ټرانسپورټ برخې ته وړاندې شي.

د جاپان ټرانسپورټ برخې مشرانو په وینا دغه اورګاډی به په ۲۰۲۷ز کال کې د ټوکیو او ناګویا مرکزې ښارونه سره نښلوي. د دغو دوو ښارونو تر منځ واټن ۲۸۶ کیلو متره ده.

د ټرانسپورټ برخې مشرانو ویلي چې دغه اورګاډی ته به د ۳۱۰ کیلو متر في ساعت سرعت اجازه ورکول کیږي د کوم په مرسته چې دغه اورګاډی کولی شي د دغو دوو ښارونو تر منځ سفر ۴۰ دقیقو ته ټیټ کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د