طالبان د « عزم » په نوم سږني عملیات پیلوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د  ثور میاشتې په څلورمه  چې د اپريل له ۲۴مې سره سمون خوري د « عزم » په نوم خپل سږني عملیات پیلوي.

اعلاميه کاږي: «اسلامي امارت د عزم تر الهام بښونکي نامه لاندې پسرلني عملیات د ټول هیواد په سطحه دراتلونکې جمعي په ورځ  دروان ۱۴۳۶ هجري قمري کال د رجب المرجب دمیاشتې په  ۵   نیټه چې د۱۳۹۴هجري شمسي کال د ثوردمیاشتې له ۴ او د ۲۰۱۵ م کال د اپرېل د میاشتې له ۲۴ نیټې سره سمون خوري  د سهار په ۵ بجو د الله اکبر په ویلو سره پیل کوي.»

د دوی په خبره د  «عزم» په نوم دغه عملیات د «اسلامي امارت » مشرتابه او نظامي کمیسیون له لوري طرح شوي، چې «لومړنی هدف به یې خارجي اشغالګر،په ځانګړي ډول د هغوی دائمي پوځي اډې،استخباراتي او دیپلوماتیک مراکز ، د رژیم چارواکي،د هغوی پوځي تجمعات ، او په خاص ډول د استخباراتو ، داخله   او دفاع وزارتونو منسوبین اونورمضراشخاص وي .»

طالبانو ویلي چې په دې عملیاتو کې به هم د تېر په څېر له جنګي تجربو کار اخیستل کېږي او پر دې سربېره به «کفرځپونکي استشهادي عملیات،ددښمن په صف کې دننه نفوذي بریدونه،دغلیم لوی اونسبتاخوندي مرکزونه په درنووسلواولیري وییشتونکوتوغندیوویشتل او د دښمن د مورال لویدلو ځواکونو مخامخ تهاجمي تعرضونه اوپه ښارونو کې چریکي بریدونه به د دغو پسر لنیوعملیاتو له مهمو تکتیکونو څخه وي.»

طالبان لا تر اوسه د خیبر تر نامه لاندې په عملیاتو بوخت دي، چې ۱۳۹۳ لمریز کال د ثور په ۲۲مه يې پیل کړل او د روان کال د ثور تر درېیمې به دوام وکړي.

د «عزم» په اړه د طالبانو د اعلاميې یوه کاپي د نن ټکی اسیا ادارې ته هم رارسېدلې، چې د اهمیت له مخې يې تاسې ته کټ مټ دلته ږدو:

د عزم په نامه د پسرلنیو عملیاتو د پیل په اړه د اسلامي امارت د رهبري شوری اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی : وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه فَإِنِ انتَهَوْاْ فَإِنَّ اللّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (۳۹)الانفال

مؤمنو هیوادوالو او مجاهدینو وروڼو !

ستاسي د ۱۳ کلن برحق جهاد له برکته دامریکاپه مشري صلیبي اشغالګر مجبور کړای شول چې له افغانستان څخه دخپلو متجاوزو ځواکونوزیاتره برخه بیرته په ځوړند سر وباسي .

که څه هم اشغالګرو اوس په افغانستان کې خپل جنګي فعالیت پای ته رسیدلی اعلان کړی خو په عمل کې یې د امنیتي تړون ترعنوان لاندې د افغانستان ځمکه او فضاء په خپل واک کې ساتلې او هم یې په سیاسي، تبلیغاتي، کلتوري، تعلیمي او نورو ساحاتو کې اشغال د پخوا په څیر جریان لري، دتش په نامه امنیتي تړون تر عنوان لاندې اجنبي اشغالګر اوس هم د تیر په څیر د ولسي خلګو پر خلاف ډرون بریدونه او شپني عملیات ترسره کوي او د غبرګ سري رژیم د جنګي سیستم ټول واک او قومنده په لاس کې لري خو داچې زموږ اولس په اشغال پیژندنه کې تخصص لري او د اشغال ټول مرئي او نامرئي ډولونه پیژني،اشغالګر جهت نه شي کولای د جګړې د شکل په بدلولو سره افغان مؤمن اولس د جهادي مبارزې له مسیر څخه منصرف کړي، که اشغالګران غواړي نور ددغې جګړې له جنجاله په واقعي ډول ځان خلاص کړي باید زرترزره خپل ټول پاتې پوځونه، پوځي ، استخباراتي او ځانګړي عملیاتي تشکیلات له افغانستانه وباسي او د هیواد په چارو کې مداخلې او اشغال ته د پای ټکی کیږدي.

د دې لپاره چې هیواد مو په کامله توګه د اشغالګرو له اشغال څخه آزاد او پر ټوله خاوره یې اسلامي حاکمیت نافذشوی وي اسلامي امارت مصمم دی چې دیرغلګرواودهغوئ دغلامانو په مقابل کې پیل کړی جهاد جاري وساتي.

په دې لړ کې اسلامي امارت د عزم تر الهام بښونکي نامه لاندې پسرلني عملیات د ټول هیواد په سطحه دراتلونکې جمعي په ورځ  دروان ۱۴۳۶ هجري قمري کال د رجب المرجب دمیاشتې په  ۵   نیټه چې د۱۳۹۴هجري شمسي کال د ثوردمیاشتې له ۴ او د ۲۰۱۵ م کال د اپرېل د میاشتې له ۲۴ نیټې سره سمون خوري  د سهار په ۵ بجو د الله اکبر په ویلو سره پیل کوي.

د عزم نوم او د رجب پنځمه نیټه ددې تفاؤل له مخې انتخاب شوه چې عزم محکمې ارادې ته وایي اوالله تعالی خپل هغه پیغمبران چې ددښمن په مقابل کې یي قوي استقامت کړی دی اولوالعزم  پیغمبران بللي (فاصبر كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ …الایة) الاحقاف ۳۵.اوهم الله جل جلا له دنیکو کارونو په اړه تر مشوري وروسته دعزم او توکل لارښوونه کوي فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ [آل عمران: ۱۵۹

امید دی چې الله تعالی به ددې عملیاتو په لړ کې د کفر او فسق په وړاندې د مسلمان اولس جهادي عزم نور هم مضبوط کړي او څرنګه چې دعزم په نامه دعملیاتودپیل ورځ درجب پنځمه نیټه ټاکل شوي، داورځ د هجرت په پنځلسم کال د یرموک په معرکه کې دمسلمانانو دتاریخي فتحې ورځ او د غرب د کفري لښکرو د عبرتناک شکست نیټه ده د الله تعالی له درباره هیله من یو چې سږني عملیات هم په وطن د راغلیو کفارو لپاره دمرګوني ګوزار په حیث ثابت کړي.

د عزم عملیات چې داسلامي امارت دمشرتابه اود نظامي کمیسیون د ماهرو او تجربه لرونکو پوځي متخصصینو په ابتکار طرح شوي لومړنی هدف به یې خارجي اشغالګر،په ځانګړي ډول د هغوی دائمي پوځي اډې،استخباراتي او دیپلوماتیک مراکز ، د رژیم چارواکي،د هغوی پوځي تجمعات ، او په خاص ډول د استخباراتو ، داخله   او دفاع وزارتونو منسوبین اونورمضراشخاص وي . د تیر په څیربه دعزم په پوځي عملیاتو کې له پرمختللیو محاربوي تجربوڅخه کار اخیستل کیږي، کفرځپونکي استشهادي عملیات،ددښمن په صف کې دننه نفوذي بریدونه،دغلیم لوی اونسبتاخوندي مرکزونه په درنووسلواولیري وییشتونکوتوغندیوویشتل او د دښمن د مورال لویدلو ځواکونو مخامخ تهاجمي تعرضونه اوپه ښارونو کې چریکي بریدونه به د دغو پسر لنیوعملیاتو له مهمو تکتیکونو څخه وي.

د عزم عملیاتو په لړ کې به مجاهدین د هیواد په ګوټ ګوټ کې خپل عملیاتي پلان په خورا دقت او غورسره پلی کوي او د ولسي خلګو د سر اومال خوندیتوب ته به جدي پاملرنه کوي اوکوم مجاهدین چې د عملیاتو په جریان کې د ولسي خلګو د سراومال په خو ندیتوب کې بي پروایي او غفلت کوي او ترتیب کړی عملیاتي پروګرام یې د ولسي خلګو د تلفاتو لامل ګرځي هغوی به دشرعي اصولو او جهادي لائحې له مقرراتو سره سم مجازات کیږي همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د خپلې همیشنۍ پالیسۍ له مخې هېڅکله دیني او تعلیمي مراکز لکه، جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، پوهنتونونه، همدا رنګه صحي مراکز لکه کلینیکونه او روغتونونه، عامه تاسیسات او عام المنفعه عمراني پروژې خپل هدف نه ګرځوي.

د اسلامي امارت مشرتابه له خپل ټول مسلمان ولس څخه په درناوي هیله کوي چې ددې مبارکو عملیاتو په کامیابي کې دپخوا په شان لازیات دخپلومجاهدینو وروڼو هراړخیزه مرسته وکړي اوهم د دښمن له پوځي تجمعاتو او پوځي مراکزو څخه لیري اووسي ترڅو خدای مکړه ورته زیان ونه رسیږي،اسلامي امارت داسلامي نظام په سیوري کې ستاسو دمشکلاتو حل ته خاصه پام لرنه لري،په اوسنیو شرایطو کې که بي غرضه خیریه موسیسي او اهل خیر له ولس سره مرسته کوي موږ داسلامي اصولوپه رڼاکې د خپلو لوایحو موافق همکاري ورسره کوو.

همدا راز یوځل بیا د رژیم پر ټولو پوځي او ملکي چارواکو او منسوبینو غږ کوو چې د خپل اسلامي او افغاني رسالت دپرځای کولو په خاطر د یرغلګرو له لیکو راجلا او د خپل مسلمان ولس ترڅنګ ودریږئ، مجاهدین تیاردي د دښمن له لیکو رابیل شویو مسؤلینو او افرادو لپاره   د امن او سوکاله ژوند زمینه مساعده کړي.

په پای کې خپلو زړورو مجاهدینو ته ورپه زړه کوو چې جهاد یو عبادت دی چې د نیت اصلاح په کې اساسي نقش لري، د جهاد هدف مو منصب، شهرت، غنیمت یا کوم بل دنیوي غرض نه؛ بلکې یوازې اعلاء کلمة الله وټاکئ، شرعي مقرراتو، دجهادي معسکراتو روزنيزو اصولو او جهادي آدابو او دجهادي صف لوائحو ته ټینګه توجه وساتئ، دخپلومشرانو اطاعت وکړئ، خپل ولس خپل وجود وګڼئ اوقدریې وکړئ،په خپلومنځو کې دوروڼو غوندي ژوند وکړئ او ددښمن په تبلیغاتو هیڅ باور مه کوئ په سختیو صبر وکړئ او یوازې د الله تعالی په نصرت اودمؤمن ولس په ملاتړ باور او تکیه ولرئ . وإن تصبروا وتتقوا فإن ذلك من عزم الأمور} (آل عمران:۱۸۶

والسلام

د اسلامي امارت رهبري شوری
۳/۸/۱۴۳۶ هق
۲/۲/۱۳۹۴ ه ش
2015/4/22م

یاده دې وي طالبان په داسې حال کې د خپلو جګړیزو عملیاتو د پیل خبر ورکوي، چې دولتي ځواکونو تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې د ذوالفقار په نوم نږدې دوه میاشتني عملیات ترسره کړل او ورسره جوخت د دفاع وزارت ویاند د تېرې میاشتې په دوه ویشتمه د نویو عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د جنګ دواړه خواوې د جګړې د پیل د نویو عملیاتو په اړه په داسې وخت کې اعلان کوي، چې ګډ حکومت د سولې په اړه د هڅو تبلیغات هم ګرم ساتلي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

الله تعالی دي وکړي چې داعملیات هم کفر ځپونکي وي ، او یرغلګرو اودهغوی ګوډاګیانو ته پکې ښه درانه تلفات واوړي او داسلامي امارت مجاهدین ډيري پراخي سیمي تر خپلي ولکي لاندي راولي

احمد
میلمه
احمد

[[ عزم ]] په سنګرونو ښاءسته وطنه = لری ښکلا لمبه لمبه وطنه – څووطن فروشو په غربیانو خرڅ کړی = سول تعمیرات دی ویرانه وطنه – شر فسا د هم وسوی دظلم په اور – سوه لی ناسور له دی رنځه وطنه – چه کله دره غله غربی ځناور = وینی دی سیل څی پرسینه وطنه – تل در کی غرقی فرعونی لښکری = ورته لری قهر غصه وطنه – عزم لری امارتی پوڅونه = کړی شریعت درکی پیاده وطنه – که غواړی خلاص سی ژر له دی ناخوالو = طا لب ته څای ورکړه پرزړه وطنه – احساس… نور لوستل »

Hameed
میلمه
Hameed

الله تعالی دی دا عالی اسلامی عزم کامیاب کړی الله دی نور دبدبختیو او کړاونو ،ظلم، تاریکیو ، جهل، بداخلاقیو، غیر اسلامی کړنو، فساد او کفری اشغال ټغر داسلام له دی خاوری ټول کړی او سوچه اسلامی شرعی نظام دی په هیواد کی بیا احیا او نافذ شی

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

عزم غواړي لږ عزمونه ګړندي کړئ
کفارتښتي لږ ګامونه ګړندي کړئ
ای تنکو زلمیو ورکړئ سخت ګذار
دخیبر،فاروق یادونه راژوندي کړئ
ګوډاګیان سخت وارخطادي دي په ترهه
توري واخلئ هم آسونه ګړندي کړئ