افغانستان

پکتياکې ۱۹ تښتول شوي ماين پاکان خوشې شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه، ۱۳۹۴ل): درې ورځې وړاندې د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ کې د ماين پاکۍ يوې موسسې ۱۹ تنه افغان کار کوونکي تښتول شوي وو، چې تېره ورځ ناوخته خوشې شوي دي.
دغو ۱۹ ماين پاکانو د سټرلينګ په نوم یوې امرکايي موسسې سره کار کاو، چې د تېرې دوشنبې په ورځ زرمت ولسوالۍ کې د نا څرګندو وسله والو له لوري تښتول شوي وو او تېره ورځ ناوخته يې خوشې کړل.
ملي امنيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه تښتول شوي کسان دوی راخوشې کړي، مګر ازادو سرچينو د ملي امنيت دغه ادعا نه ده تاييد کړې.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا کسان چا او د کومو موخو لپاره تښتولي وو.
د پکتيا ولايت چارواکي وايي، چې د دې کسانو د راخلاصون لپاره هېڅ ډول نظامی عمليات نه دي تر سره شوي، بلکې د قومي سپين ږيرو او مخورو په منځګړيتوب او هڅو راخوشې شوي دي.
تېره اونۍ هم د يوې تعلیمي موسسې «سيو دي چلډرن» پنځه کارکوونکي ارزګان کې له تښتول کېدو وروسته وژل شوي وو، او تر اوسه هېچا يې د وژنو مسؤولیت په غاړه نه دی اخېستی.
دوژل شوو پنځو کارکوونکو د کورنیو غړو رسنیو ته ویلي وو، چې دغه بهرنۍ موسسې د افغان کارکونکو په اړه هیڅ غور ونه کړ، د هغوی د خلاصون لپاره یې هېڅ هلې ځلې ونه کړې او د موسسې د بې غورۍ له امله دغه پنځه افغانان ووژل شول.
د قربانيانو خپلوان وايي، چې «سيو دي چلډرن» موسسه دوی خپل دفتر ته نه ورپرېږدي، تر څو دوی خپل اعتراض ادارې ته وړاندې کړي او يا هم د وژل شوو کسانو په اړه له موسسې معلومات تر لاسه کړي.
د راخوشې شوو ۱۹ کسانو کورنۍ وايي، که د پکتيا سپين ږيرو او قومي مشرانو د تښتول شوو کسانو د خلاصون هڅې نه وای کړې، نو بهرنۍ موسسې هېڅکله د خپلو افغان کارکوونکو غم نه خوري او نه يې د مرګ و ژوند غم کوي او کېدای شي دغه کسان د ناڅرګندو وسله والو له لوري وژل شوي وای.
په دې وروستیو کې د تښتونو پېښې زیاتې شوي، چې هېڅوک يې د تښتولو پړه پر غاړه نه اخلي.
نږدې یوه میاشت وړاندې په ارزګان کې ۳۱ افغانان تښتول شوي، خو تراوسه هېڅ ډلې د نوموړو د تښتولو مسوولیت نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x