نظــر

د بهرني سياست او ځواک ښکاره کولو په اړه د سعودي عربستان نوې پاليسي

ليکوال: کېم غطاس
سره له دې چې د سعودي عربستان پلازمېنه رياض له يمنه لس ساعته واټن کې پروت دی او د الوتکې دوه ساعته لاره ده، مګر پر يمن د سعودي عربستان په مشرۍ د لسګوني ايتلاف د جګړې اغېز پلازمېنه رياض کې د هر چا په ذهن کې ښکاري.

دا لومړی ځل دی، چې سعودي عربستان د خپلو ايتلافيانو په مرسته له خپل هېواده بهر دومره اوږده جګړه وکړه او په دې جګړه کې سعودي عربستان سره متحده عربي امارات، مصر، مراکش او ځينې نور سيمه ييز هېوادونه شريک وو، مګر سعودي عربستان دا جګړه خپله بلله او پر يمن اويا سلنه هوايي بريدونه سعودي الوتکو کړي دي.

په رسمه توګه د دې بريدونو موخې ډېرې لنډې او اسانه ښکاري، چې د قانوني ولسمشر عبدربه منصور هادي د حکومت د بيا راتلو او د حوثي شيعه ملېشو د ځپلو لپاره دغه بريدونه پيل شوي دي.

پر يمن د سعودي عربستان له بريدونو وروسته د سعوديانو تر منځ يو ډول نوي بحثونه پيل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د رياض په يو لوبغالي کې مې له يوسړي او ښځې سره وليدل، سړی په پوځي يونفيورم کې و او خپل نوم يې حماد ښوده . له ده مې وپوښتل، د سعودي د بريدونو ملاتړ کوې؟ نو سترګې يې له اوښکو راډکې شوې او سر يې وښوراو، چې سل په سلو کې پر يمن د سعودي بريدونو ملاتړ کوي.

«موږ يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد د سعودي پاچا د جګړې پرېکړه سل په سلو کې تاييدوو او موږ بايد له دې وروسته د سوريې ولس په ملاتړ شام ته ولاړ شو او د بشارالاسد ديتکاتور قاتل رژيم نسکور کړو، چې د خپل ولس لکونو خلک يې وژلي او خپل هېواد يې تباه او برباد کړ.»

سعودي عربستان پر خپل سيمه ييز حريف ايران تور لګوي، چې د خپل پراختيايي فکر له امله يمن کې د حوثيانو ملاتړ کوي، مګر ايران او حوثيان دواړه د سعودي عربستان دغه تورونه ردوي.

سعودي او نور سني هېوادونه دا انګېري، چې شيعه ايران منځني ختيځ کې د خپلې پراختيا په لټه کې دی او له بغداده تر بېروته په ټولو شخړو او ستونزو کې د ايران لاس دی.

بل پلو سعودي کې هم د ملي يو والي او مينې يو نوی حس راپورته شوی او سعودي ولس پر خپل نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز فخر کوي، چې سعودي سيمې او نړۍ ته خپل زور وښوده، چې تر اوسه يې بيخي داسې نه و کړي.

يو شمېر سعوديان بيا په جګړو کې د ښکېلېدو سراسر مخالف دي، مګر په څرګنده هېڅوک پر جګړه نيوکه نه کوي.

سر له اوسه ګڼ شمېر خلک يمن کې د سعودي بريدونو له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي او فکر کوي، چې د دې مرګونو او تاوتريخوالي پايلې به د سعودي عربستان په زيان راوځي.

په دغه روانه جګړه کې تر اوسه سعودي ته ډېر ځاني زیانونه نه دي اوښتي او شاهي ماڼۍ ژمنه کړې، چې د «شهيدانو» کورنيو ته به د نورو اسانتياوو تر څنګ يو ميليون سعودي ريال هم ورکوي.

هر ماښام پر ځايي وخت اوه بجې د پوځ يو وياند د خبري کنفرانس له لارې د جګړې په اړه معلومات ورکوي.

د دغه خبري کنفرانس پيل د سعودي په ملي سرود کېږي، د تلويزون پر پرده، ټانکونه او جنګي الوتکې د مارش په شکل څرګنديږي.

د سعودي په مشرۍ د لسګوني ايتلاف وياند ډګر جنرال احمد العسيري د امريکايانو په څېر په خپله د جګړې په اړه معلومات ورکوي او په دغه خبري ناسته کې د هوايي بريدونو انځورونه هم خپرېږي او د رسنيو د پوښتنو ځوابونه هم وايي.
دا هر څه د يو ځانګړي پلان له مخې کېږي.

جنرال عسيري بي بي سي عربي سره په خپلو خبرو کې وويل: «يو هېواد د جګړې پر لور بوول يا جګړه پيلول څه اسانه خبره نه ده او هېچا ته دا خوند نه ورکوي، چې خپل هېواد دې په جګړه کې ښکېل کړي او د يمن په اړه هم زموږ د جګړې هېڅ هوډ نه و، مګر د حالاتو د جبر له امله موږ اړ شوو، چې يمن له يو ناکام دولت کېدو څخه وژغورو.»

پر يمن د سعودي بريدونه يو ډول عکس العمل هم دی؛ ځکه چې سعودي عربستان ګوري، چې د اتومي انرژۍ د مذاکراتو پر مهال واشنګټن او تهران سره نږدې شوي او امريکا له منځني ختيځه په لرې کېدوه ده، چې له امله يې سيمه کې خلا را پيدا کېدونکې ده. د سيمې نور سني ولسونه او حکومتونه هم دا فکر کوي.

جده کې د خليجي څېړنو مرکز مشر عبدالعزيز الساغر وايي، چې ډېری سعودیان د خپل پاچا سلمان د پرېکړې پلوي کوي او دا کار ايران ته هم يو پيغام بولي، چې سعودي کمزوری، دوه زړی او شکي نه دی او سعودي هېڅکله له خپلو ملي ګټو او امنيته نه تېريږي او د سعودي امنيت د ګواښ په صورت کې به دوی له خپلو سويلي او شمالي سرحدونو اخوا هم عمليات کولای شي.

ښاغلی ساغر زياتوي، که يمن کې د سعودي نظامي عمليات بريالي شول، نو دې سره به سيمه کې د سعودي عربستان نوې بهرنۍ پاليسي پيل شي او دا به عربي نړۍ کې په ځانګړې توګه پر لبنان، عراق او بحرين ډېر اغېز ولري، چېرته چې د ايران اغېز ډېر زيات دی.

د سعودي شيعه مېشتي ولایت قطيف کې د بشري حقونو فعاله نسيمه سادات وايي، عربي نړۍ کې چې هر ځای جګړې وي، نو دا جګړې د سيمې پر شيعه ګانو ډېر اغېز لري؛ ځکه چې ټول شيعه ګان دا جګړې د شيعه مذهب او ايران پر ضد بولي.

نسيمه زياتوي، که سعودي مېشتي شيعه ګان د جګړې ملاتړ وکړي، نو حکومت او سنيان يې فرېبکاره بولي او که د نيوکې او ټکر جرئت وکړي، نو بيا خاينان بلل کيږي.

«موږ عرب خپل هېواد سره مينه لرو، د همدې خاورې يو او ايران سره مو هېڅ اړيکه نه شته، مګر هېڅوک موږ ته غوږ نه نيسي او موږ لګيا يوو په ټولنيزو شبکو کې د شيعه ګانو پر ضد د تاوتريخوالي مخالفت کوو.»

سعودي شيعه ګان په دوو کې پاتې دي، نه پوهيږي، چې د يمن جګړې ملاتړ وکړي او که مخالفت او دوی نه پوهيږي، چې د «پرېکنده تندر» پايلې به څه وي او ايا سعودي به په دې وتوانيږي، له دغې جګړې وروسته به سيمه کې د مذهبي تاوتريخوالي مخنيوی وکړي او کنه؟ دا به راتلونکي وختونو کې روښانه شي.

سرچينه: بي بي سي عربي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x