د طالبانو او امریکا تر منځ د اعتماد سازۍ مرحله نه ده بشپړه شوې
نن ټکی آسیا: طالبانو په یوه اعلامیه خپرولو سره هغه خبرونه بی بنسټه ښودلې چي وايي طالبان به دکرزي د ادارې سره په سعودي کي ویني، او مذاکرات به ورسره کوي.
په خبرپاڼه کي راغلي، چي تر اوسه د نړیوالي ټولني او طالبانو تر منځ د افهام او تفهیم بهیر دې کچي ته نه دی رسیدلی، چي باید مذاکرات وشي، بلکي تر اوسه د دواړو لورو تر منځ د اعتماد سازۍ مرحله لا نه ده را رسیدلې.
په دې اړه نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې اعلامیه په لاندې ډول ده:
په سعودي عربستان کې د اسلامي امارت د هئیت او د کرزي ادارې د نماینده ترمینځ د احتمالي کتنې په اړوند د افغانستان داسلامي امارت اعلامیه
پدې کې شک نشته چې سعودي عربستان د حرمینو او د اسلام د نورو مقدسو مقاماتو مرکز دی او مونږ د قدر په سترګه ورته ګوروو خو په مطبوعاتو کې دغه خپور شوی رپوټ هیڅ حقیقت نلري چې وایي د اسلامي امارت هئیت به په نږدې راتلونکي کې، د کابل ادارې نماینده سره په سعودي عربستان کې وګوري. با ید ووایو چې اسلامي امارت، د نړیوالې ټولنې سره د افهام او تفهیم په بهیر کې دي او د مقابل لوري ( امریکا او متحدینو) سره یې د مذاکراتو مرحلې ته لا نه دي رسیدلي بلکې د مذاکراتو نه مخکې، باید د اعتماد سازۍ مرحله بشپړه شي چې هغه لا تراوسه پیل شوی نه ده.
له همدې امله، د پخوا په څیر، د رسنیو څخه غوښتنه کوو چې بې اساسه او غیر تصدیق شوي رپوټونه چې هغه یوازي ذهنونه مغشوشوي، خپاره نکړي او د ژورنالیزم د بیطرفۍ د اصولو په رعایت کولو سره ، هڅه وکړي چې حقایق خلکو ته وړاندي کړي.
د افغانستان اسلامي امارت