ننګرهار: چاودنې د نظامي څارنوالۍ مرستيال وواژه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په بهسودو ولسوالي کې د سړک د غاړې ماین د نظامي څارنوالي مرستیال وواژه.

دغه چاودنه نن سهار شاخواو اته بجې د بهسودو په بینګاه سیمه کې وشوه، چې د بهسودو د ولسوال په وینا د نظامي څارنوالي مرستیال غلام حیدر حیدري له خپل موټر چلوونکي سره په کې ووژل شو.

نوموړي رسنیو ته ویلي چې څارنوال غلام حیدر په چاودنه کې ټپي او روغتون ته په لاره يې سا ورکړه.

د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د ننګرهار په پچيراګام کې بیا طالبانو د یوې پوستې قومندان وژلی او بل پولیس ټپی کړی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د پچيراګام په بامه خېلو سیمه کې د پوستې قومندان د دوی په برید کې له منځه لاړ او ساتونکی يې ټپی شو.

یاده دې وي په ننګرهار کې  وروستیو نا امنیو له امله سیمه ییزه دولتي اداره هم اندېښمنه کړې ده او تېره ورځ د دې ولایت ولايتي شورا وکیلانو د ولایت مخې ته په اعتراضي ډول خېمې ووهلې او له مرکزي دولته يې د ختيځ امنیت ته د پام غوښتنه کوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د