بادغیس چارواکي: د بالا مرغاب سرحدي پوستې سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه، ۱۳۹۴): د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالي کې په ګڼو سرحدي پوستو طالبانو بريدونو کړي او سقوط ته نږدې دي.

د بادغیس د سرپرست والي ویاند وايي چې د بالا مرغاب په موریچه سیمه کې له تېرې ورځې راهیسې جګړه روانه ده او په خبره يې که مرسته ور ونه رسېږي، پوستې به سقوط وکړي.

د سرپرست والي ویاند میرویس میرزکوال ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي چې جګړه لا هم روانه ده او له تلفاتو يې معلومات نه لري.

طالبانو بیا د بادغیس د بالا مرغاب د نښتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ولایت په سنګ اتش ولسوالي کې يې د پراخې سیمې د نیولو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې لا هم جګړه روانه ده.

د بادغیس چارواکي په داسې حال کې د طالبانو له بریدونو شکایت کوي، چې طالبانو د راتلونکې جمعې په ورځ د « عزم » په نوم د نویو عملیاتو د پیلېدو خبر هم ورکړی.

د شنونکو په باور ګډ حکومت په ارګ کې د جمهوري او اجرايوي ریاستونو تر منځ په ناندریو کې ښکېل دی او پر ولایاتو يې مناسب پام نه دی کړی، چې په پایله کې سیمه ییزې ادارې له اقتصادي او امنیتي پلوه مخ پر ځوړ روانې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

دطالبانو له رسمي ویب سایټ الاماره نه دغه خبر درواخله بادغیس : بالامرغاب کې پوسته فتح ‍۱۴ګوډاګیان قتل ګڼ شمېرمهمات غنیمت شول دبادغیس ولایت له بالامرغاب ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار دخیبر عملیاتوپه لړکې دیادي ولسوالۍ اړوند د مارچاق په سیمه کې دګوډاګي سرحدي پولیسو په هغه پوسته وسلوال بریدترسره شو چې له تېرو ۲ ورځو راهیسي دمجاهدینوترکلکي محاصرې لاندي وه بریدچې پکې له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو پوره څلورساعته یې دوام وکړ دبریدپه پایله کې پوسته په بشپړه توګه فتح اوپکې میشت څوارلس تنه ګوډاګي پولیس… نور لوستل »