شعـــــرونه

پرهار

ناست په شپه كي يم د خپل زړګي پرهار ته
دا څراغ به رسومه  ان سهار ته

د خوارانو له جونګړو لوګی خيژي
یا كه سپاندي ور ګوزار كړی چا انګار ته

دشين سترګو قافلي ته لاري څاري
كه ز‎مري كمين نيولي دي  كوم ښکار ته

يو خو نه دی ټول جهان منصور منصور دی
وخت به كوم يو منصور وخيژوي دار ته

دايې نيغ دبرندو سترګو تور باڼه دی
كه طالب راكټ سم كړی دی ګوزار ته

ګوندي تللي زلمي بيا پرې راشي سيفه
غوړومه مدام سترګي هغي لار ته
شاعر – سیف مومند
ليكونكي: احمد نوراني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x