نظــر

د امریکا نوی سیاست؛ بل ډیورنډ او بل وزیرستان؟

نظر محمد مطمئن
لیــکوال او شــناند

موږ لا له پاکستان سره د ډیورنډ پولې له ستونزې نه يو خلاص شوي چې اوس د یو بل ډیورنډ لاین اړوند بهرنیانو خپلې طرحې جوړې کړي دي او تر څیړنې لاندي يې نیولي چې که عملي شي نتیجه به يې څه وي او د عملي کيدو له پاره يې څه کول په کار دي.

معلوميږي چې امریکا او د امریکا نږدې ملګري هیوادونه غواړي چې د افغانانو تر منځ په شمال کې د ډیورنډ يوه بله توره لیکه وکاږي، افغانان په جنوب او شمال سره ووېشې.

د همدې پروژې د عملي کیدو له پاره يې ځکه دوه سری حکومت جوړ کړی او معلوميږي که له ډاکټر اشرف غني سره د نورو ۵ کلنو انتخاباتو د ګټلو وعده هم امریکا وکړي، نو هغه به هم د همدې پروژې يو له فعاله پرزو څخه وي، بل خوا ډاکټر عبدالله به ځکه خوشاله وي چې هغه به مستقل پاچاشي، ولي ډاکټر عبدالله ته ستونزه د عطا محمد نور ده، داسي بريښې چې شمال به په راتلونکي کې نور ته په برخه رسيږي.

انګریزانو چې پښتانه او پښتون مېشته سیمه دوې ټوټې کړه او د ډیورنډ بدنامه لیکه يې د پښتون قوم پر سينه راوکاږله، دا دې تر سلو زیات کلونه وشول چې همدا ستونزه روانه ده، پاکستان او افغانستان دواړه هیوادونه امنيتي ستونزې د ډیورنډ لاین له امله ګڼي.

که چیرته افغانستان تجزیه کيږي، په جنوب او شمال باندي وېشل کيږي، په شمال کې ډېر زیات او د پښتنو ډیر زړور او جنګیالي قومونه ميشت دي، یا خو به همدغه پښتانه قومونه له شمالي ولایتونو څخه ایستل کيږي، ځمکې، جایدادونه، مالداري او (ممکن شتمني)، دا هر څه به ورڅخه ګرځول کيږي، دوی به اړوېستل کېږي چې د هیواد جنوب ته ګډه شي، په دغه صورت کې نو د همدې پښتنو قومونو او شمال د نورو غیر پښتونو قومونو تر منځ يوه لاینحله دښمني پاتې کیدای شي.

که چیرته داسي پلان وي چې پښتانه دي همداسي په شمال کې پاتې شي خو د شمالي افغانستان برخه دي شي، دا هم ستونزمنه ښکاري، بیا به همدا د افغانستان-پاکستان د ډیورنډ د امنیتي ستونزې مشکل وی، هر وخت به زموږ نور قومونه (تاجک، هزاره، ازبک او ترکمن) له پښتون قوم سره په ستونزه کې وي.

نږدې ۹ میاشتې مخکې مي په یوه لیکنه کې ویلي و چې امریکا په افغانستان کې د بدخشان له سيمې څخه وزیرستان جوړول غواړي، د همدې وزیرستان ساحه کې به کندز وي او هغه سيمې چې له پاکستان سره پولې ته نږدې وي، چې تخار او کنړ يادولای شو.

همدا ډول ما ویلي و چې همدا سيمې به طالبان تر کنټرول لاندي راولي او د دوی تر لمن لاندي به بهرنۍ مذهبي او اسلامپاله ازبک او چینايي ډلې فعالیت کوي، او امریکا غواړي له دي لاري له چین او روسيې سره خپله جګړه روانه وساتي.

اوس چې خبره د دویم ډیورنډ او دویم وزیرستان ده او دغه پلان د عمل په لوري د امریکا له خوا روان دی، موږ افغانان په درانه خوب ویده یو.

روسان هم ښه پوهیږي چې په شمال کې د يو بل وزیرستان ډبره کېښودل کيږي، همدارنګه روسان پوهیږي چې امریکا او نږدې ملګري هیوادونه يې پلان لري چې افغانستان په دوو برخو وويشي، د روسانو افغان پېژندونکي څیړونکي او د افغانستان د چارو کارپوهان يې لګیا دي، خپلې څیړنې کوي، نظرونه اخلي چې د افغانستان وېش په اوس وخت کې د روسانو په ګټه که تاوان دی.

تر ډیره داسي معلوميږي چې روسان هم پر دې فکر دي چې که افغانستان په جنوب او شمال ووېشل شي نو شمالي افغانستان به له دوی سره ښې اړيکې ولري، او دوی به د جنوب د پښتنو له راتلونکې خطر څخه په امن کې وي.

ولي روسان تشویش لري چې د امریکا اقتصاد ته په کتو سره چې اوس دا دي په منځنۍ آسیا کې يې د شوروري اتحاد په پخوانیو جمهوریتونو کې ډیر نفوذ کړي او د روسانو له پاره يې خلک پارولي چې تر ټولو وروستۍ ناندرۍ يې د اوکراین مسئله ده، روسان همدې ستونزو ته په کتو سره دا فکر هم کوي، چې که افغانستان په دوو برخو ووېشل شي ممکن شمالي افغانستان هم د امریکا تر نفوذ لاندي وي او د روسانو له پاره به سر خوږی وي.

زما په اند د همدې بل ډیورنډ او بل وزیرستان د پروژې د عملې کولو له پاره امریکا ته تر ټولو وړ شخص ډاکټر اشرف غني په نظر ورځي او معلومیږي چې همدې پلان ته ځينې تاجک وروڼه او ځينې هزاره وروڼه هم انتظار دي، دوی په ګډه غواړي چې د خپل واک د بقا له پاره د هیواد له هر ډول خپلواکۍ او ارضي تمامیت سره لوبي وکړي.

په کور دننه او بهر په ګردو اصیلو، خپلواکو او پر هیواد او ولس مینو افغانانو، د هیواد په ټولو قومونو ږغ کوم چې د دويم ډیورنډ او دويم وزیرستان د مخنیوي له پاره عملا میدان ته راودانګي او معامله ګر سیاستوال پري نه ږدي چې د وروڼو قومونو پر سينه بله توره لیکه تیره کړي.

همدا ډول له ټولو افغانانو غواړم چې د ګډ حکومت مشرانو ته ښکاره کړي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې له پاکستان سره د ډیورنډ لیکه پرته د افغان ولس د ګټو په نظر کې نیولو سره معامله وکړي.

پاچا ظاهر شاه او ولسمشر داوود غوښتل چې له پاکستان سره د ډیورنډ لیکې مسئله د افغانستان ګټو ته نظر کې نیولو سره حل کړي، همدا ډول د طالبانو په وخت کې هم ځینو طالبانو د سردار داوود د ډیورنډ لیکې د حل طرحه خوښوله، د کرزي حکومت هم د ډیورنډ لیکې د ستونزې د حل له پاره پاکستان ته خپلې غوښتنې وړاندي کړي وي، ولي پاکستان پرته د افغانستان له غوښتنو په نظر کې نیولو سره هڅه کوي چې د ډیورنډ لیکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په صفت قبول کړل شي.

همدا خبره چې پر ډیورنډ لیکه د پاکستان له خوا پوستي (باډرمنجمنټ پاینټ) جوړ شي، پخواني ولسمشر کرزي په ۲۰۱۲ ز کال کې په انګلستان کې له پاکستان سره منلي او لاسلیک کړي، اوس د پاکستان هڅه داده چې اشرف غني ورسره د ډیورنډ لیکه رسمي ومني.

بیا هم تکراروم چې که موږ همداسي په درانه خوب ویده یو، يوه ورځ به د دویم وزیرستان او دویم ډیورنډ د پلان بشپړ عملي کیدنې خبر هم له نړیوالو او کورنيو رسنیو اورو، بیا به مو وخت له لاسه ورکړی وي او هیڅ به نه شو کولای، خو اوس که موږ افغانان لاسونه سره یو کړو، معامله کوونکي سیاستوال پري نه ږدو چې د ولس د ګټو پر سرد خپل واک د بقا له پاره افغانان دوه ټوټې کړي، وخت لرو، ولي داهم ستونزمنه ده چې همدا معامله کوونکي سیاستوال به اسانه له واک څخه ګوښه کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

مطمین صیب تاسو ته سلامونه او ارادت ستاسو احساس او ویښ ضمیر د قدر وړ ده، په ځوانی، فکر او قلم مو برکت شه. دا چې د دوهم وزیرستان یادونه مې پخوا په نورو او نن ستاسو په لیکنه کې ولوستل غواړم د ځان یا تاسو یا هم دواړو یا ټولو خلکو د وضاحت لپاره په دې ټکی بحث وکوم. ددې لپاره چې د دوهم وزیرستان پیژندنه اسانه شي نو لومړی باید د لومړي (اصلي) وزیرستان په رول او تعریف باندې رڼا واچوو. که داسې فرض کړو چې په تیرو 14 کلونو کې د وزیرستان رول زمونږ د خپلواکی او… نور لوستل »

عزیز

مطمین صاحب غواری چه دجهاد مقدسه فریظه په امریکاپوری وتری اوس که سوک دالله درضاله پاره اودخپل وطن دآزادی دپاره جهاداومبارزه کوی نودابه امریکا پیداکری وی سبحان الله هذا بهتان عظیم

Hameed

محترم نظر محمد مطمئن صاحب ستاسو نظر ته په احترام سربیره باید ووایم چی نه هم امریکا او نه هم روس غواړی چی د افغانستان اوسنی جغرافیایی جوړښت ته تغیر ورکړی ځکه دا نه هم دروس په ګټه ده او نه هم د امریکا که امریکا او یا روسیه دا کار وکړی نو د جیو پولیټکی له نظره به یی ځانته بی شمیره مشکلات جوړ کړی وی چی نه غواړم په جزیاتو کی یی لاړ شم البته امریکا او روس همیشه دا کوشش کوی چی پدی ساحه کی خپل لاسپوڅی حکومت ولری چی همیشه دوی ته محتاج او ضعیف وی… نور لوستل »

شهاب الدین

مطمین خوب کی غږیږی او یا یی دبهوشی دوا خوړلی او یا مریض ده او یا ښه دچا لاس فوڅی ده هوایی خبری کوی ۰۰۰اول خو دا چی دقیامت فه ورځ هر مسلمان با ید عقیده ولری چی هرو مرو راځی ۰او دا مسا یل به ټول مهدی علیه السلام کړی او نږدی به وی ان شا الله که دحدیثو مطالعه ولری فوه به شی ۰۰۰ دوهم دا چی فه لکونو هزاره او تاجک ورونه دفشتنو علاقو کی اوسیږی که کرزی خاین نه وای ددوستم او عبد الله مسله به ډیره مخکی حل وه او فعلا تاسو غونته لیکوالو او… نور لوستل »

نظرمحمد مطمئن

عزیز صاحب! تاسي یو ځل لیکنه ب غور ولولئ بیا قضاوت د حقایقو په نظر کي نیولو سره وکړئ. د جهاد بدنامونکي هم هغه خلک وي چې په ښکاره د جهاد خبره کوي او په باطن کي مزدور وي. دا چي د افغانستان دوېش خبره او د بدخشان خبره ده دا یو حقیقت دی. تیر کال په بدخشان کي ځمکه ښویدنه هم عادي خبره نه وه. ډیری په دي فکر دي چې ځمکه ښویدنه د قوي موادو په ذریعه شوي او.هلته تر ځمکې لاندي چاودنه شوې. والله اعلم

حنيف

يو سري سره اوزه نه تله بل ورته وويل جي قصاب ته يي ولي جي درسره نه زي؟ هغه ورته وويل دا هم ورته به غوك كي كيدع خه به لاره شي, اوس مطمئن صيب ته وايم امريكايانو خو به أفغانستان اوفغانانو هر سه وكرل, دا يو تجزيه يي باتي ده دا هم ورته به غوك كي كيده خه خوند به وكي جي وطن درته نجزيه كري, بيا به مو زره سم يخ شي…

نا پيژاند

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
ګرانو محترمو ورڼو د ستاسو ټولو نظرونه د قدر وړ دي.
غواړم یادونه وکړم چي د حامد کرزي د ریاست جمهوري په وخت کي په بغلان مرکزی د نحرین منطقه کي هم ځمکه ښویدلي وه.
نو زما په نظر د بدخشان د ځمکي ښویدل د چاودني مواد لامل نوه.
قدرت الله ” نعمت زي “

نظرمحمد مطمئن

تر څو چې د معلوماتو اړوند ډاډه نه شم هغه څه نه لیکم، کله چې معلومات راته موثق ورسیږي بیا نو باید د خپلو وروڼو او افغان ولس سره شریک شي. د وېش خبره او په شما ل کې د نا امني خبرې له مختلفو سرچینو څخه راته راکول شوې، بل داچې حالاتو ته په کتلو سره همدغسې هڅې رواني دي. په ۲۰۱۲ کال کې دا خبره نشر شوه چې په بریتانیا کې کرزي باډرمنجمنټ ومنی، خو هیچا هم سر پري ونه ګرځاو. د ګوښتې خبره په هغه وخت کې ما ولیکل چې د کشمیر ځای ګوښته نیسي، د هند… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

محترم نظرمحمد مطمئن صاحب زه فکر کوم چی دا معلومات تاته د پخوانی اولس مشر کرزی د ډلی لخوا درکړل شوی .او دا خو ټولو ته معلومه خبره ده چی کرزی او د هغه ډله د ایران او روسیی د استخباراتو په چوپړ کی وه او دی . او اوس هم د نوموړو استخباراتو لخوا پروژه ورکړل شوی تر څو په افغانستان کی قومی تعصباتو ته لمن ووهی . ګرچه په افغانستان کی قومی تعصبات د امریکایانو په ګټه هم دی خو بی له شکه چی د قومی تعصباتو لویه ګټه ایران او روسیی ته رسیږی . خو یوی خبری… نور لوستل »

ابواسد

ده منلی اووتلی شخصیت شاغلی محترم نظرمحمدمطمین هری خبری اوهرنظرته دیراحترام لرم اوبیخی دیرسه می ده ده له لیکنوزده کری دی اوپه دقت سره می سارلی اوفهم می پسی کری ده تجربه می کری ده ده شاغلی مطمین صیب هره خبره ده دبری لیک دی اوسل په سله کی حقیقت وی .الله دی تل کامیاب اوبریالی لری

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم : د مطمن صاحب لیکنی ، د نورو لیکنو سره توپیر لری ، زه د حالاتو د څیړنو د پاره د مطمن صاحب له لیکنو او ایمیلونو ډیره ګټه اخلم ، دا دجالی فتنی دی ، څیړنی او پلټنی یی زما په شمول د ډیرو د پاره لویه ستونزه وی ، دی ډول معقولو او په معلوماتو او اسنادو ولاړو لیکنو او څیړنو ته اړه وی . د پورتنو ځینو ، نه یواځی نیوکی یی سمی نه دی بلکه د نیوکو کول یی هم د انسانی معیارونو او اسلامی اخلاقو سره لږه فاصله لری ، مونږ… نور لوستل »

غوربندي

مطمین صیب تاسو ته مجددا سلامونه او ارادت متاسفانه زمونږ ډېری افغانان د جګړمارې ادارې دوه سریز جوړښت ته د لاسپوڅو او اشغالګرانو د نااهلی په سترګه ګوري په داسې حال کې چې دا ټول د مسلسلو سازماندهي شده پلانونه برخه ده تر څو مو ولس په اداري لحاظ هم سره وویشي، مذهبي، قومي، سمتي توپیرونو ته خو یې له پخوا کار کړی ده، او په دې مکرجن پلان کې ستاسو د ویرې سره سم زمونږ د ګران هیواد ارضي تمامیت ته خطرونه متوجه دي. یو مثال یې هم په ټولټاکنو کې د ځنو پښتنو او تاجکانو ناخوداګاه برخه اخستنه… نور لوستل »

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x