دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کی(۲۷)

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

د حجاب په اړوند نوی ساينسي څېړنې او حقايق

د ټول بدن (40-60%) پوری تودوخه یواځی په سر کی شتون لری نو هغه څوک چی سر ئې پټ وی په یخه هوا کی (50%) د خپل بدن تودوخه ساتی نسبت وهغه چاته چی سر ئې لوڅ وی، اسلامی او چینایی طب په یوه لیکنه (In the Hua Di Nei Jing) یعنی (The Yellow Emperor*s Classic on Inter and
Medicine) په اوس مهال کی دا ثابته کړیده، چی د باد حرکت او خوځښت په بدن کی ډېر بدلونونه راولی، چی لوی تاوان ئې دادی چی دبدن موازنه سره ویجاړه وی او درنې پایلې لری، چی د روغتیا لپاره ډېرخطرناکه دی او که چیری حجاب وی نو بیا دا بدې اغیزې نشته، اوسنی ساینس پوهانو دا هم ثابته کړیده چی عام زکام اونزله د باد له کبله پیداکیږی، دا ځکه چی باد بدن وهی اوپه نتیجه کی لومړی نورږی چی بیاکله په زکام اونزلې او کله بیا هم دا کړاوونه دایمی سی، خو که حجاب وی نو ددې ټولو مشکلاتو څخه بیا خلاصون ډېراسانه دی۔

په (الجوازيه) کی پردې باندی ډېربحث شویدی، او ساینس پوهان وایی چی پر انسان باندی اور، اوبه، هوا او خاوره څومره اغیزې لری، او موږ (ساینس پوهان) وټولو خلکو ته دا مشوره ورکوو  چی باید خپل ځان د باد، شمال، وږمې، دوړو او یخنۍ څخه وژغوری چی ډېر بد عواقب لری، او  روغتیاته پوره تکان ورکوی۔

او حجاب ددې ټولو ناخوالو یواځنی، مفت او طبعي علاج دی۔
(الحکمةالحجاب فی العلوم العصریه)

نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x