نظــر

د قطر مذاکرات کابل او اسلام آباد نژدې کوي!

zalmai-rassoul-and-hina-rabbani-kharله طالبانو سره د مذاکراتو او خبرو اترو مسئله له څو کلونو راهيسې مطرح ده. دې قضيې هغه مهال زور واخيست چې د لومړي ځل لپاره د جنورۍ په درېيمه د طالبانو له لوري تاييد شوه. طالبانو ومنله، چې دوى تيار دي له امريکايانو سره په قطر کې افهام او تفهيم ولري. د افهام او تفهيم له يادولو سره سره د طالبانو وياند دا هم سپينه کړې وه، چې د افغانستان د ستونزې دوه اصلي لوري دي؛ د طالبانو اسلامي تحريک او د امريکا متحده ايالتونه او متحدين يې.

له دې سپيناوي سره د کابل او اسلام آباد په ګډون ځينو افغان ډلو ټپلو ځانونه منزوي وليدل. اسلام آباد د قطر د مذاکراتو په اړه ناخبري وښوده. ولې د کابل غبرګون بيا د اسلام آباد په پرتله جدي و. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له قطر څخه خپل سفير ظاهراً د (مشورې) په پلمه کابل ته وغوښت. له بلې خوا کابل قطر ته د ګوانتانامو د طالب بنديانو له لېږد سره خپل مخالفت وښود. مګر ډېر ژر د معمول په څېر ښاغلي کرزى له خپلې خبرې واوښت، خو لا هم ارام کښېنناست. د طالبانو له لوري د قطر د بهير د تاييد سره جوخت د حامد کرزي حکومت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب له ډلګۍ سره د مذاکراتو خبره د رسنيو په واک کې ورکړه.

د قطر د بهير له پيل سره پورته ټولو لوريو ځانونه ګوښه احساس کړل. قراين او شواهد دا په ډاګه کوي، چې کابل ته د حزب د استازو تګ او بيا د ولسمشر کرزي له خوا د دغو خبرو هرکلى؛ په حقيقت کې د کابل او اسلام آباد د ګډو هڅو برخه وه. حامد کرزي وغوښتل په حزب سره د مذاکراتو له لارې د قطر بهير بې ارزښته وبرېښوي. حزب چې په خپله ځان ګوښه ګاڼه دا ورته لويه (لاسته راوړنه) وه چې حامد کرزى يې په قدر سره ياد کړي او کابل ته د حزب د هيات بيا تګ، حزب سره د پاکستان نژدې اړيکو ته په پام سره د پاکستان اندېښنه او هڅې هم په ډاګه کوي.

د حنا رباني سفر، د لوبې تسلسل

د سپټمبر په ٢٠مه نېټه د سولې د عالي شورا د مشر استاد رباني له وژنې سره سم د کابل او اسلام آباد اړيکې خړې پړې شوې. د کرزي حکومت پر پاکستان تور پورې کړ چې د ښاغلي رباني د وژلو توطيه د ډيورند د کرښې له هاخوا برابره شوې وه او په دې کې د پاکستان د څارګرې ادارې لاس و. حامد کرزي يوازې پر دې بسنه ونه کړه، بلکې د هند (د پاکستان دوديز دښمن)په سفر ولاړ. ولسمشر کرزي د هند له سفره مخکې ولس ته په يوې وينا کې پر پاکستان تورونه پورې کړل او د سولې بهير يې ځنډېدلى اعلان کړ. د وينا پر سبا هند ته ولاړ او له هندي چارواکو سره يې يو لړ اقتصادي او نظامي موافقتنامې لاسليک کړې. له دې وروسته د افغانستان او پاکستان پر اړيکو مهم ګوزار د افغانستان له خوا افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزير، يوسف رضا ګيلاني د سفر لغوه کول و. له دې وروسته د دوو هېوادونو اړيکې يو ځل بيا ترينګلې شوې.

د تېرې دوشنبې ورځ (د جنورۍ ٣٠مه) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې، حنا رباني کر د سفر خبر ورکړ. دا سفر په داسې وخت کې وشو، چې دواړه هېوادونه له يو بله ډېر سره لرې شوي وو. د شنونکو په اند د آغلې رباني د سفر تر شا عمده محرک د قطر د مذاکراتو بهير او د باکستان، افغانستان او پاکستان ته نژدې ډلو ټپلو ګوښه کېدل دي. د امريکا متحده ايالتونو د قطر له بهير څخه افغانستان او پاکستان دواړه لرې وساتل. اوس د دوى مشترکې هيلې دغه دوه هېوادونه دې ته مجبوره کړل، چې له يو بل سره اړيکې نرمې کړي، ځکه په اوسنيو شرايطو کې د دوى د اړيکو خړپړتيا يوازې دوى دواړوته زيان رسولى شي.

د قطر له بهير څخه مخکې د کرزي حکومت تل د طالبانو ادرس غوښته. اوس چې ادرس منځ ته راغى، نو دوى منزوي شول. د دې لپاره چې ځان له انزوا وژغوري د (د افغانانو په مشرۍ) پر مذاکراتو ټينګار پيل کړ. د ښاغلي کرزي يوازينۍ موخه همدا ده، چې مذاکرات د ده په خوښه او د ده تر مشرۍ لاندې تر سره شي، سوله راشي او په لاى کې دى لاهم په واک کې پاته شي. د کرزي وياند، ايمل فيضي حتى يو ځل وويل، چې دوى بهتره ګڼي چې د طالبانو دفتر دې په کابل کې وي!! آغلې رباني هم په کابل کې په خپلو خبرو کې د افغانانو په مشرۍ پر مذاکراتو ټينګار کاوه. د دوى په اصطلاح د افغانانو په مشرۍ(د حامد کرزي په مشرۍ) مذاکرات هم د کرزي په ګټه دي، هم د پاکستان او د پاکستان د خوښې وړ ډلوټپلو.

د مذاکراتو اړتيا له هغه چا سره ليدل کېږي، چې پر حالاتو خپل اغېز شيندلى شي. افغانستان کې ډېرې ډلې ټپلې دي، سيمه کې شپږ ګاونډي دي؛ که هرې افغان ډلې (موثر او غير موثر) او هر ګاونډي ته د سولې په خپرو کې د ګډون بلنه ورکړل شي، بيا نو له پيله معلومه ده، چې هر لورى به خپلو ګټو په سې سرګردانه وي او سولې به سر خوړلى وي. د افغانستان د سولې بهير ښايي د کلي خيرات ونه ګڼل شي، چې هر چاته دې د ګډون بلنه ورکړل شي، يوازې هغه دې ګډ شي، چې اغېز شيندونکي دي. ښايي يو ځل بيا پر دې ټينګار وشي، چې د افغانستان د مسئلې دوه لوري دي، امريکا او طالبان. که دا دوه لوري کوم حل ته سره و نه رسېږي، سوله نه شي راتلاى، که نور ګرد موافق هم وي، څه فرق به را نه شي؛ او که دا دوه اصلي لوري (طالبان او امريکا) پر يوې خبرې سلا شي، هرو مرو به سوله راشي که نور مخالف هم وي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x