نظــر

جنرال علومي خانه پام کوه!

طلحه کلیوال
د سره ښکیلاک د غلامۍ کرکه دې لا د افغان ولس نه ده هېره کړې!

په اسلامي نړۍ کې افغانان په اسلامپالۍ، په دین مین او د غیرت په خویونو یادیږي، تل یې د دین او هېواد د ساتنې او د اسلامي لویو ارمانونو د تر لاسه کولو په برخه کې بې درېغه سرښندنې او قربانۍ کړې دي، چې تر ننه يې خپل ویاړلی تاریخ ژوندی ساتلی دی.

په معاصر تاریخ کې له فرنگي ښکیلاک څخه پیل د سرو لښکرو او روسي ښکیلاک تر گونډو کولو وروسته دا دی د نړۍ د نني لوی (سوپر) طاقت په وړاندې په ټوله میړانه مبارزه کوي، چې نړۍ ته يې د اسلامي مبارزې او خپلواکۍ د ويښتابه درسونه وړاندې کړل.

همدا د افغانانو شهامت او میړانه ده، چې نړیوالو په ځانگړې توگه اسلامي امت ته د خپلواکۍ او زړوتوب الهام ورکوي، هغوی د غلامۍ او اسارت له ژوند څخه د خلاصون په لوري هڅوي، چې د پروني سره ښکیلاک په وړاندې يې مقاومت او جهاد د منځنۍ اسیا د مسلمانو ولسونو د خپلواکۍ پیلامه وه.

نن چې له یهودي مکار او د اسلام او مسلمان تر ټولو سخت دریځه دوښمن سره لاس او گریوان دي، ډېره لرې نه ده، چې د ازادۍ او خپلواکۍ دا انگازې بیا د نړۍ لرې پرتو مسلمانانو ته ورسوي او د یهودیزم دا لوی طاقت دړې وړې شي.

افغانانو تل د اسلام د سپېڅلي دین د ساتنې لپاره مټې رانغاړلې او په دې لار کې يې د ځان، مال، کورنۍ او هر څه قربانۍ ته په ټول اخلاص او نه ستړي کېدونکي توګه چمتووالی ښودلی دی.

د افغانانو میړانه تل د ښکیلاکگرو او د هغوی د مزدورانو لخوا نادیده اټکل شوې ده، پرون يې د روسي یرغل پر مهال د “هورا” تر شعار لاندې د مجاهدینو هر څه ته په ټیټه کتل او هغه یې د ټولنې شر باله، خو په ډېر لنډ وخت کې (د لسو کلونو په تېرېدو سره) هر څه بدل شول.

روسانو ماتې وخوړه او کمونست پلوه خلقیان او پرچمیان مزدوران يې د افغان مجاهد ولس په وړاندې مخ تورن ذلیل ودرېدل، د خپلو شومو کړنو له امله یې له دې میړني ولسه آن د بخښنې چاڼس هم نه درلود.

افغانانو خپلې وینې نزرانه کړلې او د خپل سپېڅلي جهاد او مقاومت په پایله کې نه دا چې کمونیزم په هېواد کې مات کړ، بلکې د نړې په مخ يې نابود کړ.

د یهودي یرغل او په افغانستان کې د غربي ښکیلاک له راتگ سره سم، بېرته همغه ډنډوره خوره شوه، په پیل کې امریکایانو او د هغوی ملاتړو مزدورانو په ټول زور او شور دا خبره بدرگه کوله، چې د طالب تغر باید د افغانستان له نقشې ټول شي، دا -په اصطلاح- ترهگر او د پرمختگ مانع په دې ماډرنه نړۍ کې نور د اوسېدو ځای نه لري او …

خو د تېر په څېر افغان ولس د خپل باتور مجاهد ملا په کلکه وتړله او یو ځل بیا یې د جهاد د سپېڅلي پیل ملاتړ وکړ، چې دا دی د پنځه لسو کلونو په تېرېدو سره د مجاهدینو لاسته راوړنې او په نړۍ کې يې موقف او مثبته انگیرنه ټولو ته په ډاگه شوه. دا هر څه د اسلامي دین د مینې او د افغاني غیرت او شهامت نخښه ده.

د عین او غین د کاواکه او د امریکايي سفارت لخوا د گډ حکومت د رامنځه کېدو سره سم یو ځل بیا پخواني اسلام دوښمنه خلقیانو او پرچمیانو د یهودي دوښمنانو په ملاتړ د مسلمانانو او مجاهدینو په وړاندې د کرکې او له نفرت ډکو څرگندونو يې داسې معلومیږي، چې دوی له مسلمان او مسلمانانو سره خپله پرونۍ او همیشنۍ دوښمني پالي.

د دیني مراکزو او مدرسو سره د دوښمنۍ په اړه د گوډ شیطان (حنیف اتمر) د مغرزانه څرگندونو پیل بیا د جنرال علومي، جنرال مراد، جنرال امرخیل او نورو کمونیستي جنرالانو له پارونکو څرگندونو داسې معلومیږي، چې له مجاهدینو او مسلمان ولس سره یوازې دوښمني د اسلام پالنې له امله ده.

تېره ورځ علومي د مشرانو جرگې په استجوابیه غونډه کې په ټوله سپین سترگۍ وايي، ما خپلو پولیسو ته امر کړی دی، چې په طالب رحم و نه کړي او تر محسبه يې و نه رسوي!!

دا او دې ته ورته څرگندونې او د مجاهد په نوم دوښمني د کمونیست پلوه خلقیانو او پرچمیانو همغه د خپلو پرونۍ رټنې او سپکوالي انتقام دی، چې له دې میړنی او غیرتمند ولس څخه يې اخلي.

د علومي او د علومي په څېرو نورو کمونیستي جنرالانو به دا خبره هېره نه وي، چې څوارلس کاله مخکې هغه مهال چې یهودي ښکیلاکگرو د ډیموکراسۍ د ډنډورې په بدرګه په افغان ولس او خاوره یرغل وکړ، د مسلمان او مجاهد د نابودۍ خبرې يې په ټوله زړورتیا بیا بیا تکرارولې.

خو افغان ولس په ځانگړې توگه همدې سپېره طالب جان داسې درسونه ورکړل، چې د امریکا تاریخ به یې تل یاد ساتي او خپلو بچیانو ته به له دې میړني ولس سره د نه ټکر توصیه کوي.

د عین او غین د گډ حکومت د مشرانو په څېر به امریکا ته نور ورتلونکي میلمانه هم تر ډېرې مودې د گوډو، ړنډو، ماتو او معیوبو امریکايي عسکرو لیدنې کوي او د افسوس اوښکې به پرې تويوي.

زه یو ځل بیا جنرال علومي ته وریادوم، چې د مسلمان له دوښمنۍ لاس واخله، پرونۍ سرې لښکرې دې یاد ساته، هغه چې تا یې تر سیوري لاندې په لوی کندهار کې د زرگونو مسلمانانو وینې تویې کړې او د نن په څېر دې خپله مزدورانه دوښمني اعلان کړې وه، خو بیا دې هم د مسلمان افغان سر ټیټ نه شو کړلای!!!

همغه مجاهدین لا ژوندي دي، زامنو يې هم د دوی په پله پل ایښی، که پرون ته د روسي ښکیلاکگر مزدور وې او د کمونیزم پلانونه دې پلي کول، نن د یهودي ښکیلاک په چوپړ کې يې.

خو افغان ولس همغه مسلمان ولس دی، خپله مبارزه تل د اسلام د دفاع او د هېواد د خپلواکۍ لپاره کوي، هغه ته روسی او امریکايی یوه څېره ده، تر هغه به ورسره مقاومت کوي، چې له دوو ښېگڼو یوه لاسته راوړي، یا خپلواکي تر لاسه کړي او یا هم د همدې خپلواکۍ په لار کې سپېڅلی شهادت!!!

ټیټ مې مه بوله غورځنگ راباندې مه کړه

زه په دې افتادگۍ کې لوی گړنگ یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

ماشالله جزاك الله خیرا جزا و ألف خير

محمد

ددۍ چوپړیانو زړونه پر چاودیدو دی ځکه داسی خبری لیکی کله یی سر یو کافر او کله بل ته ټیت کړي چې دا د غم چوکۍ تر لاسه کړي دوی شرم ، ننګ او ناموس په کار نه لری خو خیټه یی باید ډکه وی په دۍ هم نه شرمیږی چې زوړ بادار یی پریښود او اوس د هغه چا غلامی کو ی کوم چې دوی لوی خائن باله قاتل الله الکفرین ومن تبعهم اجمعین

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x