نظــر

ددفتر او دسنګر طالب! ‏(۱)‏

TALIBAN TALKING TO MEDIAداسلام او مسلمانانو برم، لوړوالی، ځواکمني او بریالیتوب په یووالي کې نغښتې، بلکې هر کور، هر کلی، هره ډله، هر خوځښت، هر ټبر او هره واکمني هلته له بشپړې نیکمرغئ او ځواکمنئ نه برخمن کېدای شي کله چې یې دغړو تر منځ دخواخوږئ، یو له بل نه ځارېدنې، او یو له بل سره دمرستې کچه خپل لوړ پوړ ته ختلې وي، له همدې کبله داسلام مبارک دین پر یووالي خورا ډېر ټینګار کړی، دانساني تاریخ په اوږدو کې هر وخت که کومه واکمني تر ډېره پورې ټینګه پاتې شوې، یو لوی لامل یې یووالی او یو موټیتوب په ګوته کېدای شي،

او ددې برعکس هر هغه ځواک او خوځښت چې درز پکې پیدا شوی، دغړو تر منځ یې دخوابدئ او کرکې زړي کرل شوي، په ډېر لږ وخت کې دبېلتون توپاني او مرګونو څپو په سر اخیستي دي، له همدې کبله داسلام او مسلمانانو دښمنان تل هڅه کوي تر څو دمسلمانانو په ځانګړي ډول دهغو تر منځ دبیلتون اور بل کړي کوم چې ددوی دشومو موخو پر وړاندې خنډونه جوړوي، یا دوی ته خنډ ښکاري، او تر ډېره پورې اوس مهال په نړئ کې داسلام غلیمان دځان په ګټه له همدغه لارې ښې لاسته راوړنې لري، دوی هغه خبره چې وايي: ( فرق وسد ) بېل یې کړه اېل یې کړه، په ډېره ښه توګه پر اسلامي هېوادونو پلې کړې ده، نن یې دمسلمانانو دیو غښتلي بدن غړي یو له بل نه سره جلا کړي، دیوه کور غړي او وروڼه یې په خپلو کې یو له بل نه پردي کړي، هر غړي ته یې دګوښي بدن نوم ورکړی، او هر یو ته یې داسې تر سترګو ور وستلې چې ګواکی ته تر نورو غښتلی، پیاوړی او ښاغلی یې، هو تر هغه مهاله تر څو چې زمونږ خبره اورې او پلې کوې یې، که نه بیا نو دباد بڼکه یې! له همدې کبله داسلامي هېوادو واکمنان په خپلو کې سره اخته، یو او بل ته په اور کې خېژي، هر یو دخپلو ځاني ګټو دلمنځه تللو ویر کوي، هر یو تر ستوني پورې دخپلې ځانځانئ  په بوین ډنډ کې ډوب دی!

په دې خو ټوله نړئ او ګران غیرتي ولس پوه اوخبر دی، چې دنیواکګرو په وړاندې افغان ولس چې داسلامي امارت په مشرئ کوم جهاد پیل کړی نیواکګر یې خورا ډېر بېرولي او ترهولي، دوی له پیله په دې هڅه کې وو تر څو داسلامي امارت په لیکو کې په یو ډول نه په یو ډول ګډوډي را منځ ته او مجاهدین په خپلو کې سره واچوي، کوم څه ېې چې له روس سره دجهاد پر مهال پلي کړل، مګر دلوی الله جل جلاله په لویه او پراخه مرسته، دغیرتي او پردین مین ولس په لوړ همت او داسلامي امارت دځیرکو اوغیرتي مشرانو او مجاهدینو په بې دریغه هڅو، سرښندنو او ریښتینولیو تر اوسه پورې ددوی له پرله پسې شومو، ژورو، پراخو او ځواکمنو هڅو سره سره دمجاهدینو په لیکو کې په درز اچولو نه دي بریالي شوي، او تر پایه به همداسې شرمېدلي، سرکوزي او خړسترګي تش لاس پاتې کېږي، ان شاء الله.

په ځانګړي ډول ماتې خوړلي غلیم او ورسره ټیټ همته ګوډاګیانو یې دا څو کاله دنومیالئ اوجهادي څېرې ښاغلي حقاني صیب د ډلې په نامه رنګارنګ درواغو او اوتو بوتو ته زور ورکړی، وخت پر وخت په هره ناسته پاسته، بلکې په رسنیو کې دمرکو او خبرونو له لارې  حقاني صیب له امارت نه جلا بولي، ولس او نړیوالو ته داسې په پام کې ورولي چې ګواکي حقاني صیب له امارت نه بیل دی، که څه هم چې ددوی په درواغو، پوچو او تشو بې ځایه څرګندونو ټول ولس پوهېږي مګر بیا هم څه وخت مخکې کله چې ښاغلي سراج الدین حقاني صیب چې د حقاني صیب مشر زوی او داسلامي امارت له وتلو او غښتلو مشرانو څخه دی په خپله هغه مرکه کې چې دبي بي سي له لارې خپره شوه او ټولو واورېده په رسا او غوڅه توګه په ډاګه وویل چې مونږ داسلامي امارت یوه برخه یو، په هېڅ ډول له هغوی نه نشو جلا کېدی، زمونږ نظامي تګلاره او پرېکنده بریدونه داسلامي امارت دنظامي تګلارې او شورا یوه برخه، او هر څه په ګډه سلا مشوره تر سره کېږي، په دې سره دټولو نیواکګرو، ګوډاګیانو یې او هغو پلورل شوو رسنیو مخونه خړپړ شول چې شپه او ورځ به یې ددرواغو سورڼي غږول، مګر دوی شرم نه لري، هغه دخلکو خبره دشرم سترګې یې خوړلې دي، له دې سره سره بیا اخته، وخت پر وخت بیا همدا بدلې بولي.

دادي اوس دوروستیو پېښو له توسنه ورو ورو یوه بله لوبه پیل شوې، هغه دا چې کله اسلامي امارت ته له نېږدې لس کاله ډول ډول ستونزو او کړاوونو ګاللو وروسته دسیاسي خوځښت یوه په زړه پورې بریالئ موکه په لاس ورغله، او اسلامي امارت هم له دغه موکې نه په ګټې اخسیتو سره خپل وړاو سم غبرګون وښود، په سیاسي ډګر کې یې هم دهغه اړین سنګر پرانیستلو هوډ وکړ چې دغه لس کاله ترینه بې برخې وو، داسې یو سنګر ته له خورا مخکې نه ډېره اړتیا لیدل کیده، مګر زبون وهلي غلیم چې دزور او ځواک تشه نېشه یې سر ته ختلې وه، غوښتل ستونزې یوازې او یوازې  دسوک او لغتې له لارې هوارې کړي، اوس پس له لس کاله درب خرپ نه یې چې کله سد سر ته ورغی، نیشه یې ورکه شوه، پوه شو چې ستونزه په ستونزو نه هوارېږي، نو له ناچارې ورځې یې هغه څه ته غاړه کېښوده بلکې خپله یې په ځلونو ځلونو غوښتنې وکولې کوم چې په خوب کې یې هم نشوای زغملای، له دې سره سره بیا هم پر خپل ځای نه کینې بلکې لګیا دی دخپلې شرمېدلې ماتې دپټولو لپاره اوس بل ساز کوي، دخپلو په ډالرو اخیستل شوو رسنیو له لارې یې ګډو وډو ته مخه کړې ده، دا خو لا څه چې ځینې له رېښتینو پېښو نه ناخبره کسان هم کله یو څه او کله بل څه وايي، کله وايي دسنګر طالبان به دسولې خبرې ونه مني، ځکه هغوی قربانئ ورکړې دي، هغوی ستونزې او کړاوونه ګاللي دي، هغوی هغه کړي او دغه یې کړي! کوم کسان چې سوله کوي او یا سوله غواړي دا ددفتر طالبان دي! ځینې بیا وايي چې پلانی ښه نه دی، بیستانی ښه دی! پلانی نه پوهېږي پلانی ښه پوهېږي! باید داسې شوي وای، هسې شوي وای، باید داسې وشي، هسې وشي!دا ټول هغه بې ځایه او بې موخې او تشې خبرې دي چې له رېښتینو پېښو سره په هېڅ ډول اړخ نه لګوي.

په دې ټول پوهېږي چې دامارت په مجاهدینو کې دسنګر او دفتر توپیر نه اوس شته او نه مخکې و، کوم څه چې ټولو ولیدل او ویني یې، ددفتر سړی یې دسنګر سړی، او دسنګر سړی ددفتر سړی دی، او همدا ددوی دبریا لوی لامل و او دی، هو دا سمه ده چې دکارونو دسمون او په سمه توګه پر مخ بیولو لپاره به هر چاته خپله خپله دنده سپارل شوې وي، هر څوک به دخپلې ورسپارل شوې دندې په ترسره کولو کې خپله وسه کوي، خو ددې تر څنګ دستونزو په هوارولو او دچارو په پر مخ بیولو کې هر وخت یو او بل ته دټینګې ورورولئ، ژورې خواخوږئ او رېښینو مرستو لاسونه ورکوي، کله که اړتیا وي نو یو کس پرته له دې چې ووایي ولې؟ په پراخ تندي او سړه سینه له یوې دندې نه بلې ته دمشرانو د اړین بللو او وړبللو پر بنسټ غاړه ږدي او په پوره او بشپړه رېښتینولئ سره هغه پر مخ بیايي.

هو! داچې دامارت هر مجاهد هم ددفتر او هم دسنګر مجاهد دی تر ټولو ښکاره بېلګې یې  وخت پر وخت دغلیم له خوا دامارت دلوړ پوړو مجاهدینو شهېد کېدل او بندي کېدل په ګوته کېدای شي، هغه مجاهد چې نن په دفتر کې ورته اړتیا ده په دفتر کې دی، سبا که په سنګر کې ورته اړتیا ولیدل شي بیا به په سنګر کې وي، هغه مجاهد چې پرون په سنګر کې ورته اړیتا وه په سنګر کې و، نن که په دفتر کې ورته اړتیا ولیدل شي په دفتر کې  به وي،  ټول ولس او نړئ ولیدل چې اتل شهید مولوي اختر محمد عثماني صیب دامارت له لوړ پوړو مشرانو څخه، بلکې دلوړپوړو مشرانو په سر کې و، دهلمند په ګرمو سنګرونو کې یې دشهادت پیاله په سر واړوله، همداسې له دینه مخکې ریښتینی او بختور شهید مستصعد صیب چې دقلمي او ژبنې جهاد تر څنګ یې دسنګر دوړې دځان لپاره ویاړ بللې، په سنګر کې دشهادت له لوړې نېکبختئ نه برخمن شو، داسلامي امارت مشرانو کله هم چوکئ او واک ته زړه نه دی ښه کړی، بلکې واک او ځان یې داسلام او ولس له ګټو او لوړو ارزښتونونه ځار کړی دی، مونږ ګورو چې همدا اوس په لسهاوو دامارت پیاوړي، وتلي او نومیالي مشران دګوانتانامو په کرغېړن بند کې دنړئ خورو ځناورو تر لاس لاندې دپردیسئ، بېوسئ او بیوزلئ تر څنګ له رنګارنګ ستونزو او کړاوونو نه ډک ژوند تېروي، دیته ورته نورې ګڼې بېلګې شته، کومې چې په رسا توګه ښيي چې په امارت کې دسنګر او ددفتر دمجاهد تر منځ توپیر نشته، دامارت دواکمنئ پر مهال ټولو لیدل چې ولسوالانو، والیانو آن وزیرانو به په ګرمو سنګرونو کې شپې سبا کولې، او دا یې دځان لپاره ویاړ ګڼلو، او نن هم دچارو اړتیا او اړینتیا ته په کتو سره سم همداسې کېږي.

زه پوره باوري یم چې دغه اوس هم هغه مجاهدین چې سیاسي، فرهنګي، مالي، روغتیايي او دزده کړې چارې پر مخ بیايي هر یو یې دېته لیواله دی چې سنګر ته لاړ شي، دبارودو لوګئ، دبمونو درزهار او ګړبهار، دسنګر دوړې او ګردونه، دتورو پړکهار اودغشو شڼهار سل ځله له تودو شپو او پستو بسترو نه غوره بولي، که دمشر خبرو ته دغاړه اېښودو اودهغه دخبرو منل چې یو شرعي حکم او جهادي موخو ته درسېدو بنسټ دی نه وای نو اوس به ډېرو کسانو د سنګر په لوري ځغاستل، مګر داسې شونې نه ده چې ټول دې له یوې مخې یو سنګر ته لاړ شي، جهاد یوازې دتورې او ټوپک په مټ نه بلکې له تورې او ټوپک سره قلم او ژبه، سیاست او زده کړه تړلي دي، پرته له دې کله هم نشي کېدای هغه موخې چې دهغو لپاره جهاد روا شوی او پیل شوی تر لاسه شي.

ننئ جهاد ګڼو سنګرونه اړتیا لري، یوازې جګړییز سنګر نه، بلکې سیاسي سنګر، مالي سنګر، فرهنګي سنګر، روغتیايي سنګر، دزده کړې سنګر، په دغه ټولو سنګرو کې باید مجاهد تیارسی ولاړ وي، داسې نه چې ټول یو سنګر ته را غونډ شي، او نور تش پرېږدي، کوم څه چې نه یې عقل او نه یې شرعه مني.

لیکوال: اتل مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x