
شکريه بارکزۍ: اجرايوي ریاست قانوني حیثیت نه لري
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وايي چې د ګډ حکومت په جوړښت کې اجرايوي ریاست قانوني حیثیت نه لري او دا اداره یې یو ناقانونه جوړښت وباله.
شکريه بارکزۍ چې اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله څه موده وړاندې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له مشرۍ ګوښه کړه نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د اجرايوي ریاست لپاره باید بودیجه بېله نه شي او په خبره يې د قانون له مخې دغه ریاست هیڅ بودیجوي واحد نه شمېرل کېږي.
د پارلمان دې وکیلې وړاندې وویل چې د اجرايوي ریاست لپاره د بودیجې ځانګړي کول «ملي خیانت» دی، چې باید ونه شي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د شکريې بارکزۍ له څرګندونو سره همغږي وښوده او ويې ویل چې ګډحکومت اساساً له قانون سره په ټکر کې دی.
تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې مشر ګډ حکومت د امریکا د سفارت تولید ګڼلی و او ویلي يې و، چې یو نا قانوانه جوړښت دی.
ګډحکومت د تېر کال د تلې په اومه د امریکا په سفارت کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر او پخواني ولسمشر حامد کرزي په شاهدۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې په نوښت رامنځ ته شو.
شکريې بارکزۍ تر دې وړاندې هم له یوه خصوصي تلویزون سره په خبرو کې ویلي و، چې اجرايوي رییس د اشرف غني په لاسلیک ټاکل شوی او له دندو نه د چا د ګوښه کولو صلاحیت نه لري.
عبدالله عبدالله هغه مهال د بارکزۍ د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې اجرايوي ریاست د «چا لخوا» ډالۍ نه ده ورکړل شوې، بلکې د نوموړي «قانوني» حق دی.