افغانستانخبرونه

جانداد سپين غر د ټاکنیز سمون د کمېسیون مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غوايي۲مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ګډحکومت د اجراییه ریاست فرهنګي سالاکار، فاضل سانچارکي په خپلې فېسبوک پاڼې کې په ډاګه کړه چې جانداد سپین غر د ټاکنیز سمون د کمېسیون مشر ټاکل شوی. ښاغلي سانچارکي دا نه ده څرګنده کړې چې سپين غر ټاکنه د ګډ حکومت د کوم اړخ په خوښه شوې ده.

تر دې وړاندې ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې غړې، شکریه بارکزۍ د ټاکنیز کمېسیون د مشرې په توګه نومولې وه؛ خو د ګډحکومت د اجراییه ریاست د مخالفت له امله ولسمشر اړ شو چې د آغلې بارکزۍ له ټاکلو تېر شي.

جانداد سپین غر له دې وړاندې د «افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ» مشر و. د ټاکنیز کمېسیون د ریاست څوکۍ د ګډ حکومت د دوو اړخونو ترمنځ له لانجمنو پوسټونو څخه شمېرل کېده.

په تېر سپټمبر کې د ټاکنیزو لانجو پر مهال د د «ملي یووالي» په نامه د ګډ حکومت په هوکړه لیک کې راغلي چې د ګډحکومت دواړه غاړي به د کابینې له تشکیل ژر وروسته د ټاکنیز کمېسیون پر جوړولو کار شروع کوي.

دا لا نه ده معلومه چې د نوي کمېسیون د دندو او واکونو حدود کوم دي. د ټاکنیز کمېسیون اصلاح په خپله د ګډ حکومت د دواړو اړخونو ترمنځ له لانجمنو مسئلو څخه دي.

د ټاکنیز کمېسیون یا د ټاکنو د میکانیزم سمون په خپله د ګډحکومت دواړو غاړو ترمنځ ناجوته مسئله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x