افغانستانخبرونهنړۍ

مسلم دوست: د جلال اباد پېښه د «سیمې استخباراتو» کار و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غوايي ۲مه، ۱۳۹۴ل): تېره اوونۍ د جلال اباد ښار کابل بانک او ښاروالۍ وادنیو ته څېرمه دوې چاودنې وشوې چې په پایله کې د رسمي شمېرو له مخې تر ۳۵ملکي وګړي ووژل شول او له ۱۰۰ زیات ټپیان شول. له پېښې ژر وروسته د فېسبوک په خواله رسنۍ کې یو مجهول حساب د پېښې پړه ومنله. ځینو رسنیو دا پېښه پر همدې دلیل د «اسلامي دولت» ډلې کار وګاڼه.

د ګډحکومت مشر، اشرف غني چې د پېښې په سبا ایران ته په سفر ولاړ، دا کار د داعش وباله.

سره له دې چې له رسنیو سره کره شواهد نه وو؛ خو په عراق او سوریه کې د فعالې «اسلامي دولت» ډلې لاس په کې ښوول کېده.

پژواک خبري آژانس ادعا کوي چې نن د «اسلامي دولت» ډلې یوه غړي، عبدالرحیم مسلم دوست له دوی سره په خبرو کې په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي. ښاغلی مسلم دوست وايي: «موږ دغه پېښه [ننګرهار حادثه] په کلکه غندو، د اسلامي دولت وسله وال ملکي وګړي او عام خلک نه وژني».

مسلم دوست په پېښه کې د سیمې د استخباراتي کړیو لاس بولي؛ خو د کومې ځانګړې استخباراتي شبکې نوم نه یادوي. په خواله رسنۍ کې چې کوم حساب د پېښې پړه منلې وه، د حساب نوم «شاهدالله شاهد» و. شاهد د «تحریک طالبان پاکستان» پخوانی ویاند و چې وروسته یې له «اسلامي دولت» ډلې سره بیعت وکړ. عبدالرحیم مسلم دوست وايي: «هغه [شاهد] له ساحې څخه بهر وي، ټیلیفون او انټرنیټ ته لاسرسی نه لري، د پاکستان استخباراتو د هغه له خوا په جعلې توګه د مسوولیت اخیستو پیغامونه لېږلي وو».

مسلم دوست زیاتوي، چې د «اسلامي دولت» ډلې مشر، ابوبکر البغدادي له دغسې پېښو سره مخالف دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودمحمود

كه دولت اسلامي يي ومني او كي ونه مني خو د دولت اسلامي وجود په افغانستان
كي نه جهاد ته تقويه وركوي او نه كفر كمزوري كولاي شي بلكه دحسد
او منافرت اواختلافاتو ته شه غشتلي لامل او سبب گنل كيژي
زه من حيث يوافغان دا وايم چي ددولت اسلامي وجود په افغانستان
كي ددولت اسلامي پرخلاف نفرت ته وده وركوي.

پتیالی مجاهد

مسلم دوست صیب تاسو هم لکه چې د مسلمان پرځای د پیسو دوستي غوره کړې، ځکه د څو ټنګو په بدل کې چې داعش موجیبونو ته در غورځولي اوس دداعش له سفاکې څیرې څخه د وینو خاپونه لرې کوئ. که د جلال آباد پېښې ته پرتوګ ور واغوندئ او زمونږ د مظلوم ولس وینې په دواعشو وپلورئ، نو په سوریه او عراق کې خو د هغوی مسلمان وژنه له هیڅ مسلمان څخه پټه نه ده، چې وروستۍ بیلګه یې د ابوماریه القحطاني په شمول د ۴۵ سني مجاهدینو وژنه وه چې داعش په سوریه کې د انتحاري برید په ترڅ… نور لوستل »

hikmat

الله دي زمونك وطن جور كري

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x