ټکنالوژي

اپل دوه اونیو کې له سمارټ ساعتونو څخه دوه میلیارده ډالر ګټلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۴ل): د ټکنالوژي برخې څیړونکو په وینا د اپل کمپنۍ نوي سمارټ ساعتونه د کاروونکو له تود هرکلی سره مخامخ شوی.

د اپل کمپنۍ دغه نوي سمارټ ساعتونه که څه هم د اپل له سمارټ فون پرته د استعمالیدو وړ نه دي خو بیا هم د دغې کمپنۍ یو له ډیرو پلورل شوو تولیداتو څخه دي.

د اپل کمپنۍ ټول نوي تولید شوي ساعتونه یوازې په څو دقیقو کې وپلورل شو او دغه کمپنۍ د سمارټ ساعتونو له وړاندې کولو څخه ډیره زیاته ګټه ترلاسه کړی.

د اپل کمپنۍ ټول ساعتونه یوازې څو دقیقو کې وپلورل شو او دغه کمپنۍ اوس د نورو کاروونکو د غوښتنو پوره کولو لپاره نور سمارټ ساعتونه جوړوي کوم چې به څو اونیو کې پیریدونکو ته ولیږدول شي.

اپل کمپنۍ رسنیو ته وویل چې دوي هم فکر نه کوه چې د دوي نوي سمارټ ساعتونه به په دې کچه د کاروونکو له هرکلی سره مخ شي. اپل کمپنۍ وویل چې د تقاضا زیاتوالی له امله د جون تر میاشتې نشي کولی دغه سمارټ ساعتونه کاروونکو ته وړاندې کړي.

د ځينو راپورونو پر بنسټ یوازې یوې ورځې کې د اپل یو میلیون سمارټ ساعتونه په امریکا او پاتې یو میلیون يي د نړۍ په نورو برخو کې وپلورل شو.

د اپل کمپنۍ سمارټ ساعتونو طلايي ماډلونه چې بیه يي ۲۰ زره امریکايي ډالر و په چین کې له یو ساعت څخه لږې مودې کې وپلورل شو.

د ځینو راپورونو پر بنسټ په یو ورځ کې د اپل کمپنۍ له درې میلیونو څخه زیات ساعتونه پلورل شوي چې له دې جملې څخه ۱.۸ میلیونه ورزشي ساعتونه، ۱.۳ میلیونه فلزې بند لرونکي ساعتونه او ۴۰۰۰۰ طلايي ساعتونه شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x