ټکنالوژي

وینډوز ۱۰ د وړاندې کیدو دقیقه نیټه افشا شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۴ل): څه موده وړاندې مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی و چې دغه کمپنۍ به خپل نوی اپریټنګ سیسټم وینډوز ۱۰ به راتلونکی اوړی په ۱۱۱ ژبو د نړۍ ۱۹۰ هیوادونو کې کاروونکو ته وړاندې کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ خپل د نوی اپریټنګ سیسټم وړاندې کولو دقیقه نیټه نه وه ښودلې خو تیره ورځ د اې ایم ډي (AMD) کمپنۍ مدیر په غلطۍ سره یوې مرکې کې د دغې اپریټنګ سیسټم وړاندې کیدو دقیقه نیټه افشا کړه.

د دغې مدیر په وینا د وینډوز ۱۰ وروستۍ نسخه به د روان زیږیدیز کال د جولایي میاشتې وروستۍ ورځو کې به نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

نوموړی د یوې سوال په ځواب کې چې د دغې کمپنۍ د محصولاتو پلورلو په اړه پوښتل شوی و وویل:« لکه څرنګه چې وینډوز ۱۰ به د جولايي میاشتې په وروستیو کې بازار ته وړاندې کیږي نو لومړۍ مونږ غواړو وڅیړو چې د دغې وینډوز وړاندې کیدل زمونږ په تولیداتو څه ډول اثر لري نو د همدې لپاره به مونږ د جولايي له وروسیتو ورځو څخه د سپټمبر تر وروستیو ورځو انتظار کوو.»

کیدی شي دغه نیټه دقیقه نه وي خو دغه کمپنۍ له مایکروسافټ کمپنۍ سره هر ډول پټ او ښکاره معلومات شریکوي تر څو وکولی شي په موقع خپل هارډوییر کاروونکو ته وړاندې کړي.

اوس مایکروسافټ کمپنۍ د وینډوز ۱۰ یو نسخه کاروونکو ته د ازموینې په موخه وړاندې کړی او ډیر ژر به دغه کمپنۍ د دې اپریټنګ سیسټم وړاندې کولو دقیقه نیټه وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x