شعـــــرونه

پيدا كړی خداي د سر له پاسه سر دی- رحمان بابا

دنيا دار كه مستغني په سيم وزر دی
هنرمندو سره ګنج دخپل هنر دی

بيهوده به زورور  وځان ته وايي
د دنيا سړي كه هر څو زورور دی

هسي مه وايه چي زه يم په جهان كي
پيدا كړی خداي د سر له پاسه سر دی

ځيني ځيني يې وليان پيغمبران كړل
نه چي هر سړی ولي او پيغمبر دی

كه د عمر و رفتن ته څوك نظر كړي
دابه وايي چي افتاب د ماځيګر دی

چي يې سر په ځمكه ایښی وي ويار ته
په اسمان باندي ختلی لكه لمر دی

د ريا خرقه خداي مه كړه ور په غاړه
رحمان كوږ دستار تړلی قلندر دی
(رحمان بابا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x