افغانستان

طالبان: د جلال اباد له پېښې «کابل حکومت» ګټه پورته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په خپله اوونیزه تبصره کې د جلال اباد د پېښې پړه پر ګډ حکومت اچولې ده. په تبصره کې راغلي دي چې ګډحکومت له دغه ډول پېښو څخه د خپلو اهدافو لپاره کار اخلي.

طالبانو پخپله تبصره کې ګډحکومت د دې ډول پېښو په اړه په بې غورۍ تورن کړی دی او ويلي يې دي چې کابل اداره نه یوازې د دا ډول د پېښو د مخنیوي په اړه کوم پلان نه لري، بلکې «داسې هم ویل کېږي چې دا د نوموړې ادارې او د هغې دبادارانو مشترکه دسیسه ده، غواړي چې پر مخالفینو د فشار په موخه ابزاري استفاده ورځنې وکړي.»

د وري په ۲۹مه په جلال ابا ښار کې غبرګو چاودنو ۳۵ تنه ملګي وګړي ووژل او تر سلو ډېر يې ټپیان کړل، چې ګډ حکومت يې پړه د اسلامي دولت په غاړه واچوله.

طالبانو ویلي چې ګډ حکومت دا ډول پېښې د وسیلې په توګه کاروي، خو وايي چې دا ډول تبلیغات «زوړ امریکايي ميتود» دی چې هيڅ اغېز نه لري.

دوی په بدخشان کې د اشرف غني هغې وینا ته چې طالبان باید د «ولس» او «نړیوالو تروریستانو» ترمنځ یو وټاکي، وايي چې دا یو عجیبه «بې منطقه استدلال» دی چې «امريکايي اشغال ته غاړه کېږدو او ګوډاګۍ اداره انتخاب کړو.»، دوی د پوښتنې په ډول پوښتې چې «ایا د دې منطق غوښتنه تسلمېدل نه دي؟»

طالبانو د تبصرې په پای کې د امریکا په مشرۍ د ناټو یرغل د ټولو ناخوالو جرړه بللې او ويلي يې دي چې د امريکا او ګډ حکومت له لوري د طالبانو په خلاف د تبلیغاتو په نتېجه کې لکونه افغانان ووژل شول او لاهم دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x