ګوګل کروم به نور د وینډوز ایکس پي (XP) کاروونکو ته نه وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۴ل): د ګوګل کمپنۍ اعلان کړی چې یوازې د روان زیږیدیز کال تر پایه به خپل براوزر د وینډوز ایکس پي کاروونکو ته وړاندې کړي.

د راپورونو پر بنسټ د ګوګل کمپنۍ بازار موندنې مدیر رسنیو ته ویلي چې د کروم اپډیټ او نوي ورژنونه به یوازې د ۲۰۱۵ز کال تر اخره د وینډوز ایکس پي کاروونکو ته وړاندې شي.

ګوګل کمپنۍ دوه کاله وړاندې هم اعلان کړی و چې د مایکرسافټ له اپریټنګ سیسټم وینډوز ایکس پي ۲۰۰۷ څخه به د ۲۰۱۵ز کال تر اخره ملاتړ کوي.

د ګوګل کمپنۍ دغه مدیر رسنیو ته وویل چې کاروونکي نه غواړي چې د مایکروسافټ کمپنۍ نوی اپریټنګ سیسټم وکاروي او هره ورځ په میلیونونه کاروونکي وینډوز ایکس پي استعمالوي.

د دې لپاره چې وینډوز ایکس پي تر دې دمه ډیر کاروونکي لري نو ګوګل کمپنۍ هم غوښتل چې د اوږدې مودې لپاره خپل براوزر د دغې اپریټنګ سیسټم کاروونکو ته وړاندې کړي.

له ګوګل کمپنۍ څخه وړاندې خپله مایکرسافټ کمپنۍ هم په ۲۰۱۴ز کال کې اعلان کړی و چې له دې وروسته به له وینډوز ایکس پي څخه ملاتړ نه کوي.

مایکروسافټ کمپنۍ غواړي چې خپل د پخواني اپریټنګ سیسټمونو کاروونکو شمیر لږ کړي او کاروونکي مجبور کړي چې د دغې کمپنۍ نوی اپریټنګ سیسټم ښکته کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د