له مسلمانانو سره د عمر رضي الله مینه او خواخوږي

حامد افغان
د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د ژوند کیسې ډېري عجیبه دي، په ځانګړې توګه د خلافت او واکمني د مهال پېښي او حالات یې ډېر عجیبه دي، د ده د ژوند په هره کیسه کې د ده د عدل او له مسلمانانو سره د خواخوږي او میني په ټولو پېښو کې د عامو مومنانو له پاره د عبرتونو او پندونو ډېر څه پراته دي، دلته یوې مهمي نکتې ته توکه باید وکړو هغه دا چې د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د ژوند حالات او د ده د عدل کیسې یواځي د وخت د واکمنو له پاره باید ونه بلل شي.

د بېلګي په توګه دلته له مسلمانانو سره د ده د خواخوږي یو دوه کیسې را اخلو اوس د ده په دې کیسو کې د هر مسلمان له پاره د پند او عبرت مواد شتون لري او دا باید په واکمنو پوري ځانګړي نه کړل شي، ځکه هر مسلمان باید د بل مسلمان له پاره خواخوږي او مینه ولري هر مسلمان باید له خپل وس سره سم له غریبو او نادارو خلکو سره مرسته وکړي، د دې نکتې وضاحت مې ځکه مهم وباله چې یو خو باید هر څوک د خپل وس په اندازه د خپل مسؤلیت ادراک او احساس وکړي، کله چې د عمر بن الخطاب رضي الله عنه کیسې اوریدل کیږي نو خلک یې د واکمنو لورته کږوي، هغوی ته یې هسي هم زړونه پاخه وي او دلته یې په هغوی کې په سپکو او سپورو ویلو سره تش کړي، وه خلکو! موږ ټول د خپل وس په اندازه مسؤلیت او مکلفيت لرو، عمر رضي الله د چم او ګاونډ او خپل ښار د خلکو د حالت پوښتنه او ګرويږنه کوله دا کار ډېری مسلمانان کولی شي.

او بل مې دا نکته ځکه مهمه وبلله چې خلک فکر ونه کړي دا کیسې به د وخت ځیني واکمنو ته بیانوو، د دې واکمنو لاري بيلي دي دوی ته د عمر کیسې بیانول د شرم خبره بولم، ځکه د دوی احساس مړ او د ضمیر په نوم انساني جوهر نه پیژني، له دوی نه د مسلمانانو مال او ویني خوندي نه ده پاته د مظلومو او بې وزله خلکو په شتمنیو او سرونو لا بلوسي نو له دوی نه د خیر او عدل او له بې وزلو سره د مرستي هیله لرل ساده ګي ده.

د عمر د خواخوږي کیسې

یو وخت په مدینه منوره او سیمه کې کاختي راغله او خلک سخت وږي شول، د نورو مختلفو مرستو په ترڅ کې یوه ورځ اوښان حلال شول او خلکو ته غوښي وروویشل شوې، د اوښانو کَو، ینه او لړمون یې ځان ته پاخه شوي وو او په یوه لوی لوښي کې یې عمر رضي الله عنه ته راوړل، هغه ورته وویل: که زه دا وخورم نو ډېر بد امیر به یم، ځکه خلکو ته مو غوښه او هډوکي وروویشل او زه به پستې غوښي خورم! هغه یې لري کړل او له تیلو سره یې ډوډۍ وخوړله، وروسته یې خپل غلام ته وویل: په سمغ نومي ځای کې یوه کورنۍ ده د هغوی حال پوښتلو ته دا دری ورځي زه نه یم ورغلی هغه ماته م. چې کومه پسته غوښه پخه کړې وه هغه هغې کورنۍ ته وروړنو. صفة الصفوه ۲۸۱/۱.

یو وخت د شپې په تیاره کې ووت، د طلحه په نوم یوه کس یې پټه څارنه کوله دی یوه کور ته ورغی څه وخت هلته و بیا ولاړ، طلحه وایي: سهار زه هغه کورته ورغلم په کور کې یوه زړه، ړنده او شله بوډۍ ناسته وه، ورته ویې ویل: بيګا یو سړی ستا کره راغلی و هغه دلته د څه له پاره راځي؟ بوډۍ ورته وویل: دا سړی دا ډېره موده کیږي هره شپه ماته راځي، زما د ضرورت شیان راته راوړي او زما کور راته صفا کوي، طلحه له ځانه سره وویل: مور دي بوره شه طلحه! د عمر په ښویېدنو پسي ګرځې؟! . صفة الصفوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د