کابل: مدني فعالانو یو ځل بیا پر حجاب اعتراض وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲مه، ۱۳۹۴ل): نن په پلازمېنه کابل کې یو ځل بیا یو شمېر مدني فعالانو د حجاب پر ضد حرکت وکړ.

دغه مدني فعالان چې د کابل ښار د ګڼه ګوڼې څلورلارې – دهمزنګ – نه تر پامير سینما پورې په بېلابېلو ځایونو کې خاموش ولاړ و، په سرونويې رنګارنګ پړوني اچولي و او د سترګو په برابر يې دوه ښکرونه پکې ټومبلي و.

دې مدني فعالانو له رسنیو سره خبرې نه کولي، خو تر دې فعالیت وړاندې يې ويلي و، چې دوی په دې توګه غواړي حکومت ته وښيي چې تاسې په حالاتو سترګې پټوئ.

خو د دې مدني فعالانو کړنې خواله رسنیو کې هم توند غبرګونونه را پارولي دي او ځینو د تېرو هغو کړنو چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته پکې سپکاوی شوی و، د لړۍ یوه کړۍ بللې ده.

د جمعیت اصلاح افغانستان په نوم ټولنې پخپله فیسبوک پاڼه په حکومت غږ کړی چې « که د جامعه مدني په نوم د غرب په ډالرو او پيسو د پروژه يي افرادو لخوا په اسلامي حجاب د دا ډول تمسخر کولو مخه ونه نيسي نو بد عواقب به يې شايد حکومت ته ډېر ګران تمام شي.»

تر دې وړاندې هم د تېر کال په کب میاشت کې ځینو مدني فعالانو د چادري په اغوستلو له حجاب سره خپله کرکه څرګنده کړه او دا يې د ښځې په حق کې «ظلم» وګاڼه.

تر دې وړاندې هم د تېر کال په کب میاشت کې ځینو مدني فعالانو د چادري په اغوستلو له حجاب سره خپله کرکه څرګنده کړه او دا يې د ښځې په حق کې «ظلم» وګاڼه.

د رووف مومند په نوم بل تن هم ورته نظر لري او وايي چې که د دې ډول حرکتونو مخه ونه نيول شوي پایلې به يې سختې وي.

د روح الله پوپلزي په نوم بل تن بیا د دې مدني فعالانو په اړه وايي چې که حجاب يې ډېر بد راځي، نو بیا دې د دوی پر ځای د خپلې کورنيو مېرمنې «بې حجابه» څلولارو ته راوباسي.

د سیدګل سادت په نوم بل تن فیسبوکي فعال بیا لیکي چې که مدني ټولنې په دې ډول غواړي چې ځانونه بې حجابه معرفي کړي، ښايي بريالي شي، خو د خلکو عقیده به بدله نه کړي.

تر دې وړاندې هم د تېر کال په کب میاشت کې ځینو مدني فعالانو د چادري په اغوستلو له حجاب سره خپله کرکه څرګنده کړه او دا يې د ښځې په حق کې «ظلم» وګاڼه.

د ګډ حکومت له پیل سره پرلپسې داسې ګڼې پېښې وشوې، چې د عامو وګړو توند غبرګونونه يې را وپارول.

څه موده وړاندې د افغانستان لومړنۍ مېرمنې رولا غني (بي بي ګل) هم په فرانسه کې پر حجاب لګیدلی بندیز ستایلی و، چې د ولس له سخت غبرګون سره مخ شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
(((((((((((((
میلمه
(((((((((((((

په پورته انځورونو کې ولاړ خره! زموږ په پاک دین اسلام پورې ملنډې وهي دولت باید د داسي خرو مخه ونیسي کنه نو په دی خو ټول ښه پوهیږي چي په کوم کار کي دولت پاتي راشي بیا د هغه په حل افغان ولس ښه پوهیږي، لکه هوښیاران وایی چي خله یی نه بندیږی په خاورو یی بنده کړه (دوی سره همداسي پکار ده

شاکرمموزی
میلمه
شاکرمموزی

له شرعي حجاب سره یې چې داسې بدي راخیسته ده نو ددوۍ ورکېدل یقیني دي ، دا د الله او د رسول صلی الله علیه وعلی آله وسلم دښمنان دي او د الله دښمني چې هر څوک کوي پایله به یې فرعون او همان وي ، اعاذنا الله من حالهم .

Habib khan
میلمه
Habib khan

سومره دافسوس خبره ده هر خر كله دمدني فعال او كله دليوني و شرابي فه نوم داسلام بي عزتي كوي خو حكومت او عام افغانان هيس عكس العمل نه كوي دا مدني فعالان نه دامريكا او برطانيه غلامان اوداسلام مقدس دين ستر دشمنان دي بأيد مخه يي ونيول سي كنه ريشتوني افغانان به. طالبانو ته مراجعه اوكي

عمرعامر
میلمه
عمرعامر

دغه مدني مفعولان دهمدي لپاره جو ړ اوتغذیه کیدل چی یوه ورځ به په داسي سپین سترګي دیوه مسلمان میشت هیوادپه پلازمینه کي دغربیانو مرداره اراده په داسي بي حیایئ سره تمثیلوي، دلوی الله لعنت دی پرداسي ذلیلوخلګوباندي وي چی داسلامي تمدن پرځای په حیواني تمدن ځانونه آراسته کوي دامدني فعالان نه بلکه مدني مفعولان دی مسلمان لیکوالان دی دخپلي اسلامي وجیبې له مخې ددوی لپاره همدانوم (مدني مفعولان) کاروي اوهمداغسي ټکي دداسي بي شرمو حیوانانولپاره پکاردي.

abdullah
میلمه
abdullah

د اسلامي مقدساتو سپکاوي به د رژيم پر ځانکندن تمام شي
http://www.dawat610.com/archives/11012

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو ورونو السلام علیکم : مونږ له اوله د مدنی ټولنو نوم چه اوریدلی همدا چټیات مو تری پیش بینی کول اصلا دغه مدنی ټولنه چه دوی ځانته وایی داسی ده لکه غله او مفسدین چه ځانته مصلحین وایی ، تر اوسه یی نقاب له مخه نه وو لیری شوی دا د اشرف غنی او رولا غنی د وخت زړورتیا ده چه ورکړی شوی ، اشرف غنی او ټیم یی سربیره پردی چه سکولریستان له پخوانی کمونستانو او نشنلستانو جوړ شوی ټیم دی . کله چه روسان ناکام شو ، افغانستان یی امریکایانو او انګریزانو ته وسباره اوس چه انګریزان… نور لوستل »

حبیب الرحمن همت
میلمه
حبیب الرحمن همت

د ع او غ دولت د اداری فساد سره د مبارزی په نامه یوه زیاته اندازه ددولت بودجه مصرفوی خو د اسلام ضد فعالیتونه په خپل زړه(کابل) کی حمایه کوی او هیڅ یی په وړاندی نه خبره کوی اونه دهغو خلکو خبرو ته غوږ نیسی څوک چی د بیدینی مخه نیسی نه پوهیږم چی دولت به فساد څه ډول تعریفوی؟؟؟؟؟؟؟؟