ورزش

بنګله دیش د پاکستان زړه له کرکټ لوبې تور کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غویي ۲مه ۱۳۹۴ل): نن د بنګله دیش او پاکستان ملي لوبډلو تر منځ درییمه یوه ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې پاکستان له بنګله دیش څخه په ۸ ویکټو شرموونکې ماتې وخوړه.

د لوبې پچه پاکستاني لوبډلې وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې بنګله دیشي لوبغاړي د پاکستاني لوبډلې دغه پریکړه غلطه ثابته کړه.

پاکستان په ۴۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د اظهر علي غوره توپ وهنې په مرسته ۲۵۰ منډې جوړې کړې او د بنګله دیش لوبډلې ته يي د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه کې د پاکستان لپاره اظهر علي په ۱۰۲ توپونو د ۱۰ څلوریزو په مرسته ۱۰۱، حارث سهیل په ۵۸ توپونو د یوې څلوریزې او دوه شپږیزو په مرسته ۵۲ او سمیع اسلم په ۵۰ توپونو د ۷ څلوریزو په مرسته ۴۵ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې یو ځل بیا بنګله دیشي توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه او پاکستاني لوبغاړو ته يي د ستر هدف ټاکلو اجازه ورنکړه. دغه لوبه کې بنګله دیش لپاره مرتضی، روبل حسین، عرفات سني، شکیب الحسن دوه دوه ویکټې او ناصر حسین یوه ویکټه واخیسته.

په بنګله دیشي توپ اچوونکو کې شکیب الحسن تر ټولو لږې منډې ورکړې. شکیب الحسن خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۳۴ منډې ورکړې.

د توپ اچوونکو په څیر د بنګله دیش لوبډلې توپ وهوونکو هم غوره او پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړ. بنګله دیش د پاکستان لخوا ټاکل شوی هدف یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۳۹.۳ اورونو کې پوره کړ او پاکستاني لوبډلې ته يي په پرلپسې ډول درییمه ماتې ورکړه.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره تمیم اقبال په ۷۶ توپونو د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۴ منډې جوړې کړې. سرکار په ۱۱۰ توپونو د ۱۳ څلوریزو او ۶ شپږیزو په مرسته ۱۲۷ او مشفق الرحیم په ۴۳ توپونو د شپږ څلوریزو په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

دغه لوبه کې پاکستاني توپ اچوونکي د بنګله دیشي لوبغاړو په وړاندې پاتې راغلل خو بیا هم د پاکستان لخوا جنید خان دوه ویکټې واخیستې او خپل ۷.۳ اورونو کې يي ۶۷ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x