نظــر

د سیاست په نوم د الحاد پر لور

لیکوال: باعث قطب

علم د ژوند اصول را ښایي او همداسې پر دې پاراګراف کې دیني علم او د شاخې په ډول عقیدتي علم؛ چې د دیني پوهې بنسټ شمېرل کیږي یو له فروضو څخه ده.

همداسې د نن پیر ماډرن علوم او په دې پاراګراف کې لوړ تحصیلات د نن عصر او پیر له ضروریاتو او د ژوند له اړینو عناصرو څخه شمېرل کیږي او د انسان په حیث چې د دې خاورینې کرې خلیفه دی؛ د موثرو او اړینو طبیعي علومو د لاسته راوړنو شرعي مسئول دی، خو پر دې علومو کې د هغو علومو د زدهکړې مسئولیت په غاړه لرو چې د انساني زندګۍ د هوساینې لپاره کارول کيږي او د خدای ج د تشرېع د اعمال لپاره مرسته کوي.

خو هغه علوم چې یوازې تیوریکي او نظري بڼه لري لکه نظري اروا پوهنه (روان شناسي) او فلسفه چې پر افکارو بناء ده؛ او یوازې مو د اسلامي افکارو مخه، ځای او بلآخره مسئولیت نيسي؛ په کلي شکل باید د داسې پوهنو مخه ونیول شي او پر وړاندې یې جدي مبارزه وشي.

پر همدې لړ کې هغه علوم چې په غربي سیاست سره استوار او بنأ وي او د اسلام د سیاسي نظام په تقابل کې قرار ولري؛ مردود ګڼل کیږي، خو همداسې علوم نن د یوې تحصیلي رشتې او څانګې په توګه د حقوق تر نامه لاندې په ګڼو پوهنتونو کې تدريسيږي چې یوازې د انسان د فکر په بناء تشکيل او سیاسي مکتبونو څخه عبارت دي، چې لدې سره زموږ سیاسي طُلاب له فکري درګرګوني او هوشپرکي او بلاخره له تفکیري تکفیر سره مخ کوي او د اسلام سیاست یوازې د کوچني ګوټ په نظر ګوري…

خو ستونزه داده چې زموږ ډېری ځوانان پردې مسئله په ناپوهۍ کې قرار لري او دې مسئلې ته یې پام نشته او ګڼ ځوانان مو د سیاست په نوم پر دې ډګر قدم ګدي او په لوی لاس د اسلام سیاسي نظام نادیده نیسي چې پر دې لړ کې به نړیوالې اړیکې د نړیوالو قوانینو پر بنا پالي نه د اسلامي سیاست پر بناء !

پر دې پوهنځي کې نه څوک د اسلام سیاسي نظام پېژني او نه کوم ارزښت ورته لري، بعد له فراغت یې فکر ټول د غرب په اوبو وینځل شوی او د لویدیځ د ثقافت چوپړ ته هر اړخیز چمتو وي او په ګرمۍ سره به ورته هرکلی وایي.

همدوی به لومړي وګړي وي چې د دیموکراسي او غربیزم د اعلاء پژواک کاګي او په ناشعورۍ سره به د غرب په چوپړ کې قرار لري، دا ځکه چې د همدې غرب پېژندنې له پوهنځي به تر لسانسه او ماسترۍ رسېلی وي نو حتماً به دې فکري لاروا ته وسعت ورکوي، چې نمونې او بېلګې یې په وازو او رڼو سترګو وینو چې د اوسني سیاست ډنډوریان او حامیان څوک دي او په څه ډول د لویدیځ صلیب له لوري د روبوټ په ځېر کنترولیږي او له همدې مرجع خړوب دي.

هغه چې پر دې نظام د اسلامي اصلاحاتو غوښتونکي دي او غواړي د دې سمون په په ترڅ کې د ډیموکراسۍ او اسلام تر نامه لاندې دروشته تایید کړي او تر ظل لاندې یې ژوند وکړي؛ وایو چې که د غرب زدګۍ داسې هټۍ او فابرکې شته وي؛ چې تاسو په خواشینۍ سره دا بصیرت هم نلرئ چې دا هرڅه په وازو سترګو ووینۍ؛ ښه به د اسلام بریا ته سترګې په لاره وئ ! او ستاسو دا دروشته به یوازې د صلیب په ګټه او د اسلامي نظام په تتېدنه منتج وي.

نو اړینه ده چې په لومړي قدم کې د همداسې الحادي تدريسي مراجعو مخه ونیول شي تر څو مو نوي ځوانان د سیاست په نوم د الحاد پر مسیر ولاړ نشي.!

د یو سوچه او زلاند اسلامي نظام په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ف-ا

انډیواله لکه چه تازه د لیکوالی ته اشتها راغلی. هسی نده لکه څنګه چه تاسی فکر کوی. زموږ د پوهنتونونو د حقوقو په پوهنځی کی په هر سمستر کی د ثقافت اسلامی نه علاوه بل دینی مضمون هم تدریس کیږی لکه حقوق جزا اسلام. په ښپږم سمستر کی بو مضمون یواځي د حدود او قصاص ومجازاتو ته ځانګړی شوی. له بلی خوا د غرب د سیاسی افکارو لوستل هم اړین دی خو دا پدی مانا ندی چه لوستل یی سړی کافر کوی، زهر وژونکی دی خو پیژندل یی اړین دی همدارنګه که د غرب سیاسی افکار کفری وی خو پیژندل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x