نړۍ

دطالبانو په برید کی ۱۳ تنه پاکستانی عسکروته مرګ ژوبله واوښته

pakistani troops(نن ټکی اسیا پبروري۲۰۱۲/۰۳) خیبرپښتونخوا: دخیبرپښتونخوا ایالت کرم ایجنسي کی تیره شپه ناوخته پاکستاني طالبانو یوه امنیتي پوسته ترناڅاپه برید لاندی راوسته چی له امله اوه پاکستاني عسکر وژل شوی او دري نور ژوبل شوی دي. پاکستانی امنیتي چارواکو خبرورکړی چی په جوابی بریدکی یی ۱۸ تنه طالبان وژلی دی

یوه پاکستاني لوړپوړی امینتي چارواکي له رسنیو سره دخبروپروخت وویل چي وسلوالو طالبانو تیره شپه ناوخته دکرم ایجنسي دشیدانو ډند امنیتي پوسته ترسخت برید لاندی راوسته نوموړي زیاته کړه وسلوالو پوسته باندی دسپکو اودرنو وسلوډزی وکړي چی له امله یی زمونږ اوه تنه عسکر وژل شوی او دری نور ژوبل شوی دي. له بله لوري بیا دطالبانو ویاند قاري احسان الله له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت دبرید پخلي کړي نومومړي زیاته کړه چی دبرید په نتیجه کی یی ۱۲ عسکروژلي او څلور نور ژوبل کړی دي. قاري احسان ویلی دغه برید ددوی دیوه قومندان تاج ګل دوژلو په بدل کی ترسره شوی ده، اوداډول بریدونه به نور هم دوام ومومي. احسان الله همدارنګه ویلي چی دبرید په ترڅ کی څلور عسکرو ژوندي نیولی او زیات مقدار وسله یی هم ترلاسه کړی ده. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x