زه نور نه پوهېږم؛ په افغانستان کې مو خپلې موخې ترلاسه کړې

اندرس فوګ راسموسن: زه نور نه پوهېږم؛ په افغانستان کې مو خپلې موخې ترلاسه کړې

له الجزیره سره د افغانستان په اړه د ناټو پخواني سرمنشي تازه څرګندونې

یادونه: د ناټو پخواني سرمنشي، اندرس فوګ راسموسن د الجزیزه ټلویزیون انګلیسي برخې سره په مرکه کې د افغانستان په اړه یو شمېر پوښتنې ځواب کړي دي. دغه مرکه د لندن په اکسفورډ کې د ګڼو کارپوهانو په حضور کې ترسره شوې ده. د مرکې کوربه د الجزیره انګلیسي برخې نړیوال پېژندل شوی خبریال، مهدي حسن دی. په مرکه کې د یو لړ په زړه پورې ځوابونو شتون له امله یې پښتو ژباړه له تاسو سره شریکوو.

نن ټکی اسیا

حسن: د ۲۰۰۳م کال په اګسټ کې ناټو په لومړي ځل له خپلو پولو بهر یو امنیتي ماموریت ته اوږه ورکړه، چې دا ماموریت د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې پای ته ورسېد. په دغه څه کم لس کلن ماموریت کې، چې پنځه کاله یې ستاسو تر څارنې لاندې ترسره شوي، یو ناکام ماموریت ګڼلی شو؟

راسموسن: نه، داسې به مناسبه نه وي. په حقیقت کې موږ خپلې موخې ترلاسه کړې. موږ افغانستان ته راغلو چې یو ځل بیا «ترهګرو» ته خوندي ځای نه شي او دا هدف مو ترلاسه کړ.

حسن: د ناټو تر ماموریت لاندې کلونو کې د افغانستان احصایې ښيي چې سرتېري بریدونه زیات شوي، ملکي تلفات ډېر شوي، د هېروینو تولید کې زیاتوالی راغلی، طالبان بیا فعاله شوي… څنګه دا ستاسې ناکامي نه ده؟

راسموسن: یو ځل بیا باید ډېره سپينه ووایم، سره له ډېرو ستونزو؛ خو نننی افغانستان تر هغه ډېر بهتره دی کله چې موږ تازه خپل عملیات پیل کړي وو. که د ښوونې او روزنې مثال وړاندې کړم، اته ملیونه ماشومان ښوونځيو ته ځي، چې درېیمه برخه یې نجونې دي. د روغتیا سیستم کې سمون راغلی، د عمر اوسط پورته شوی او د ماشومانو مړينې کې کموالی راغلی…

حسن: ملکي تلفات زیات شوي، تاوتریخوالی ډېر شوی، سرتېري بريدونه زیات شوي؛ دا څنګه…؟
راسموسن: په امنیتي لحاظ ستونزې شته.

حسن: دا یوازې ستونزې نه دي، دا د جګړې برخه دي.

راسموسن: موږ د ۳۵۰،۰۰۰شاوخوا ډېر ځواکمن افغان امنیتي ځواکونه جوړ کړي؛ نو موږ خپل کار کړی؛ اوس دې افغانان خپل مسوولیت ادا کړي.

حسن: په ټوله کې، افغانستان ته د امنیت د راتګ په برخه کې د ناټو ماموریت ناکام و، دې خبرې سره موافق یاست؟

راسموسن: زه نور نه پوهېږم؛ خو موږ خپلې موخې ترلاسه کړې.

حسن: دا خبره –پخواني- افغان ولسمشر حامد کرزي کړې ده.

راسمون: ده [حامد کرزي] خو ډېرې خبرې کړي!

حسن: زه یې تکراروم، د غرب په ملاتړ افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي د ناټو ماموریت بریالي نه و. دا خبره داسې یو څوک کوي، چې لوېدیځ یې ملاتړ وکړ…

راسموسن: ما په ډېرو مناسبتونو کې له ولسمشر کرزي سره لیدلي دي. مګر ما په کوڅو او لارو کې هم ډېر افغانان لیدلي دي، چې دوی زموږ د کړنو قدردانی کوي.

حسن: دا ډېره یوه اړخیزه خبره ده. ډېری افغانان تاسې نه خوښوي، هغوی چې تاسو په بګرام کې ځورولي، پر ودونو مو بمونه غورځولي.

راسموسن: البته تاسې داسې افغانان موندلی شئ چې زموږ له حضوره راضي نه وي؛ خو د افغانانو یو غټ اکثریت زموږ کړنې ستایلي، اوس نو د دوی خپل مسوولیت دی.

حسن: تاسې ناکامه شوئ چې طالبان مات کړئ، دا ستاسې له مهمو هدفونو څخه وو.

راسموسن: لا هم په افغانستان کې امنیتي ننګونې شته.

حسن: دا ننګونه نه ده، تاسو د طالبانو د ماتولو لپاره تللي وئ؛ خو دا هدف مو ترلاسه نه شوای کړای؟

راسموسن: زموږ هدف دا و چې د دې مخه ونیسو چې افغانستان یو ځل بیا د «ترهګرو» لپاره خوندي ځای نه شي.

حسن: نه، ستاسې هدف دا نه و. تا په ۲۰۱۰ کې ویلي و: «د طالبانو ماتول زموږ هیله نه ده، موږ به یې ګټو او طالبان به ماتېږي». دا هدف مو ترلاسه کړ؟

راسموسن: طالبانو نه ده ګټلې، دوی نه ده ګټلې.

حسن: تاسو ګټلې؟

راسموسن: غلی پاتې کېږي.

حسن: تاسو ګټلې؟

راسموسن: موږ خپلې موخې ترلاسه کړې.

حسن: زه ساده پوښتنه کوم، تاسو وګټله؟

راسموسن: په دې برخه کې، هو، موږ وګټله.

حسن: د طالبانو د ماتولو په برخه کې مو ګټلې؟!

راسموسن: موږ خپل هدف ترلاسه کړ.

حسن: رښتیا؟

راسموسن: طالبان لا هم افغانستان کې دي؛ ځکه مو ورته د ۳۵۰،۰۰۰ امنیتي ځواکونو اردو او پولیس جوړ کړي. اوس افغانان د امنیت مسوول دي او دوی خپله دنده ډېره ښه توکه ترسره کوي.

حسن: فکر نه کوئ چې د لویدیځ هېوادونو پوځیان په دغو هېوادونو کې د یرغلګرو په توګه ګڼل کېږي؟

راسموسن: د سپټمبر یوولسمې له پېښو وروسته نړیوالې ټولنې باید اقدام کړی وای. موږ اوس د همدې لپاره په افغانستان کې اربکیان روزو چې د جګړې باور په اوږه کړي.

حسن: ایا طالبان بیا راځي؟

راسموسن: نه، لا هم طالبان شته؛ خو حقیقت دا دی چې طالبان دومره قوي نه وو چې د تېرو ټاکنو مخنیوی وکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حق جو
میلمه

وایي قاضي ملامت کولم خو زه نه ملامت کیدم، په راسموس باندې هم هماغه چل شوی دی، خبریال راګیر کړی او لار یي ترې ورکه کړې خو دی په خپل خره یعني اربکیانو سپور دی

rehmat jan
میلمه

افرین شه اوپه خبریال حسن شه داسی پوشتنی یی کریدی سی راسموسن یی دی ته مجبورکریده سی له بحثه وتشتی خوخیرالبته دوتلولاربی نه لرل