د نن سرلیکنه

ایا د جګړې له عزم سره د سولې مذاکرات ممکن دي؟

نن ټکی اسیا – سرليکنه: تیره ورځ طالبانو د عزم په نوم خپل نوي پسرلني عملیات اعلان کړل.

د طالبانو دا اعلان په داسې مهال کې تر سره کیږي چې تر دې وړاندي د هیواد په مختلفو سیمو کې دولتي ځواکونو د طالبانو په خلاف پوځي عملیات پیل کړي چې له امله یې دواړو خواته درنه مرګ ژوبله اښتې ده.

خو د ګډ حکومت مشر او د سولې شورا چارواکي بیاهم د دغه جګړه ییز وضعیت په منځ کې د سولې سرندې غږوي ، او له مخالفینو (طالبانو) سره د سولې مذاکراتو ترسره کولو پروسه د خپل حکومت لویه لاسته راوړنه بولي.

که له ولس تیر ایستلو او خوشباوریو څخه تیر شو او د ګډ حکومت دغه ضد او نقیض تعامل ته د واقعیت له زاویې څخه وګورو نو د دغه ډول سولې او سوله ييزو مذاکراتو نتیجه خیالست و محالست وجنون.

ځکه سوله اوجګړه یو د بل ضدین دی او په یوه ځای او یوه مهال کې د ضدینو اجتماع نا ممكنه ده، خو د ګډ حکومت مشر ښاغلی اشرف غني چې د نړۍ د دوهم مفکر پرلقب مفتخر دی ښايي د خپل فکري نبوغ په مټ دیته رسیدلی وي چې دا کُلیه قاعده ماته او په افغانستان کې جګړه او سوله همزمان پرمخ بوزي.

د ګډ حکومت مشر چې کله دوې میاشتې وړاندې د پاکستاني چاروکو په همکارۍ له طالبانو سره د سولې د خبرو اعلان وکړ د ده او اجرائیه رئیس ترمنځ داخلي جنجال دې کچې ته ورسیدو که واشنګټن ته د دعوت او هلته د دوی دواړو ترمنځ د بارک اوباما مداخله نه وای ښايي د ګډ حکومت اصطلاح بیا چا نه وای اوریدلې.

د ګډحکومت د سولې په اړه ناقص او نمایشي اقدامات نه داچې په هیواد کې د سولې له ټینګښت سره مرسته نشي کولای بلکې لا دجګړو او نا امنیو زیاتیدو لامل ګرځي.

افغانانو ولیدل چې ښاغلي اشرف غني له امریکایانو سره امنیتي تړون د افغانستان د امنیت د تأمین په پلمه لاسلیک کړ، خودغه تړون دلته په موجودو ستونزو سربیره نورې امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزې وزیږولې.

د همدې تړون له امله په افغانستان کې جګړې په یوه بدل کیفیت او کمیت سره زور واخیست ، د جګړې په اطرافوکې زیاتوالی راغی او د جګړې وضعیت یوه نوې بڼه غوره کړه چې مونږ یې یوه بیلګه د ننګرهار په خونړۍ فاجعې کې ولیده .

له بده مرغه چې د ګډ حکومت مشر په دې نپوهیږي چې د امریکایانو تر وصایت لاندې د ګډ حکومت ایجاد په افغانستان کې د بحران او جګړو راپیداکولو په خاطر دی ، نه دلته د امن او ثبات راوستلو په غرض.

د ګډ حکومت مشر که واقعا هم په افغانستان کې سولې ته ژمن او دهغې د تأمین صلاحیت لري نو لومړی دي ځان له هغو تحمیلي قیواداتو څخه خلاص کړي چې د بهرنیانو له لوري په افغانستان کې د جګړې د دوام په خاطر ورباندې وضع شوي .

په افغانستان کې د عملي سولې د ټینګښت لپاره دي په افغانانو باور وکړي نه په خارجي قوتونو ؛ ځکه د افغانستان د جګړې اصلي منشأ له خارجې حمایت او مداخلې څخه پیل شوې ، هغه که بیا هم تر هر نامه لاندې جاري وي په افغانستان کې به ورسره د وینو بهیدل همداسې جریان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودمحمود

گدحكومت او مخكي دكرزي حكومت دواره په دي خبره سره
متفق وه چي افغانستان كي دخارجانو د شتون سبب دوسلوال
طالبانو وجود دي خوپوشتنه داده چي دنري دوهم متفكر كله هم
دي ته ندي متوجه سوي چي دولسوال طالبانو د وجود سبب دبهرنيو
اشغال دي كه چيرته واقعا داشغال سبب دطالبانو وجود وي دطالبانو
دحكومت دنسكوريدو ورسته تقريبا3 كاله به چا دطالب نوم لانوي
اخيستي ولي اشغال پاته كيدي خوكله ظلم او وحشت ورز په ورز
اوج ته رسيدي نو طالبان دوهم وار من حيث يومبارز قوت ظهوروكي
لكه سنگه چي په ابتداء كي هم دغسي صورت وو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x