نړۍ

ډوکوعمروف پرخپلو وسلوالو ږغ کړی دی چی روسي ولسي وګړي دي نه وژني

(نن ټکی اسیا فبروري ۲۰۱۲/۰۳)دچیچنیا داسلام پلوه وسلوالو مشر پرخپلو جنګیالیو ږغ کړی دی چی دروسیی دولسی وګړو له وژني څخه دی ډډه وکړي.
راپور کی دقوقاز داسلامي ډلي مشر ښاغلي ډوکو عمروف دخپلي ډلي پرپاڼه باندی یو ويډیوی پیغام نشر کړي، نوموړي په دغه پیغام کی خپلو ملګرو اوخواخوږو ته دخپلي روغتیا مکمل ډاډ ورکړي دي،نوموړي دروسانو هغه تورونه بی بنسټه ګڼلي کوم چی روسانو دعوه کړي وه چي ښاغلي عمروف یی دیوه هوایی برید په ترڅ کی وژلي دی.

دفرانس پریس خبري اژانس خبرورکړی دی چی ښاغلي ډوکوعمروف د۲۰۱۰  کال دمارچ په میاشت کی دمسکو دمټرو دچاودني کوم چی ۴۰ کسه یی وژلي وو اوهمدارنګه د۲۰۱۱کال دجنوري دمیاشت دمسکودهوایی ډګر دچاودني چی کم وزیات ۳۷ تنه یی وژلی وو پړه په غاړه واخیسته.
نوموړي زیاته کړه زمونږ عملیات به دروسیی عسکرو په وړاندي دوام ومومي او روسیی چارواکی به دی ته پری نږدو ترڅو دارام سا واخلي.
دیادولو وړده چی روسیی چارواکو دتیرکال دمارچ په دمیاشتی پر۲۸ نیټه باندی یوخبري نشر کړي چی ددوي هوایی ځواکونو دانګوشیا په ایالت کی داسلام پالو وسلوالو یو مرکز تربرید لاندی راوستي دی چی په ترڅ کی یی ددغي ډلي دمشر ښاغلي ډوکوعمروف په شمول ۱۹ وسلوال وژل شوی دي.
نن ټګی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x