افغانستان

بادغیس: په دریو ولسوالیو کې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (پڼجشنبه، غويي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د بادغیس په بالامرغاب، سنګ اتش او قادس ولسوالیو کې له څو ورځو راهیسې [جګړه روانه ده.

د بادغیس په بالامرغاب ولسوالي کې طالبانو ۱۴ عسکر وژلي او د هغوی پوسته يې له منځه وړې ده.

د بادغیس چارواکي وايي چې د بالامرغاب په ګڼو سرحدي پوستو له څو ورځو راهیسې بریدونه روان دي، چې په خبره يې که مرکزي دولت پام ونه کړي پوستې به سقوط وکړي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې په بالامرغاب سربېره د دې ولایت په سنګ اتش ولسوالي کې هم د نښتو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې پراخه سیمه يې له دولتي عسکرو نېولې ده.

د دوی د خبر پاڼې له مخې په بالامرغاب ولسوالي کې د دوی تر واک لاندې راغلې پوسته له تېرو دوو ورځو راهیسې تر محاصرې لاندې وه، چې د څوارلسو پولیسو په وژل کېدو او نورو په تېښته دوی تر خپل واک لاندې راوسته.

په ورته توګه يې په په سنګ اتش ولسوالي کې د چهارسنګي له سیمې د ټولو اربکیانو د شړلو دعوه کړې او ويلي يې دي چې دغه سیمه اوس بشپړه د دوی په لاس کې ده.

د بادغیس امنیتي مسوولین هم مني چې په یادو دوو سیمو سربېره د قادس ولسوالي په ده زرین سیمه کې هم د اربکیانو پر پوستو جګړه روانه ده، چې د قادس د ولسوال صالح محمد بیک په خبره تر اوسه پکې دوه اربکیان وژل شوي او درې طالبان ټپيان دي.

طالبانو په داسې حال کې د بادغیس په پراخو سیمو کې پرلپسې بریدونه کړي، چې د بل شمالي ولایت کندوز امنیتي مسوولین هم د دې ولایت امنیتي وضعیت د ژورې اندېښنې وړ بولي.

یاده دې وي نن د طالبانو د «خیبر» عملیاتو وروستۍ ورځ ده، چې سر له سبا يې د « عزم » په نوم د نویو عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی، چې د دوی په خبره بهرني پوځيان، د هغوی دایمې اډې، د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت اړوند کسان به يې په لومړیو هدفونو کې وي.

د ګډ حکومت د نږدې اتومیاشتې په تېرېدو لا هم د دفاع وزارت لپاره وزیر نه دی معرفي کړی، چې د شنونکو په باور په نظامي برخه کې يې تشه په عسکرو بې اغېزې نه شي پاتې کېدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x