افغانستان

د ګډ حکومت مشران ننګرهار ته تللي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت دواړه مشران د تېرې شنبې د خونړۍ پېښې له قربانیانو سره د غمرازي په پلمه له پېښې شپږ ورځې وروسته نن ننګرهار ته تللي دي.

اشرف غني او عبدالله عبدالله چې نن سهار ننګرهار ته ورسيدل، د رسنیو له قوله په جلال اباد کې به د پېښې له قربانیانو سره وګوري او له هغوی سره به غمشریکي وکړي او هم به د دې ولایت په اقتصادي او امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

تېره شنبه د وري په ۲۹مه په جلال اباد ښار کې غبرګو چاودنو پنځه دېرش تنه ولسي وګړي ووژل او تر سلو ډېر يې ټپیان کړل.

د ګډ حکومت امنیتی مسوولینو د دې برید مسوولیت د اسلامي دولت په غاړه ور واچاوه، خو تېره ورځ دې ډلې ته منسوب غړي رسنیو سره په خبرو کې دا برید غندلی او دا يې د استخباراتي کړیو کار بللی دی.

طالبانو هم ګډ حکومت د دا ډول پېښو په مخنیوي او په اړه يې په بې غورۍ تورن کړی او ويلي يې دي چې د ګډ حکومت چارواکي له دې ډول پېښو خپله ګټه پورته کوي.

دوی پخپله اوونیزه تبصره کې امريکايي یرغل د دې ټولو ناوخوالو جرړه بللې ده.

یاده دې وي د ګډ حکومت د مشرانو له سفر سره د هغوی د خوندیتوب په پلمه د کابل – جلال اباد لویه لاره له سها راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې چې ولس يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x