سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ – شپږمه برخه

حامد افغان
د ولس چوپړ

هر وخت به یې د هغه څارنه کوله، چې کومه غلتي یې ونیسي، یوه شپې هغه په تیاره کې ووت، یوه کور ته ورغی څه وخت هلته و بیا ولاړ، څارونکی یې وایي: سهار زه هغه کورته ورغلم په کور کې یوه زړه، ړنده او شله بوډۍ ناسته وه، ورته ومې ویل: بيګا یو سړی ستا کره راغلی و هغه دلته د څه له پاره راځي؟ بوډۍ راته وویل: دا سړی دا ډېره موده کیږي هره شپه ماته راځي، زما د ضرورت شیان راته راوړي او زما کور راته صفا کوي!، د هغه د تېروتنو څارونکي له ځانه سره وویل: مور دي بوره شه طلحه! د عمر بن الخطاب په ښویېدنو پسي ګرځې؟! . صفة الصفوه.

پرده

قاضي ته ورغله پخپل میړه یې دعوه وکړه چې پنځه سوه ديناره مهر یې نه دی ورکړی، میړه یې انکار وکړ، قاضي وویل: ښځه دي مخ لوڅ کړي چې پوه شو دا رښتیا ښځه ده، میړه یې د هغې له مخ لوڅولو مخکي قاضي ته وویل: مخ دي نه لوڅوي دا رپخپله دعوه کې رښتینې ده، زه پنځه سوه ديناره ورکوم، ښځه پوه شوه چې میړه یې نه غواړي خلک زما مخ وویني نو د قاضي په وړاندي یې ویې ویل: میړه ته مې په دنیا او اخرت خپل مهر بښلی ده.المنتظم في تاریخ الملوک والأمم.

بد ملګری

یو کس وایي: ابراهیم ادهم رحمه الله ته ورغلم، هغه ډډه وهلې وه او څنګ ته یې سپی پروت و، ما هڅه وکړه سپی وشړم خو ده منعه کړم او راته کړه یې: مه یې کوه، له بد ملګري ښه دی.

ناوه کۍ

ډاکټر صاحب وغوښتل د خپلو رواني ناروغانو د حال معلومولو له پاره هغوی ته یو چکر ورشي، چې ورغی هغوی په یوه لوی دهلیز کې رایوځای شوي دي د واده مجلس یې جوړ کړی ده، سندري دي غومبري دي او مست اتڼوڼه دي، ډاکټر ډېر خپه شو .. خو په یوه کونج کې یې یو ناروغ ولید چې دروند او سنګین ناست دی، د ډاکټر صاحب د تندي ګونځي لیږ وسپخیدلې چې ښه ده دا یو څه په رغیدا راغلی هم ښه ده، د هغه خواته ورغی، او ویې پوښتي: ته ولې چوپ او ارام ناست یې؟ هغه ورو ورته وویل: زه یې ” ناوه کۍ ” کړی یم.

خپګان

دا دوه ورځي خپه غوندي راته ښکارې؟ له ميرمني سره مې شخړه کړې وه، بیا هغې قسم وکړ چې یوه میاشت به خوله در چوله نه کړم، هغه ورته وویل: ښه نو دا خو لویه ستونزه او د خپګان خبره نه ده .. ده ورته وویل: د خپګان خبره دا ده چې دوه ورځي وروسته میاشت پوره کیږي.

ځیرکتیا

د ملا نصر دین ملګري ” حسن ” نومیدی ملاصاحب ته یې وویل: غواړم ټاپه [ختم] جوړ کړم خو پیسې راسره کمي دي مرسته وکړه، هغه ورته وویل: راځه، دواړه ټاپه جوړوونکي ته ورغلل، ورته ویې ویل ټاپه په څو جوړوئ؟ هغه ورته کړه: یو حرف په لس درهمه جوړوم، ملاصاحب حسن ته وویل: څو درهمه لرې؟ هغه وویل: شل درهمه، دلته خبره بېخونده شوه ځکه د حسن په نوم دېرش درهمه راځي، ملاصاحب ملګري ته وویل: ته بېغمه اوسه، ټاپه جوړوونکي ته یې وویل: د [خس] په نوم یوه ټاپه راته جوړه کړه، هغه حیران شو چې خس څنګه نوم دی؟! ملاصاحب ورته وویل: سړیه! زموږ له نوم سره یې ستا څه، کار کوه، هغه په ټاپه جوړولو پیل وکړ، [حس] یې ولیکه چې “خ” ته یې ټکی ورکاوه ملاصاحب ورته وویل: صیب مهرباني وکړه دا د “خ” ټکی د “سین” ګيډي ته ورواچوه، هغه د ملاصاحب خبره ومنله نو له [خس]نه [حسن] جوړ شو او لس درهمه یې وګټل.

ښه

سړی اوبو اخیستی و د غرقیدا په حال کې و، ملا نصر دین وژغوره او له سیند نه یې راوایستی، سړی د سیند په غاړه ودریدی ملا صاحب بیرته سیند ته ورټیله کړ، هغه د سیند له څنډي بیرته راووت او ملا صاحب ته یې په غوسه وویل: یو ځل دي راوایستلم بیا دي ولې بیرته سیند ته وغورځولم؟!! ملا صاحب ورته وویل: هغه متل دي نه دی اوریدلی چې ښه وکړه اوبو ته یې وغورځوه.

اذان

ملګرو یې غوښتل په هغه ټوکه جوړه کړي، ټول سیند ته ولاړل، یو ملګری به یې اوبو ته ورولویدی چې را وبه خوت هګۍ به یې په لاس کې وه، ټولو دا چل وکړ، ملا نصر دین ته یې وویل: اوس ستا وار شو، ملا صاحب سیند ته ورټوپ کړل بیرته تش لاس راوخوت، او د دوی په منځ کې یې ” اذان ” پیل کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
علي
میلمه
علي

حامد صیب ستا سیند په کوزه کې ما هر یو تعقیبولو که درسره د کار قصې ختمې وي نو دغه سلسله بس کړه خیر دی اووس ضرور نده چې د ملا پسې قصې پیل کړې مطلب می ملا نصرالدین دي هیله ده بده یې ونه ګنئ

hamed afg
میلمه
hamed afg

د ملا د هوښیاري کیسې د هغه ستاینه ده او په هغه پوري د کم عقلیو د تړلو کیسو تردید ده، او لیکوال خاص اشخاص نظر کې نه شي نیولی هر چاته یې لیکي.

حنيف
میلمه
حنيف

حامد صيب موضوعكاني دي ديري خكلي او جالبي او مفيدي دي, خو دلته على ورور خه خبره كري, او بل دا جي ته خو بدي كيسو كي ليكوال نه يي, ته خو راتولوونكي يي…

علي
میلمه
علي

حامد صیب دا سنګه هو ښیاري کیدای شي یو کس له سیند نه راوباسه نیکي ورسره وکه او بیا یې بیرته اوبو ته وغورځوه. تاسو عالم یاستئ ښه پوهیږئ مونږ خو بس یو نظر وو