نړۍ

د پاکستان صدر اعظم او لوی درستيز نن سعودي عربستان ته ځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان صدر اعظم ميا نواز شريف او لوی درستيز جنرال راحيل شريف نن په يوه ورځني سفر د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته روان دي.

تېره ورځ ناوخته صدر اعظم نوازشريف، لوی درستيز جنرال راحيل شريف، دفاع وزير خواجه اصف او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو صدارت ماڼۍ کې د يمن او سعودي عربستان په اړه غونډه وکړه او د غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې نواز شريف او د پوځ سرلښکر به نن پنجشنبه رياض ته ولاړ شي.

د دې يوه ورځني سفر موخه د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د پيدا شوې بې باورۍ د له منځه وړلو هڅې بلل شوي دي.

تېره مياشت د پاکستان صدر اعظم سعودي عربستان ته تللی وو او سعودي چارواکو ته يې ډاډ ورکړی و، چې پاکستان به سعودي عربستان سره هر ډول دفاعي مرستې کوي او په سختو ورځو کې به د سعودي دفاع د پاکستان پر غاړه وي، مګر يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد د سعودي په مشرۍ روانو بريدونو کې د سعودي عربستان باوري دوستانو لکه پاکستان، مصر او ترکيې د سعودي ملاتړ ونه کړ او له هغې وروسته د پاکستان او سعودي اړيکې ترينګلې شوي دي.

پاکستانۍ سرچينې وايي، چې نوازشريف به د خپل سفر په ترڅ کې هڅه وکړي، چې د سعودي پاچا خپګان او بې باورۍ له منځه يوسي او په دې اړه يې د پاکستاني پارلمان له پرېکړې خبر کړي.

تېره اونۍ هم د نوازشريف ورور او د پنجاب اعلی وزير ميا شبهاز شريف په مشرۍ يو پلاوی سعودي عربستان ته تللی و، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ پيدا شوې بې باوري له منځه يوسي، مګر د څارونکو په اند سعودي عربستان له پاکستاني چارواکو نهيلی شوی او فکر نه کيږي، چې رياض دې بيا پر پاکستان د پخوا په څېر باور وکړي.

د پېښو څارونکي وايي، چې تېره مياشت سعودي عربستان يمن کې د حوثي ايران پلوو ملېشو پر ضد بريدونه د پاکستان او مصر په ډاډ پيل کړل، مګر وروسته څرګنده شوه، چې پاکستان او مصر دواړو سعودي په دغه جګړه کې يوازې پرېښود.

پاکستان وويل، چې پارلمان يې د دغې جګړې پلوي نه کوي او مصر له سعودي ډېر زيات امتيازيات وغوښتل، چې باالاخره سعودي پرېکړه وکړه، که دا جګړه همداسې روانه وساتي، نو په يوازې سر يې د دوی لپاره ګټل ناشوني وي او د خپلو اوږدمهالو ګټو په رڼا کې يې د حوثيانو پر ضد روان هوايي بريدونه ودرول او اعلان يې وکړ، چې دوی خپلې موخې ته ورسېدل او له دې وروسته به دغه پروسه دخبرو اترو له لارې حل کوي.

دا چې د نواز شريف ننی سفر به پر پاکستان د سعودي بې باورۍ څومره له منځه يوسي، د کارپوهانو په اند سعودي چارواکي وايي، چې ټول عمر يې د پاکستان مرسته او لاسنيوی کړی او بيا په سخته ورځ کې پاکستان دوی په تش ډاګ پرېښودل او داسې تمه نه کيږي، چې سعودي دې يو ځل پر پاکستان د پخوا په څېر باور وکړي.

پاکستاني څارونکو وايي، د پاکستان د سعودي څخه د نه ملاتړ یوعلت هم په پاکستان کې د شیعه سخت دريځو او بل د ایران او پاکستان د اړیکو له کبله وو.
د پاکستان د نفوس شل سلنه شیعه ګان جوړوي، چې د پاکستان په ايالتونو کې اوسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x