نظــر

بخښنه او وضاحت – احمدولي اڅکزی

لیکوال: احمدولي اڅکزی

قدرمنو ورونو السلام عليکم

د دغې ليکنې په تړاو غواړم لږ وضاحت وکړم. ګرچه ما فکر کړی ؤ چي دا ټول څېزونه عيان او واضح دي خو زما فکر البته درست نه ؤ او زما دغه ليکنه د بعضو ورونو له پاره د سوی تفاهم او زړه ازارۍ سبب ګرځېدلې ده.

د دې څخه تر مخه چي زه خپل وضاحت وړاندي کړم، د هر هغه ورور او خور څخه عفوه او بخښنه غواړم، چي زما د دغې ليکنې له کبله يې زړه ازار سوی وي. ما په قصد سره نه د چا د زړه ازارول غوښتي او نه مي هم خدای مه کړه هڅه کړې چي په قصد سره حلال و حرام او ښه او بد سره ګډ کړم. هيله ده چي زما ازار سوي ورونه او خوېندي زما عذر او بخښنه ومني.

وضاحت

شرعي نيمګړتيا

زما د ليکنې لومړۍ نيمګرتيا خو دا ده چي دا پر حقيقت نه ده ولاړه او يوه افسانه ده. زما د معلوماتو له مخي په اسلام کي شعر، داستان او افسانه عبس کارونه دي، که پر حقيقت نه وي ولاړ (وګورئ سورت شعرا). دا چي زما د دغه نکل مقصد امر بالمعروف او نهي عن المنکر ؤ، نو ما فکر کاوه چي په داسي صورت کي بيا داستان ليکل جواز لري. خو اوس مي د يو عالم او نيک سړي نظر واخيست او هغه وويل چي بهتره دا ده چي څوک د غېر حقيقي نکلونو او داستانونو څخه صرف نظر وکړي ولي چي ټول په درواغو کي راځي. زه به هم انشالله په آئنده کي د افسانوي يا غېر حقيقي داستان ليکلو څخه ځان وساتم.

د ليکوالۍ نيمګړتيا

که د املايي غلطيو څخه تېر سو چي په دغه متن کي راڅخه تېري سوي دي، نو يوې بلي لويي نيمګړتيا ته پام اوړي. دا چي دغه نکل رشتيا نه دی نو بايد چي ما د درنو لوستونکو تر منځ د سوی تفاهم د مخنيوي او د دې ګواښ د مخنيوي له پاره چي خلک يې په حقيقت غلط نه کړي، بايد په سرليک او يا هم د ليکني په سر يا پای کي ليکلي وای چي دا يو خيالي داستان دی.

ما دغه نکل ولي وليکی؟

د اعمالو دارومدار په نيتونو باندي دی. که څه چي له سره زما په بې خبرۍ کي ما د ليکنې يوه داسي بڼه غوره کړې وه چي په اسلام کي ناخوښه ده، خو نيت مي بيا هم خراب نه ؤ. ما دغه داستان د هغه وروسته په ډېر لږ وخت کي وليکی کله چي مي د جلال آباد د پيښي د ماشومو قربانيانو تکان ورکونکي انځورونه وليدل.

د دې څخه ترمخه چي زه دغه لنډ نکل وليکم ما ته څو شيان روښانه ول. لومړی دا چي د افغانستان اسلامي امارت دغه بريد په کلکه غندلی او هغه یې شيطاني عمل بللی دی. که داسي هم نه وای ټوله نړۍ په دې خبره ده چي د ولسي خلکو ژوند او مال ته تاوان رسول د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو له مخي چي پر شريعت ولاړ دي دا د سزا وړ جرم دی. د قرآن او حديث له مخي او بل د امارت د مشرتابه د مستقيمو او روښانه اوامرو له مخي هم د ولسي خلکو مال و ژوند ته زيان رسول منع دي. دويمه خبره دا راته روښانه وه چي دغه کار په مستقيمه يا غېر مستقيمه توګه د جاسوسي ادارو له خوا تر سره سوی، لکه په ټوله نړۍ کي چي بل هر ظلم او ناروا د هم دوی له خوا تر سره کيږي. ماته دا هم روښانه ده چي په زرهاؤ کلومتره ليري پراته د انسانيت د دښمنانو مشران په خپل لاس دغسي بد اعمال نه تر سره کوي بلکه يا خو د پيسو په بدل کي د انسانانو او مسلمانانو په جامو کي په منافقانو او شيطانانو دغه کارونه تر سره کوي، او يا حتی د معصومو ځوانانو په تېر ايستنه هغوی د خپلو ورونو په وينو لمبوي. د ځوانانو د تېرايستنې د دغې موضوع په تړاو ما د نن څخه تقريبا دوه کاله تر مخه هم يوه ليکنه کړې وه چي ځوانانو ته مي پکښي توصيه کړې وه چي د جاسوسي ادارو د چلونو څخه ځان وساتي. د «انټرنټ، جعلي «توندلاري» او ګواښونه» تر عنوان لاندي دغه ليکنه دلته لوستلای سئ.

لکه رسول ع چي په خطبة الوداع کي د يو مسلمان ژوند او مال پر بل مسلمان حرام بللی دی، زما د ليکنې مقصد هم دا ؤ چي که د يو مسلمان عمل د بل بې ګناه مسلمان و ژوند او مال ته تاوان رسوي او يا يې خطر موجود وي، نو بايد چي د دغه کار څخه ليري واوسي. پر دغه خبره زه اوس هم ولاړ يم او پر پښېمانه نه يم. هغه په دې دليل چي پر ما او بل هر مسلمان امربالمعروف او نهی عن المنکر واجب او لازم دی. زه پر خپل ورور دا حق لرم چي سمه لاره راوښيي او پر ما هم دا حق لري چي که زما په فکر پر کږه روان وي نو يې ورته متوجه کړم.

دا چي بعضي ورونو ورڅخه د دې مانا اخيستې چي ګواکي ما د احمد په ګناه محمود تورن کړی، يا مي خدای مه کړه واجب او حرام سره ګډوډ کړي، هغه زما د يادو غلطيو او د سوی تفاهم نتيجه ده. زما هيڅ داسي نيت او مقصد نه ؤ چي د جلال آباد د پيښي يا ورته نورو پيښو پړه پر داسي چا واچوم چي هغه پکښي پړن نه دي. خدای مه کړه زما دا مقصد هم نه ؤ چي د مسلمانانو تر منځ فتنه واچوم.

زما هيله او سپارښتنه د خپلو ورونو څخه دا هم ده چي د نن ټکی آسيا پر درنې پاڼي د ټاپې وهلو او چټک قضاوت څخه هم ځان وساتي. څوک بايد معلوم څيزونه هره ورځ له سره ونه تلي. نن ټکی آسيا بايد نور موږ تاسو ټوله ته معلومه وي او دروندوالی يې راته معلوم وي. زما مقصد دا نه دی چي پر نن ټکی آسيا دي تنقيد نه کيږي يا دا چي غلطي ورڅخه کېدل ناممکنه ده خو زما مقصد دا دی چي بايد تنقيد رغوونکی او د چټکو قضاوتونو او ټاپو څخه پاک وي تر څو د اصلاح او بهترۍ سبب وګرځي.

زه د ځان د اصلاح له پاره هم ستاسو د رغونکو نظرونو محتاج يم. داسي نظرونه چي زما غلطي داسي پکښي راته په ګوته کړله سي چي زه هغه غلطي وپېژنم او له منځه يې يوسم.

بخښنه غواړم چي وضاحت راڅخه اوږد سو، نو همدلته د پای ټکی ايږدم او هيله لرم چي زما دريځ روښانه سوی او ستاسو درنو ورونو ګيلي او رامنځ ته سوی سوی تفاهم ليري سوی وي.

يو ځل بيا خپلي مخکي يادي غلطۍ منم او په مستقبل کي هم ستاسو د لارښونو په هيله يم.

ورور مو

احمدولي اڅکزی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

مننه اڅکزی صاحب تاسو ته ددې اخلاقي جرائت مبارکي وایم ، الله تعالی مو سرلوړي لره، په دې کې شک نشته چې تاسو د هر افغان غوندې په بي ګناه مقتولینو خوږیږئ باور وکړئ ستاسو غوندې زه هم ورباندې خوږیږم خو ددغسې پیښو د مخنیوي لپاره اساسي چاره ولټول شي، او دغسې پیښې باید یوازې په مجاهدینو تاوان نکړو . په دې کې شک نشته چې ستاسو نیت پاک و تاسو د جلال اباد ماشومو شهیدانو دردولي واست خو متاسفانه ستاسو د کیسې مفهوم عام و، او په یوه شکل یي د غربي تبلیغاتو تائید کاوو. اڅکزی صاحب ستاسو خدمتونه… نور لوستل »

محمد یونس

د قدر وړ اڅکزی صاحب ! په مينه او درناوي ! ستاسو د بخښني او وضاحت ليکنه مي ولوسته ، خداي سته سخت مي نيت درباندي ښه سو ، ځکه بهترین انسان هغه دی چي کله خطا ورڅخه صادره شي نو د خطا په پوهيدلو سره سمدستي پرې پښېمانه شي ، داچي تاسو خپله دغه ليکنه يوه تېروتنه بللې تاسو وکولای شول ددغه اخلاقي جرئت په واسطه د خپلو مينه والو زړونه بيرته وساتی او هر ورور دي په ورين تندي ليکني ولولي ، يو بل جرأتمندانه اقدام هم که کولای شې نور به دي هم ان شاء الله عزت… نور لوستل »

shan

پر یوه غلطي باندي بخښنه غوښتل ډير لوﺉ غیرت ده الله دي هم داسي غیرت مند لره بادشاه اوسي

حنيف

مننه اڅکزی صيب تا خو خبل فرض ادا كر او معذرت دي وغوخت, الله دي درته بخنه وكري… به وضاحت مو خوشاله شوم… الله دي ونازوه….

حميد الله

محترم اڅکزی صيب
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ډيره مننه الله جل جلاله دې په دواړو ليکنو باندې اجرونه درکړي
ستاسې له دواړو ليکنو سره موافقه لرم
يقينا داسې مجاهدين راته معلوم دي چې يوه ولسي وګړي ته داحتمالي خطر له امله يې ډير غټ عمليات معطل کړي، مجاهدين هم انسانان دي نصيحت ته احتياج لري ترڅو بې ګناه خلک ترې متضرر نشي

کندهار
Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x