نظــر

د شهيد معلم اول ګل د شهادت د لومړۍ کليزې د رارسېدو په مناسبت

malim-awal-gulد هغه د وياړلي ژوند له حماسو څخه د يو څو جهادي کارنامو، دندو او خاطرو يادونه کوم، چې دده په افتخاري ژوند کې له ما سره ياداشت دي. بايده وه چې ما د هغه د وياړمن شهادت پرمهال ليکلې وای، خو له بده مرغه چې زه سخت ناروغه وم. انسان په خپل وس پړ دی، دا دی اوس د الله تعالی په لار کې د شهيد معلم اول ګل د جهادي کارنامو له ټولګې د يو څو زړو خاطرو، سرښندنو، جهادي دندو او وياړونو په اړه کرښې توروم.

په ۱۳۵۸ کال چې زموږ په ګران افغانستان کې د خلقي او پرچمي کمونستانو ظلمونه اخري حد ته رسېدلي وو او بيا د همدغو بې رحمه کمونستانو لخوا دولس زره بې ګناه هېوادوال ژوندي تر خاورو لاندې شول. همدا ډول د همدې وطن فروشو له لوري د عامو افغانانو ژوند ډېر تريخ شو، ډېر په دين مين هېوادوال مو د وطن پرېښودو ته اړ شول؛ نو په همدې خطرناکو شپو او ورځو کې زما پلار او نږدې خپلوانو هم کډې بار کړې او ګاونډي هېواد پاکستان ته د عقرب په مياشت کې مهاجر شوو. بيا په همدغه کال د جدي په شپږمه نېټه د هغه وخت سور ښامار شوروي اتحاد د خپلو بې عقله کمونستانو په مشوره د افغانستان پر پاک حريم او ددې مجاهد زېږوونکې پاکې خاورې د لاندې کولو او نيولو په غرض د يولک او دېرش زره وحشي عسکرو سرې لښکرې په دې مظلوم ملت رامرش کړې…د افغانستان د غيرتي خلکو په سرونو ګټل شوې ازادي او خپلواکي يې خپو لاندې کړه.
په دغه خطرناک حالت کې د ولسي خلکو ستونزې او کړاوونه لا نور هم زيات شول او هلته پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو په څنګ او ګاونډ کې موږ هم له سختو ستونزو ډک ژوند سره لاس او ګرېوان وو. ددې سخت ترين ژوند په شپو او ورځو کې زه لا خامکی زلمی وم، نو ځکه مې په هغه پراخه پېښور د خپل کوچني ولايت مينه هيڅکله نه ماتېدله او د همدې کوچني ولايت د هسکو چنارونو رپانده شنو پاڼو او بيا په هغو کې د پسرلي د تورو بلبلو خواږه اوازونه او د سپين رنګ پاڼه لرونکو سنځلو زېړ ګل زړه راښکونکي بوي مې هيڅکله نه هېرېده او ددغه ګل غوندې وطن په سردرو کې د سرو روسانو واک او ورسره د همدې شين سترګو هغه مظالم چې زما په افغانانو يې کول، د نورو شازلميو غوندې زما زړه هم ډېر خوړين کړی و. بالآخره د نورو مجاهدو او غښتلو زلميو په شان زما غيرت هم راويښ شو او په ۱۳۶۰ کې د ستر غازي مولوي محمد يونس خالص بابا له مخلصو مجاهدينو سره يو ځای د ننګرهار ولايت تورې بوړې عمومي محاذ ته د جهاد لپاره لاړم، چې بيا هلته د خوږياڼو ولسوالۍ نامتو قومندان انجينير محمود (مقابل) سره ملګری شوم.
شهيد انجينير محمود رحمه الله به تل د يو داسې نوکي زلمي يادونه کوله چې له دولسم ټولګي څخه لا نه و فارغ شوی او هغه يې د اول ګل لغماني په نوم باندې راپېژانده.
انجينير محمود د همدې لغماني اول ګل د ټينګې عقيدې، کلک ايمان، سليم عقل، ښه تدبير، جهادي مينې او د نېکو اخلاقو خورا زيات توصيف کاوه، ليکن زما ياغي ذهن ته د اول ګل په هکله زيات منفي تصورات لوېدل؛ خو بلاخره زما خيالات هم د شهيد انجينير محمود د فکر تابع شول او کرار کرار د ناليدلي اشنا اول ګل ليدو ته خورا زيات علاقه من شوم.
اول ګل په ديارلس سوه شپېتم کال له دولسم ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ شوی و او له فراغته وروسته کمونست حکومت له نورو متعلمينو سره يو ځای د جلال اباد ښار د انحصاراتو امنيتي پوستې ساتلو ته اړ کړی و.
ښه راته ياد دي، د سرطان مياشت وه، د سرخرود چارباغ کلي ته تنکی ځوان اول ګل د خپل استاد ملامحمد او معلم سيد عزيز او شير افضل سره يو ځای انجينير محمود ته راغی، خو چې ومې ليده په رښتيا چې اول ګل د عنجر ګل و، نري خط و بريت، دنګه ځواني، مناسب قدوقامت، سور بخنې تورې سترګې، وړه خوله، نرۍ باريکې شونډې چې په ټيټ اواز به غږېده…
اول ګل زما غوندې د يوې غريبې کورنۍ غړی و، خو دی د مرحوم حاجي رحيم ګل په کور کې ډېر په ناز او نخرو لوی شوی معلومېده. په هر صورت درېواړه استادانو سره تنکی شاګرد اول ګل راغی او غوښتل يې چې د انحصاراتو پوسته هم د غوچکو کلي نه جنوب خوا ته د بړق پوستې په شان په څه خاص تکتيک مجاهدينو ته تسليم کړي، له ډېرو مشورو او بيا له يو څه وخت تېرېدو وروسته اول ګل همداسې وکړل.
مجاهدين يې د معلم خوشحال په رهنمايۍ د انحصاراتو پوستې ته داخل کړل او بيا يې د انحصاراتو پوستې مشهور شرابي، غټ لوفر، ډاګيزه زناکار او کمونست قومندان اسدالله ودان په خپل لاس د جهنم کندې ته وغورځاوه، اووه ميله کلاشنکوف او نور زيات مهمات مجاهدينو په غنيمت ونيول، بيا له هغې وروسته اول ګل پېښور ته کډوال شو او په پېښور کې د خالص بابا په سياسي دفتر کې او بيا د ننګرهار په ولايتي دفتر کې يې د مالي چارو د ممتاز او نازولي مامور په صفت تر ډېره وخته کار کاوه، خو سره له دې يې هم د جهاد سنګرونه ګرم ساتل. د ضرورت په وخت کې مختلفو ولاياتو ته د يو تکړه او غښتلي مجاهد په توګه او کله هم د قومندان په حيث اول ګل ته وظيفه سپارل کېده.
په ۱۳۶۴ کال کې له ما سره يوځاي د بر کنړ ناړۍ ولسوالۍ ته د وروسي طيارو د ويشتلو لپاره ولاړ، ډېرې لوږې، ډېرې ستومانۍ يې راسره برداشت کړې الله جل جلاله دې له موږ دواړو قبولې کړي.
بيا په همدې کال دواړه د خوست ولايت د شهرنو په ولسوالۍ د يوسل اووه ميلي متري راکټونو د ويشتلو لپاره خرلجيو ډنډو مرکز ته د مولوي جلال الدين حقاني صاحب د مرستې په موخه لاړو.
همدا اولين راکټونه وو، چې د شهر نو په نظامي او عسکري اهدافو مو وويشتل. اول ګل د طيارو ضد سټنګر مزايل او د ۱۲۰ ميلي متري کمپيوټري هاوان ښه ماهر و، چې د دغو وسلو د استعمال په ډېرو عملياتو کې به تل برخه وال و. له هغې جملې څخه په ۱۳۶۶ د کنړ ولايت اسداباد ښار ته نږدې د روسانو په توپچي غونډ د مجاهدينو د کمپيوټري هوانو په عملياتو کې اول ګل ته د عامې رهنمايۍ او ترصد وظيفه ورسپارل شوې وه.
همدارنګه په ۱۳۶۷ کال د جوزا د مياشتې د ننګرهار ولايت په غني خېلو په يو اويايم غونډ د مجاهدينو د کمپيوټري هوانو په درندو او مرګونې ګذارونو کې هم اول ګل فعاله ونډه درلوده.
په دې سربېره يې نورو مجاهدينو ته د هر قسم درندو او سپکو وسلو زده کړه هم ورکوله. همدغه وجه وه چې په مجاهدينو کې په “معلم اول ګل” مشهور شوی و.
د ۱۳۶۷ کال په عقرب مياشت کې چې کله مجاهدين وتوانېدل؛ چې له تورخم څخه نيولې تر جلال اباد هوايي ميدان پورې ټوله سيمه د کمونست حکومت څخه د تل لپاره ازاده کړي، نو د همدغه عمومي عملياتو په شروع کې اول ګل معلم صاحب خپله دولس ميله دستګاه د کامې سيمې نه پورې غاړه د لعل پورې او چکنور تر منځ له لوړ غره څخه د لنډي خيبر په ۶۶ غونډ او د هزارناو په توپچي کنډک پرلپسې چلوله، تر هغې وروسته بيا څلورم فارم کې معلم اول ګل ته د ټولو مجاهدينو د اکمالولو مسؤوليت وروسپارل شو او کله چې د ډاکټر نجيب حکومت نسکور شو او د ننګرهار ټول مجاهدين د جلال اباد ښار ته ننوتل، د جلال اباد ښار شاوخوا ټول ملکي او نظامي تاسيسات د مجاهدينو د واک لاندې شول، نو معلم اول ګل د څلورمې لېوا قومندان وټاکل شو او همدارنګه د اسلامي امارت په ټوله پنځه کلنه دوره کې هم د څلورمې لېوا قومندان پاتې شو.
کله چې د امريکايي بمباريو په اثر اسلامي امارت ړنګ شو، متاسفانه هوښيار معلم اول ګل په بې وفا حضرت علي کلک باور وکړ او سهواً په لېوا کې پاتې شو.
يوه ورځ ښار ته روان وم او په داسې حال کې چې امريکايان او د هغوی اجير شاړي او نور بې غيرتان په توره بوړه کې د عرب مجاهدينو د سخت مقاومت سره مخ شوي وو، په لونا غوڼدۍ(د ننګرهار په څلورمه لېوا کې خاصه غونډۍ ده) کې مې معلم اول ګل تر سترګو شو، زه هم ورغلم، معلم صيب فرشونه غوړول او د څه مېلمنو تابيا يې کوله. ورته مې وويل: معلم صيب بيا دې څوک مېلمانه دي که څنګه ؟ ويې ويل د کی جي بي، سي آی ای او اف بي آي ټول اجنټان راروان دي او غواړي چې يوه مطالبه يې ومنم. ما ويل دا څه وايې؟! دا خو څه واشنګټن او مسکو نه دی ؟ او معلم صاحبه دا خلک چې تا ياد کړل دا څوک دي او کله افغانستان ته راغلي دي؟ معلم صاحب مسکی شو او ويې ويل حضرت علي، زمان غمشريک او د مولوي شکور وراره ميرويس ياسيني درته يادوم، رازه ته هم کښېنه چې ساعت دې تېر شي، زه هم ورسره تم شوم.
لږ ساعت وروسته ميرويس ياسيني او بل کس چې ما نه پېژانده راغله او له روغ بړ وروسته يې معلم اول ګل ته ځان داسې معرفي کړ : زه حاجي شاپور په افغانستان کې د اف بي آي رئيس يم او دا راسره ملګری حاجي ميرويس ياسيني دی، چې په افغانستان کې د سي آي ای لوی رئيس دی.
معلم صاحبه توره بوړه کې عربانو زموږ د قواو په مقابل کې سخت مقاومت شروع کړی دی، له تانه هيله کوو چې خپل ټول ټانګونه ورسوق کړئ او د القاعده ټول جنګيالي ووژنئ او نامتو مشر يې ژوندی ماته تسليم کړئ! معلم صاحب د عذر په ډول جواب ورکړ : عربانو ته چې ستا دومره ډېرې جنګي جيټ طيارې او نور پېشرفته وسائل ماته نه شي ورکولای، نو زه به په دې زړو ټانګونو کله شيخ اسامه ژوندی ونيولی شم ؟ شاپور غوسه شو، ودرېدو او په جګ اواز يې معلم اول ګل ته وويل: والله که دغه کار ونه کړې، نو دا لېوا به بيا درته بمبار کړم. د معلم صاحب په مخ هم د غوسې نښې ښکاره شوې، خو دغه وخت يې له زغم څخه کار واخست او ويې ويل: شاپور حاجي ستا اختيار دی چې ما بمباروې او که دا لوا بمباروې. بيا دواړه راغلي رئيسان د جلال اباد ښار ته روان شول. ما معلم صاحب ته وويل چې دا خلک ماته خطرناک ښکاري. معلم صيب وويل غم يې مه کوه حضرت علي پوره ډاډ راکړی.
په سبا ورځ امريکايي جيټ الوتکو هغه ټانګونه هم تيکه تيکه کړل چې لا تر دې دمه د پخواني شديد بمبار نه روغ رمټ پاتې وو، بيا پينځه ورځې وروسته د معلم اول ګل يو دوست مخې ته راغی، ويې ويل: د ننګرهار د شورا ټول مشران د معلم اول ګل د نيولو په پروګرام بوخت دي او يو بل سره مشورې کوي او ويې ويل همدا اوس معلم صاحب ته ورغلم او له حاله مې خبر کړ، خو معلم صيب زما پر خبر هيڅ يقين ونه کړ، ما ورته وويل ته مطمئن اوسه، زه به نن مازيګر حتمي معلم صاحب ته ورشم او په موضوع به يې سر ښه خلاص کړم.
د ۱۳۸۰ کال د جدي په اول تاريخ مازيګر نه لږ مخکې د کمونسټ حکومت پخواني تنظيمه رئيس افضل لودين کور ته، چې د معلم اول ګل دفتر همالته و ورغلم، خو د کور په دروازه کې د خالص بابا پخواني معاون حاجي دين محمد سره په داسې حال کې مخ شوم، چې مولوي عبدالمناف منان او د بر کنړ د شهيد شوي قومندان حاجي ميرزمان ورور او د هغه په ګدۍ ناست قومندان پاچا يې د معلم اول ګل موټر کې کښېنولي وو، ما سره يې روغ بړ وکړ او ويې ويل: ته هم لکه چې د دې خلکو په شان يې ؟ د حاجي دين محمد مقصد معلم اول ګل و، ما ورته وويل؛ نه، حاجي صاحب زه ستا ليدو ته راغلی يم. حاجي دين محمد چې ښه مطمئن شو راته يې وويل زه مولوي مناف او پاچا تورخم پورې رسوم، بيا بېرته رازم بيا به خبرې کوو ما وېل سمه ده.
حاجي دين محمد او ورسره نور ملګري طورخم ته لاړل او زه د معلم په لوري وخوزېدم، چې معلم صاحب ته ورسېدم دا زما او د معلم صاحب اخري ملاقات و، نوې جامې يې په تن وې او لوی جهادي پکول يې په سر و، غېږه يې راکړه، د روغ بړ په دوران کې مې له غوږه ورتېره کړه : هلکه نور لاړ شه دا د جلال کوټ ښار ستا د اوسېدو لپاره مناسب نه ښکاري، معلم صاحب وخندل او ويې ويل حضرت علي راته د ټولو خبرو ذمه وهلې او له هرې خبرې مې خبروي، ما ورغبرګه کړه، چې حضرت علي خو دې لا پخوا د وژل شوي مسعود پس خورده خوړلې او ته اوس هم د اعتباري ملګري په سترګه ورته ګورې او د دغو مشرانو چې له پخوا راهيسې د امريکايي ډالرو شکېدلې بوجۍ ته په طمعه ناست دي، د دوی د بد نيت هيڅ تشويش نه حس کوې، زه په کلکه درته وايم چې ستا په اړه د دوی ارادې خوندورې نه دي. معلم اول ګل غوسه ناک سړی و، له همدې وېرې مې په واضحو ټکو نه شو ورته ويلی، چې همدا حضرت علي درته په کمين کې ناست دی، نور زه ترېنه رخصت شوم. په سبا ورځ د جدي په دوهم تاريخ د يو ضروري کار لپاره پېښور ته لاړم، په همدې ورځ ماښام مې د امريکا غږ راډيو څخه واورېدل چې د ښه استعداد څښتن معلم اول ګل خپل باوري ملګري او لوی جنګ سالار حضرت علي په څه بهانه د پوليسو قومندانۍ ته ووغوښت او هلته يې لاسو ته هتکړۍ او پخو ته زولنې ورواچولې او بيا يې ولچک او زولنه د استخباراتو لوی واکمن انجنير عارف ته وسپاره .
بيا يو څه موده وروسته حضرت علي د کابل د استخباراتو دوزخي زندان ته ورغی او معلم اول ګل ته يې وويل : معلم صاحب د امريکايي عسکرو لوی قومندان صرف د يو څو اخري پوښتنو د جوابولو لپاره د باګرام هوايي ميدان ته غوښتی يې، له دغه امريکايي عسکرو سره ورشه، بېګا ته دې بېرته راولي او سبا به ستا له خلاصېدو وروسته ما سره يو ځای کور ته لاړ شې، حضرت علي په دې چل او فرېب معلم اول ګل امريکايي جنرالانو ته وسپاره افسوس او صد افسوس.
معلم اول ګل ډېر راز داری انسان و، دده د پاتې کېدا اصل لامل د حضرت علي ډاډ نه و، بلکې د هغه عفت او ناموس ساتنه وه، په سر يې لوی امارت ړنګ شو..په زرهاو شهيدان پرې وشول. معلم صاحب د هغو عرب مجاهدينو د تورسرو په خوندي کولو بوخت و، چې تر دې مهاله لا خپلو اقرباو ته نه وې وررسېدلې..معلم موږ دا ته حال نه کاوه، چې زه فدايي بريد کوم..يا به سر خورم او يا به دا عفتونه ساتم…معلم غوښتل چې په خپلو وينو د د اسلامي ناموس د ساتنې تاريخ وليکي..اوس ويلای شو چې معلم اول ګل خپله کړې ژمنه پوره کړه…
بالاخره معلم اول ګل د کابل، باګرام، ګوانتنامو په زندانونو کې د امريکايي يرغلګرو عسکرو د سختو شکنجو او له نهه کاله بد ترين بند څخه وروسته امريکايي جلادانو په ګوانتنامو زندان کې په ۲۰۱۱/۲/۲ تاريخ شهيد کړ او بيا يې څو ورځې وروسته د ده زخمي زخمي جسد په کابل ښار کې د ده ورونو او ځامنو ته وسپاره انا لله او انا اليه راجعون. الله دې معلم اول ګل ته جنتونه ورنصيب کړي او الله دې معلم اول ګل ته د هغو ټولو تعذيبونو په عوض کې ډېر اجرونه ورکړي او الله دې دغه نګر د ده په اولاد ډک کړي.

 

ليکوال: ابو سيف الرحمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x