
فراه: د ټولګټو ریاست مدير وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه، ۱۳۹۴ل): په فراه کې د ټولګټو ریاست د حفظ او مراقبت مدير ووژل شو.
د فراه د ټولګټو ریاست د حفظ او مراقت دغه مدير محمد هاشم نومېده چې د فراه د چارواکو په خبره پخپل کور کې وژل شوی دی.
د پشترود ولسوالي ولسوال غوث الدين رسنيو ته ويلي چې محمد هاشم د فراه په مرکز کې دنده تر سره کوله د خو د دې ولسوالي د ګجګين د کلي اوسېدونکی و.
د دوی په خبر محمد هاشم په رخصتي کور ته تللی و، چې تېره شپه يې په کور وسله والو چاپه اچولې او نوموړی يې وژلی دی.
د دې وژنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.