نظــر

د علمي ادارو او عام المنفعه مراکزو په اړه د طالبانو موقف د ستایلو وړ دی

لیکوال: سلیم توپان
تیره ورځ طالبانو د عزم تر نامه لاندې خپل پسرلني عملیات د خپل دښمن د ځپلو په موخه اعلان کړل چې د روان کال د ثور د میاشتې په پنځه نیټه به پیل شي، طالبان چې دا دیارلس کاله د خارجي ځواکونو او موجوده حکومت سره د اشغال د پای ته رسولو په موخه په جګړه بوخت دي، هر کال د پسرلي په راتلو سره خپل عملیات اعلانوي.
طالبانو له ولس سره وعده کړې ده چې د دوی د سر او مال خوندیتوب ته به جدي پاملرنه کوي، او په خپله پالیسۍ یې یو ځل بیا ټینګار کړئ دئ چې هیڅکله به دیني او تعلیمي مراکز لکه، جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، پوهنتونونه او همدارنګه صحي مراکز لکه کلینیکونه او روغتونونه، عامه تأسیسات او عام المنفعه پروژې، او هغه بې غرضه مؤسسات چې د نیک نیت په اساس له ولس سره مرستې کوي او د هیواد د پرمختیا په موخه مثبت ګامونه اوچتوي د ټولو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
طالبانو په خپله رسمي اعلامیه کې خپلو جنګیالیو ته د جګړې پر مهال یو لړ شرائط په نظر کې نیولي دي او زیاته کړې یې ده چې خامخا باید عملي بڼه ورکړل شي او که بیا هم چا سرغړونه وکړه نو د شرعي قانون په رڼا کې به مجازات شي.
بل پلو بیا ګډ حکومت او د بشر د حقوقو سازمان هر وخت طالبان د ولسي وګړو په وژنه او تعلیمی مراکزو په بندیدلو تورنوي، دوی داسې انګیري چې طالبان یوازې جګړه پيژني او نور هیڅ کوم بشري خواخوږي نه لري، مګر که چیرې ځمکنیو حقایقو ته په کتو سره قضاوت شي نو د بشر د حقوقو او ګډ حکومت دعوه به باطله ثابته شي، ځکه چې تراوسه پورې طالبانو نه په کوم ښوونځي کې خپلې مورچې جوړې کړې دي او نه یې کومه شفاخانه بنده کړې ده او نه یې تعلیمي مراکزو ته کوم ګواښ پيښ کړئ دی، بلکې تر خپل وس پورې یې تر واک لاندې سیمو کې د ښوونځیو لپاره د خپل وس مطابق هلې ځلې کړې دي.
ګډ حکومت چې هیڅکله یې د جګړې اصول په پام کې نه دي نیولي او د ولسي وګړو پر وژنه یې هم صرفه نه ده کړې، پر ځای د دې چې د ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب په خاطر د جګړې اصول په پام کې ونیسي هنوز یې وژني او په کلیو کې درندې وسلې استعمالوی چې د ګډ حکومت مشر اشرف غنی د واک ته له رسیدو څخه دوه ورځې وروسته اجازه ورکړه او دوه ورځې مخکې داخله وزارت هم داسې افواهات خپاره کړل او ملي اردو ته یې امر وکړ چې د طالب پر نوم باید چې هر څوک وي ووژل شي او تر زندان پورې را ونه رسول شي، ملی اردو چې د طالب په نوم هر ولسي وکړئ ځوروي او د طالب ټاپه ورباندې وهي او د هغوی مال او شتمني هم ورنه تروړي د هیواد په ګوټ ګوټ کې په سلګونو ولسي وګړي وژلي دي او وژني یې او بیا خبري رسنۍ د خپل عادت له مخې هر وخت له تبلیغاتو څخه کار اخلي، هغه ولسي وګړي چې د ملی اردو له لوري ووژل شي او یا د حکومت د سیاسی موخو لپاره ووژل شي نو بیا یې پړه پر طالبانو واچوي ترڅو چې د ولس او طالبانو ترمنځ واټن رامنځته کړي، چې یوه ښه بیلګه یې د جلال آباد تازه زړه بوږنوونکې پيښه ده.
نو بناء ولس باید د مکار دښمن په دسیسو باندې ځان خبر کړي او د هغوی له ملاتړ څخه لاس په سر شي او د هیواد د اصلي ساتونکو سره په صف کې ودریږي او ملاتړ یې وکړي ترڅو چې صلیبی یرغلګر له ګران هیواد څخه د روسي یرغلګرو په څیر سر ټيټي تیښتې ته اړ کړي او په ګران هیواد کې یو سپيڅلی اسلامی نظام چې د هر چا حقوق پکې خوندي وي رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ښکلا

ځمکنیو حقایقو ته په کتو، متاسفانه چې طالبان هم په هره سیمه کې بیل بیل چلند کوي، درې څلور کاله مخکې يې د غزني د اندړ ولسوالۍ بازار چې شاوخوا ۵۰۰ دکانونونه و د خلکو پر مخ وتاړه، ورپسې یې مکتبونه بند کړل، چې په پایله کې اربکيانو ته لاره هواره شوه، چې تر اوسه شاوخوا ۶۰ کسان له دواړو لوريو وژل شوي دي، لا هم هره ورځ جګړه روانه وي خدای خبر نور به د څومره کسانو ژوند واخلي. د وردګو په چک ولسوالۍ کې يو مکتب چې پخوان نیمکاره پاتې شوی و، سر يې نه و پټ شوی،… نور لوستل »

احمد جاوید

یاره ما خو په دا تیرو کلونو کې له طالبانو څخه داسې کومه انسان دوستانه خبره نده اوردیدلی، خو بیاهم که خدای وغواړي نو ورته به هدایت وکړي. آمین

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x