د دفتر او د سنګر طالب! ‏(۲)‏

TALIBAN TALKING TO MEDIAمونږ ټول ګورو چې دښمن ګڼ سنګرونه پرانیستي دي، له هر سنګر نه پر مسلمانانو ډزې کوي، دمسلمانانو دبې لارې کولو او له منځه وړلو لپاره له هرې شونې لارې کار اخلي، ډېر ځله داسې پېښېږي چې یو مجاهد ته په سیاسي سنګر، مالي سنګر، فرهنګي سنګر، روغتیايي سنګر کې له جګړییز سنګر نه ډېره اړتیا لیدل کېږي، که لومړیتوبونو، اړینتیاوو، اړتیاوو او سمونتیاوو ته ونه کتل شي، هسې له یوې مخې برګ اټن پیل شي نو هر څوک پوهېږي چې آخر پایله به څه کېږي!

دغه او دیته ورته بې ځایه، پروپاګندې او لیکنې دڅو ډوله څېرو لخوا تر سره کېږي:

۱ –  ځیني یې په لوی لاس ددښمن لخوا پر مخ بیول کېږي، ماتې خوړلی دښمن هڅه کوي له دې لارې خپل وژونکي زار دځینو مجاهدینو او په ټولیز ډول دمسلمانانو زړونو ته ور دننه کړي، په زړونو کې یې ډول ډول اندېښنې ور واچوي، را ویې پاروي، چې ګوره! دادي له نیواکګرو سره سوله وشوه! امارت له خپل دریځ نه په شا شو، تر څو مسلمانان دجهاد او دجهاد دمشرانو په اړه شکمن شي، پرې بې باوره شي، او داسې و انګیري چې ګواکي دا دي دوی هم دخپلو ځانګړو موخو لپاره دنورو په څېر هر څه شا ته وغورځول، تر څو په دې توګه مسلمان ولسونه له جهاد او مجاهدینو نه ناهیلي، دخپلو مرستو دروازې پرې وتړي، دخواخوږئ کچه به یې راټیټه شي، او په دې توګه به په ټولیز ډول په نړئ کې په ټول جهاد بده اغېزه پرېوزي، په راتلونکې کې به دمسلمانانو او اسلامي ولسونو له جهاد او له هغه چا نه چې جهاد کوي زړونه ساړه او خواخوږي به نه ورسره ښيي، مګر دغلیم دا لومه ځکه بې اغېزې ده چې که څه هم چې ځینې پېښې دیو څه وخت لپاره پټېدای، او یا په ناسمه توګه په بله بڼه خلکو ته وړاندې کېدای شي، مګر په پای کې هر څه روښانه کېږي، ځکه ددرواغو مزل لنډ وي، پاتې دې نه وي چې دلته هغه کرغېړنې او له خپل دین او ولس نه پردئ څېرې چې دپردیو ډول ته ګېډېږي، خپل دیني ارزښتونه، تاریخي او ملي ویاړونه یې تر پښو لاندې کړي دي، په هر ښه او بد کې په پټو سترګو په کفارو پسې ځغلي، په خوراک، څښاک، اغوستلو، ګړېدلو، اورېدلو ناسته پاسته کې همدوی خپل مخکښان او مشران بولي، دا رنګه کسان له دینه ویره لري چې که په هېواد کې اسلامي واکمني راځي، اسلام او قرآن پلی کېږي، نو بیا ددوی غورمپش، ساټ وباټ، خرمستئ، نڅېدل او څرخېدل، بې شرمئ او بربنډتوب نه پکې چلېږي، ځکه خو یې اوتو بوتو ته سر ورکړی، دوی باید پوه شي چې افغان ولس یو غیرتي او مسلمان ولس دی، کله به هم دا رنګه پردي پالل او ډمتوب ونه مني، لکه څنګه یې چې دتاریخ په اوږدو کې نه دی منلی، ددغه غیرتي او شهیدپالې خاورې هره ډبره، هره لوټه اوهر بوټی دسپېڅلو شهیدانو په وینو رنګ دی، که نور هېڅ نه وي دغه پاکې وینې به توپان کېږي او دپردي پالو، لنډغرو ډمانو او دخپل دین او ولس نه پردیو خړ سترګو خځلې به له یوې مخې په مخه کوي.

۲ – ځینې نور یې بیا دهغه کسانو لخوا تر سره کېږي کوم چې ددوی په ګومان په بل پسې خبرې کول، درواغ ویل، تر منځ یې دبیلتون او جلاوالي اور بلول او ورته لمن وهل، ددوی خیالي ګټې ډاډمنولی او له ستونزو نه ژغورلی شي، او یا کم تر کمه دومره خو کېدای شي چې دنورو لپاره ستونزې وپنځول شي، او په ترڅ کې یې ددوی لوري ته هم که ژور نه وي هسې برسېرن پام وشي، دغه ډول څېرې خپله وړتیا نه لري، کڅوړه یې تشه وي، څه لاسته راوړنې نه لري چې ولس او نړئ ته یې وړاندې کړي، نو ددې لپاره چې ددوی بې وسئ او بې کسئ ته دچا ډېر ورپام نشي په نورو پسې پوچې او بې ځایه خبرې کوي، تر څو له دې لارې خپلې نیمګړتیاوې او تشې یو څه پټې او ډکې کړي، دځان په اړه ولس او نړئ ته داسې انځور وړاندې کړي چې ګواکي دوی له نورو نه ښه دي، او یا دا چې که دوی ښه وي که نه، خو هغه نور ښه نه دي! هو دا ټول ددوی تش ګومان دی، ځکه خو کله دولس په استازیتوب، کله دمجاهدینو په استازیتوب له خپله ځانه خبرتیاوې خپروي، او دا پرته له دې چې خپله همدغه څېرې وزبېږي، دزړه په ناروغیو یې اخته کړي، بله کومه لاسته راوړنه نه لري، دوی ډېر ځله دخواخوږو او دوستانو په جامه کې نیوکې او وړاندیزونه کوي، تر څو درواغ یې یو څه ځای ونیسي، او خلک باور پرې وکړي، او ددوی په ګومان ځینې کسان پرې دوکه شي، دوی هم پوهېږي چې څېرې یې ټول ولس پېژني، په رښتیا او په درواغو یې پوهېږي، نو ځکه جامه بدلوي او خپله بڼه بدلوي را بدلوي.

۳-  کله کله ځیني رېښتیني خو له حقیقت او واقعیت نه نا خبره کسان هم دیو څه په ویلو او لیکو سره ددوی په ګومان خپلې بندې غاړې خلاصوي، دوی برسېرنو او بېړنیو پرېکړې، برسېرنو او بیړنو شننو او څېړنو ته خورا لېوال وي، مخکې له دې چې وړاندې وروسته، اخوا دیخوا وګوري، دپېښو دروندوالي، اړینوالي، پراخوالي او ژوروالي ته پام وکړي، ځای او وخت ته وګوري، هسې سمدستي په لوټه له سمندر نه تېرېدل غواړي! هر څه په یوه ورځ کې غواړي، په هر څه ځان پوهول، په هر راز خبرېدل، په هره چاره کې ورګېدل دځان ځانګړې اوغوښنه برخه بولي، داسې غږېږي ته به وايي چې سپېڅلو ارزښتونو، ملي او تاریخي ویاړونو، دهېواد او ولس ګټو ته یوازې او یوازې همدوی ژمن دي او بس.

 دوی په خپل ګومان دا وړ بولي تر څو درسنیو له لارې خپل غږ او لید تر مشرانو ورسوي، ځینې هغه اندېښنې چې دوی ورسره لاس او ګرېوان شوي وي ،غواړي نورهم پکې ورسره ګډون وکوي، ځینو خو یې نه دسنګر ګرد لیدلی وي، نه یې درد لیدلی وي، نه یې غم لیدلی وي، هسې خبرې کول خوند ورکوي، خپله کار کولو ته تیار نه وي، نورو ته مشورې ورکول خوند ورکوي، همدا اوس هم که ورته وویل شي چې راشئ راوړاندې شئ، نو سمدستي به سل بانې مانې درته راغونډې کړي! زه بوخت یم! اوس نه یم وزګار! اوس حالات پېچلي او ستونزمن دي! زه نه غواړم لنډه منډه وکړم، زه ډېر وړاندې ګورم! کور مې یوازې دی! مور او پلار مې یوازې دي! هغه دي اودغه دي! طالبان په چارو کې له پوره پام نه کار نه اخلي، بې پامي کوي،  دوی خو له ځانونو تېر دي مونږ ته به ستونزې جوړې کړي،  دا رنګه کسان ما خپله لیدلي، یوازې نیوکې ښې کولای شي، نه یې مخکې کوم دپام وړ ګام پورته کړی، نه یې اوس پورته کوي، او نه به یې په راتلونکې کې پورته کړي، هو نیوکې او مشورې ښې پریمانه په بوجیو بوجیو! دومره چې سل اوښان یې هم نشې وړلای! خپله آره او اړینه دنده یې له خپله ځانه سره  په دې کې را غوټه کړې وي چې بس دمشورو جیوالونه را وړاندې کړه، او نیوکې وکوه!

سمه ده مشورې او نیوکې هم ښه او اړین کار دی، هر څوک ورته اړتیا لري، او هر څوک یې کولای هم نشي، مګر هر څه په سمه توګه، په خپل وخت او خپل ځای کې، زه باور لرم که یو څوک په رښتیا مشوره لري یا ریښتینې نیوکه لري، هغه به خامخا دامارت تر مشرانو پورې په داسې توګه ور ورسوي چې هم ځای ونیسي او هم ده ته پکې ددنیا او آخرت ګټه وي، که یو څوک غواړي امارت ته مشورې ورکړي، که یې نېغ په نېغه یا مخامخ نشي ور رسولای، کولای شي دویب پاڼې دایمیل له لارې یې ور واستوي، او دا خو نه دمشورې لار ده او نه دپرځای او رېښتینې نیوکې چې په ټوله نړئ کې نغارې وډنګوه، په ویب پاڼو کې لیکنې خپرې کړه، ددغو وروڼو لیکنې او نغارې ډنګول ددې پر ځای چې ده او یا مجاهدینو ته ګټه وکوي برعکس دغلیمانو او کرکجنو او رخه ګرو زړونه پرې یخېږي او بس.

 نو وړ دا ده: هغه کسان چې په رښتیا له خپلو اسلامي ارزښتونو، خپل ولس او کور سره خواخوږي لري، هغوی باید ددارنګه لویو او درنو پېښو په اړه له سړې سینې، لوی زغم، ژور او پاخه اند نه کار واخلي، دیته وخت ورنه کړي چې پېښې یې را پاروي اویا دوی نور را وپاروي، برسېرنې او بیړنئ څېړنې او پرېکړې ونه کړي، که په رښتیا ځینې اندېښنې ولري په هوارولو کې یې له رېښتینو ملګرو او چارپوهانو نه مرسته وغواړي، یا خپلې اندېښنې ورته وړاندې کړي، په دې سره کېدای شي تر یو ځایه دستونزو هواري او داندېښنو لرې کیدوته لاره وموندل شي.

او کوم چې غلیمان یا کرکجن او ناروغان دي له هغوی نه ګیله نه ده په کار ځکه هغوی دهمدې لپاره کار کوي، همدا خپله دنده بولي، په همدې کې دخپل ځان ژغورنه او دخپلو ګټو خوندیتوب ویني، او دهغو په شومو موخو هر څوک ښه پوهېږي، په خبرو یې باور نه کېږي، ځکه په خبرو کې یې رښتیا په کتغ کې دمالګې په څېر دي، له همدې کبله تل سرټیټې او شرمېدلي دي او وي به.

لیکوال: اتل مجاهد

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د