افغانستان

غزني: د اندړو امنيه قومندان په خلکو اوبه بندې کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت د اندړو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالي امنیه قومندان لطف الله کامران او د سیمې اربکیانو د دوی په کروندو د سردې بند اوبه بندې کړې دي.

د بند یو تن ساتونکي د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي چې دوه ورخې وړاندې د اندړو امنیه قومندان او څو اربکیان بند ته ورغلي د بند مسوول يې ډبولی او دوی ته يې امر کړی چې طالب مېشتو یا هم طالب پلوو کلیو ته اوبه ور خوشي نه کړي.

د غزني د اوبو لګولو رییس شفیق الله جهانباز هم وايي په دې سیمه کې د غويي د میاشتې له لومړۍ د سیمې اربکیانو په هغو کلیو اوبه بندې کړې چې یا طالبان پکې دي یا هم د طالبانو په همکارۍ تورن دي.

د دوی په خبره دوی هڅې کوي چې د دې ستونزې حل لاره پیدا کړي.

د اندړو امنیه قومندان د رسنیو اړیکي نه ځوابوي، خو په سیمه کې مېشت اربکیان وايي چې دوی به تر هغو دې کلیو ته اوبه ور خوشي نه کړي، چې تر څو يې د طالبانو له همکاري لاس نه وي اخیستی.

د سیمې کروندګر شکایت کوي چې دې څو ورځو لمر يې په کروندو بد تاثیر کړی دی او اوبه هم ورته نه رسېږي، د دوی په خبره اربکیان د دې پر ځای چې له طالبانو سره مخامخ وجنګېږي له داسې لارې کار اخلي چې تر ټولو ډېر تاوان يې عامو وګړو ته رسېږي.

دا لومړی ځل دی چې په دې سیمه کې داسې اقدام کېږي، خلک وېره لري چې که ورته کړنې مقابل لوری هم تکرار کړي، نو په هغو کلیو کې چې اربکیان مېشت دي هم به يې فصلونه د اور خوراک شي.

دوی په ښکېلو غاړو غږ کوي چې د دوی په جګړه کې باید ولس ته زیان ونه رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

ډير ښه کار شوی دی ځکه لومړی همدا تاسې وې چې د اربکيږم ملاتړ مو وکړ

طوفان طوطاخیل

اربکسپیان د هیچا زامن نه دي چې داکاریې کړی ، ان شاء الله چې په دې سره به ټول اولس مجبورشي چې ددوی په ضد جهاد ته ادامه ورکړي

rehmat jan

همدابی دورکیدوسبب گرزی ان شاءالله کروندی داولس دی خربکخیل ددی اولس دشمنان دی نودااولس میرنی اولس دشمن ته دسرپه کاسه کی اوبه ورکوی

محمد

ومکروا ومکر الله، والله خیر الماکرین
وړونو تشویش مه کوئ ان شاء الله ډیر زره به د همدغو سیمو یو لښکر د طالبانو په مشرۍ جوړ شي او د اوبو د بند په شمول به ټولې سیمه له اربکیانو پاکه کړي.
شر بخیزد که خیر ما باشد

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x