خبرونهنړۍ

د اقتصادي دهلیز د لارې بدلېدا سره د خیبرپښتونخوا حکومت مخالفت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه، ۱۳۹۴ل): چین غواړي چې د پاکستان د ګوادر پولې له لارې خپلو اقتصادي تولیداتو ته او همدارنګه خپلې د انرژۍ اړتیا وې له دې لارې پوره کړي. تمه وه دا لار د پاکستان له خیبرپښتونخوا ایالت او بلوچستان له سیمو تېره شي؛ خو پاکستان د چین د ولسمشر شي چینپینګ له راتګ سره دا خبره رسنیو ته راووته چې د پاکستان مرکزي حکومت غواړي د دې اقتصادي دهلیز نقشه داسې بدله کړي چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو پر ځای د پنجاب ډېرې سیمې په کې شاملې شي.

د چین د ولسمشر د سفر موخه هم همدا وه چې پر هغې پروژې هوکړه وکړی چې درې زره کیلو متره د اورګاډي، ګاډو او سمندري بېړیو له لارې د چین کاشغر له بندره د پاکستان ګوادر بندر ته تېره شي او په دې ډول اقتصادي ګټې او خايي خلکو ته کارونه ور په برخه شي.

بي بي سي سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر افرسیاب خټک وویل حکومت غواړي دغه لویه لار له لاهور او اسلام اباد ښارونو تېره کړي چې په دې ترتیب د پښتونخوا او بلوچستان ګڼې سیمې د دغې سترې پروژې له اقتصادي ګټو بې برخې پاتې کېږي.

پرون د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت هم په دې تړاو خپل مخالفت څرګند کړ. د خیبرپښتونخوا حکومت غوښتنه کړې چې د پښتنو د بې برخې توب مخه ونیول شي او نقشه بېرته د پخوا په څېر له اصلي لارو تېره شي.

که چېرته دا لار د پښتنو په سیمو تېره شي، ځايي سیمو ته به ډېر کارونه ور په برخه شي. بې کاري د پاکستان له عمده ستونزو څخه ده.

د خیبرپښتونخوا ایالت مشر وزیر، پروېز خټک وویل: «له افغانستانه پرته مې بل بهرنی سفر نه دی کړی».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x