ورزش

اصغر ستانکزی د ملي لوبډلې لوبډلمشر په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ بورډ ادارې د محمد نبي عیسی خیل تر استعفا وروسته اصغر ستانکزی د ملي لوبډلې د نوي لوبډلمشر او جاوید احمدي د مرستیال په توګه ټاکلي دی.

د هغه د ټاکنې اعلان نن د غويي په ۳مه په یوې خبري ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ مشر ټاکونکي دولت احمدزي له لوري اعلان شوه.

د کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې د نوي لوبډلمشر د ټاکنې په خبري ناسته کې اجرایوي رییس شفیق الله ستانکزي وویل چې دوی دغه پریکړه تر ډیر زیات دقت وروسته کړې ده.

هغه وویل چې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي به د پخوا په څېر خپلې لوبې ته دوام ورکوي.

په عین حال کې د ټاکونکې کمېټې مشر دولت خان احمدزي وویل چې اصغر ستانکزی به د کرکټ ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر او جاوید احمدي به یې مرستیال وي. هغه په انټرکانټیننټل سیالیو کې  د تمریناتي کمپ لپاره د ټاکل شوې لوبډلې نوملړ هم اعلان کړ.

د خبرپاڼې له مخې د خبري غونډې په په پای کې نوي لوبډلمشر اصغر ستانکزي د خپل نوي سپارل شوي مسئولیت په اړه خبرې وکړې. ستانکزي د کرکټ بورډ له ادارې څخه مننه وکړه چې دغه مسئولیت یې ورپه غاړه کړ او ژمنه یې وکړه چې په پوره مسئولیت به د لوبډلې مشري ترسره کړي.

neew squad

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x