
د امريکا يرغل ولې اوږد شو؟ (۴)
ليكوال: لطف الله خیرخوا – کالم: نکات
د اسلامي نظام د اعادې حکم:
زموږ خلک تر هرې داعيې اسلام ښه مني. تاريخ مطالعه کړئ، چې دوی هر وخت د علماو څنګ نيولی او هر دنيوي پرمختګ يې د اسلامي نظام په هيله شا ته غورځولی. تېر جهاد يې ښه روښانه مثال دی. روغ او جوړ حکومتونه د بې تجربې خلکو په بلنه داسې له پښو وغورځول شول، چې هيڅ تصور يې نه کېده. تېر جهاد چې هېواد شموله شو، ستر لامل يې همدا و، چې د سوچه اسلامي نظام د قيام داعيه ډېره په تېزۍ پر مخ ولاړه او خلک په ډېر قاطع ډول مجاهدينو سره ودرېدل.
زموږ خلکو دا قرآني اصل ډېر ښه عملي کړی، چې خپلوي پرې کړه، کور او ابادۍ نه تېر شه، مال او متاع خاورې کړه، زمکه او جايداد پرېږده، خو جهاد وکړه، د الله جل جلاله او د محمد صلی الله عليه وسلم د محبت ثبوت ورکړه :{ قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ}. د دې آيت پر بنسټ زموږ خلکو هر وخت مادي پرمختګ د علماو پښو ته اچولی. هره رفاه يې تر شډلې او زيږې مورچې ځار کړې.. ستر ارمان دی…«اسلامي نظام».
د اسلامي نظام د قيام خبره په يو ځانګړي انداز مطرح کېدل غواړي او بيا په عمل کې ښوول غواړي، چې موږ دغسې نظام لرو او دغه ډول د تطبيق وړ دی. بنسټيزه خبره په دې اړه دا ده، چې د جهادي لوري داعيه بايد يوازې د «سوچه» اسلامي نظام پر اعادې منحصره وي. دلته د «نظام» خبره ډېر پام غواړي، چې د ژوند ټولې برخې او د حکومتوالۍ ځانګړی مېتود په کې نغښتی دی. اسلامي نظام بايد زموږ د مبارزې او جهاد اساسي عنوان شي او ټول جزئيات د همدې ستر عنوان لاندې د خپل ارزښت په اندازه واخيستل شي.
موږ اسلامي نظام درلود، د ودې او تکامل په حال کې و. که هر ډول و، خو داسې يو جوهر يې درلود، چې تر هر څه مخکې يې د اسلامي شريعت د تطبيق اوليت ته پام و او د اسلامي شريعت مهم مقاصد يې نتيجتا پر ځای کړي ول. موږ هغه وخت د اسلامي نظام قيام د حنفي فقهې په دود «واجب» ګاڼه، خو کله چې ړنګ شو او هغه هم د کفر د زور او دبدبې پايله کې، نو اعاده يې پر موږ د اسلامي نصوصو پر بنسټ «فرض عين» شوه او همدا زموږ د داعيې پيل او پای دی.
دا د «سوچه» اسلامي نظام خبره ځکه کوو، چې د تېرو اخترونو په رسمي پيغامونو کې مې ځينې جملې په سترګو ولګېدې او اوس مې هم زړه دربيږي. وايي «ملي غوښتنو» سره سم اسلامي حکومت غواړو. که دا ترکيب شعوري وي، ګواښمن دی او دوهمه درجه کې د هغو خلکو د زړه بداوي سبب دی، چې مازې د عقيدې پر بنسټ يې راسره سر ورغوي کې نيولی. په دې باب يوازې «الهي غوښتنه» د يادولو وړ ده {أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ}.
دغه د سوچه اسلامي نظام اساس بايد ټکي په ټکي جهادي لوري ته جوت وي او هر فرد يې مراعات کړي. کله چې هم کومه سيمه فتح کيږي، نو د نظام «خلا» بايد په هيڅ ډول احساس نه شي، بلکې سمدستي مستحکم، موحَداو سوچه نظام تر سترګو شي. له بده مرغه، چې د جهادي لوري تر کنترول لاندې سيمو کې په نا شعوري ډول د نظام په اړه جديت نه ښکاره کيږي. يو ډول ګډوډي حس کيږي. په شرعي حل وفصل ډېر ټينګار نه کيږي او همدا ډول کومې فيصلې، چې د شريعت پر اساس شوي وي، ډېری وخت نه تطبيقيږي.
همدلته د جهادي لوري د افرادو رجحان معلوميږي، چې ذهن او شعور کې يې څه دي؟ تربيه يې څه ده؟ ورسره کرار کرار د خلکو ذهن دې ته ځي، چې ګوندې نظام نه شته او ډېر تاسف په دې دی، چې کله کله په خپله يو مجاهد د شرعي فيصلې د تطبيق مخه نيسي، نتيجتا خلک هغې خوا ته منډه اخلي، چې د دې ارمان د پوره کېدو تمه يې ترې کيږي او همدا نوي مراجع جګړه اوږدوي.
له عوامو مخکې بايد جهادي لوری په سوچه «اسلامي حل» معتقد وي او بيا يې نړۍ ته په خپله کنترول سيمه کې د خپل نظام مثال لرلی وي. دا جهاد بايد په دې روحيه روان وي، چې موږ اسلامي نظام بايللی او بېرته يې د وينو او هډونو په نذرانه راولو. په داعيه او عمل کې داسې څرګندونې، چې دا اړخ په کې اهمال وي، د يرغل د اوږدېدا سبب کيږي، ځکه خلک بديل لټوي او ستر جنجال ترې زيږي.
تېرو ورځو کې مې د جهادي لوري يوه رسمي مجله لوستله، چې د اربکيانو په اړه په کې په يو سوچه نا اسلامي حل ټينګار شوی و. زه نه پوهېږم، چې ليکوال او اداره به د دې ليکنې او موقف په اړه څومره شعوري ول، خو ليکنې دومره ضرور کړي وو، چې د هغو محاربينو شرعي حکم باندې خاورې واړوي، چې بيخي په حساسه مرحله او د بيخي مسيحي امريکايي پروسې په نتيجه کې منځ ته راغلل.
زه چې کله هم د جهادي لوري د داعيې بيان څارم، ګورم، چې اسلامي نظام سره جوخت يو ډاډ په ډېر شد ومد ليکل شوی وي، چې موږ چا سره کار نه لرو! همدلته خلک شکمن کيږي او په همدغسې مسائلو کې زموږ د رجحاناتو تشخيص کيږي، چې موږ د شريعت او اسلامي نظام په اړه څومره شعوري يو. ځينې خلک به وايي، چې ډاډ کې څه ستونزه ده؟ ستونزه دا ده، چې دې جګړه کې دښمن ملامت دی، دوی جګړه پيل کړې او دوی خپله خپل اصول مات کړي، نو موږ ولې ځان ملامت بو لو؟ ولې په هغه تعالي او استغناء کې پر مخ نه ځو، چې قرآن کريم يې موږ ته وايي : {وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِين}.
د اسلامي نظام او د شريعت د تطبيق خبره سوچه او مستقيمه په کار ده، ځکه چې جهادي لوري سره شريعت نه وي، نو هيڅ ورسره نه شته او بې شريعته په هيڅ دليل د منلو وړ نه دي او که شريعت ورسره وي، نو بل هر دليل يې پر وړاندې باطل دی؛ ځکه دا دومره وينې چې وبهېدې، دا دومره ککرۍ، چې ورغړېدې، دا دومره هډونه، چې مات شول، د همدې يو ارمان لپاره او همدا ستر ارمان په همدومره قربانيو ارزي.
د اسلامي نظام او شريعت په اړه موږ بايد دفاعي ونه اوسو، بلکې په تمامه معنا او په ځانګړې «تعالي» کې پر مخ لاړ شو. دا نظام په سوال او دفاعي استدلال کې نه را منځته کيږي، بلکې دا نظام نېغ او تهاجمي خاصيت لري، هر جاهلي تصور وهي او پر مخ ځي.
هغه ستر لامل، چې موږ دفاعي استدلال ته مجبوروي يا په بل عبارت هغه ستر لامل چې موږ د اسلامي نظام د اعادې داعيه کې ټکني کوي، دا دی، چې ګوندې شرايط او ظروف بايد له پامه ونه غورځول شي، موږ بايد طواغيت ځان پسې راونه پاروو!!
اصل خبره داده، چې دا شريعت او دا نظام(که غواړو يې) په پردۍ زمينه سازۍ کې نه حاکميږي، بلکې خپله ځانګړې او کوټلې زمينه سازي غواړي او دا زمينه سازي نه په سوال کيږي او نه په کږلېچونو برابريږي. د شهيد سيد قطب رحمه الله يوه خبره ډېره خوندوره ده، هغه وايي : رسول عليه الصلاة والسلام د خپلې داعيې پرمخبېونې لپاره ډېرې بهانې درلودې. کولی يې شول، چې لومړی ځان پر خلکو ومني او بيا خپله اصل خبره وکړي.
مثلا ويلی يې شول، چې ای عربو! د کار زمکه درنه روم او فارس نيولې او تاسې په تش کاړ پراته ياست، درځئ، چې خپلې زمکې ونيسو او خپل غصب شوي حقوق وګټو. د دې جګړې ترڅ کې يې ځان په عربانو منلی شو، اخر به يې ويلي وو، چې ای خلکو! زه د الله رسول يم.
داسې يې هم ويلی شول، چې مال د ځينو خلکو لاس کې دی او ځينې نور يې مريان کړي، درځئ، دا مال په انصاف او حقه توګه سره وارزوو او حق حقدار ته وسپارو، اخر به يې ويلي وو، چې ای خلکو! زه د الله رسول يم.
داسې يې هم ويلی شول، چې سخته اجتماعي نا انډولي روانه ده، طبقاتي نظام دی، اخلاقيات درهم برهم دي، ځان به يې پر خلکو منلی وی، اخر به يې ويلي وو، چې ای خلکو! زه د الله رسول يم. دا هيڅ يې ونه کړل، بلکې سيده صفا غونډۍ ته وخوت او خلک يې راوبلل، چې ای خلکو! زه د الله رسول يم، تاسې له راتلونکي عذابه وېروم، د يو الله عبادت وکړئ!
رښتيا هم چې سيرت مطالعه شي، ملاحظه کيږي، چې اسلامي نظام څه ډول پر خلکو حاکم شو. د هغه وخت د قوتونو (روم او فارس) په فرصت او مراعاتونو کې نه دی راغلی، بلکې د خپل جديت، قاطعيت، صراحت او استقامت په مټ مخکې ولاړ او حاکم شو.
هغه خلک چې د سترو قوتونو مراعاتونه غواړي، وينو چې دا څو لسيزې يې د اسلام يو حکم هم په چا ونه مانه. وګورئ تنظيمونه ورځ په ورځ اسلامي خاصيتونه له لاسه ورکوي او پردی رنګ اخلي. ځان له سېکولر او بې دينه تنظيمونو سره په مباديو، کړنلارو او مقاصدو کې يو ډول ګڼي. دا خلک به نه اسلام راولي، نه به ځان مسلمان وساتلی شي، بلکې ورځ تر بلې به پرديو کې ويلي کيږي او ورکيږي.
په تونس کې اخواني مشر راشد الغنوشي سېکولر ګوند سره ان په دې متفق شو، چې اسلامي شريعت به د «اساسي قانون» اساسي مصدر نه وي!! تېره ورځ خبرونو کې راغلل، چې د تونس سېکولران د اسلامپالو پر ضد له زور او زيږې رويې کار اخلي. غنوشي خبري کنفرانس کې سېکولرانو ته وويل، چې موږ تاسې سره مصر کې ګوزاره وکړه، خو تاسې ونه کړه، دا دی تونس کې موږ ګوزاره کوو، خو تاسې يې نه کوئ. څنګ يې بيا په جهادي تنظيمونو او هڅو نيوکې وکړې، چې ګوندې دی په خپلو خبرو او سوله ييز کردار کې رښتينی دی!!
اخره خبره دا ده؛ که دا جهاد د الهي غوښتنې پر بنسټ د اسلامي نظام لپاره وي، نو نورې غوښتنې په کې اساسي نه دي، بلکې اعتراضاتو او شکونو ته لار پيدا کوي. مثلا دا جهاد په سياسي تعبير يوازې، اساساً او رأساً د «ازادۍ جګړه» ګڼل، په نظرياتي سياسي بريد کې د جغرافوي او قومي وېش اعتبار د اسلامي امت د «عامه» غوڅ ملاتړ مخه نيسي او دا نعره د هغې قربانۍ منافي ده، چې دا نظام ورته پښو ته وغورځول شو. نتيجتاً کمزوري او د نوو مراجعو پيدا کېدل د جګړې د اوږدېدو لامل دی.
نور بيا…
خیرخواه صاحب السلام علیکم ورحمه الله
له ډېرې مودې د دې لړۍ بلې کړۍ ته په تمه وم، شکر چې دا دی را ورسېده او ومې لوسته، الحمدلله چې ستاسې په څېر علمي هستۍ لرو، الله جل جلاله دې وکړي چې بله کړۍ مو هم ژر راورسېږي او لا مو سترګې را خلاصې کړئ.
الله مو ښاد لره.
خير خواه صيب دا درسره منم جي افغانان اسلام مني, خو متأسفانه به اسلام يي زانونه ندي بوه كري, او بله دمطالعي خبره ده, افغانان به خط او لوست نه بوهيكي نو تاريخ به سنكه مطالعه کړئ؟ دا هم منم جي هر مسلمان أفغان بدي فكر او عقيده دي جي “خپلوي پرې کړه، کور او ابادۍ نه تېر شه، مال او متاع خاورې کړه، زمکه او جايداد پرېږده، خو جهاد وکړه”, خو دجهاد به اصولو او اهدافو او ستا به اصطلاح دجهاد به داعيه نه بوهيكي, نزدي مثال يي دتير جهاد نتيجه وه جي بيا اسلام جاته ورياد هم نه… نور لوستل »
خیرخواه صیب تاسو ته سلامونه او احترام زما له نظره “ازادي” چې متضاد نوم یې غلامي ده د اسلامي نظام د اقامې لپاره یو له هغه پېش-شرطونو څخه دي چې د یاد ارمان د تحقق په لاره کې یې زمونږ مزل اوږد او کوکیچن کړی ده. لکه څنګه چې تاسو فرمایلي، افغانان کلک مسلمانان دي او له اسلام نظام پرته بل څه نه غواړي نو اوس پوښتنه داده چې ولې تر اوسه اسلامي نظام نشي لرلای؟ که د جواب په لټه کې شو نو خبره په همدې ازادی دریژي چې تاسو یې نه پوهیژم ولې له پامه غورځوی. تاسو ته… نور لوستل »
په ټیر پسې ….. زه پوښتنه مطرح کوم چې که فرض مثال امریکایان په امریکا کې په خپله خوښه اسلامي نظام پیاده کړي، او بیا له مونږ افغانانو څخه وغواړي چې اې افغانانو زمونږ له فوجیانو (اشغالګرانو) سره نور مقاومت مه کوی؟ دا خو منطقي خبره برېښي نو که احیانا بیا هم افغانان خپل مقاومت ته دوام ورکوي، دلیل به یې څه یی؟ جواب واضح ده چې خپلواکي، خپلواکي، خپلواکي. خیرخواه صیب زه بیا هم ستاسو دا قول چې وایی افغانان کلک مسلمانان دي او اسلامي نظام غواړي، په بل عبارت ټول په یوه خوله د اسلامي نظام د اقامې… نور لوستل »
الحمدالله چه ستاسی په څیر خلک لرو ، ډیرو باریکو او په عین حال که ډیر او خورا مهم مو ضوعات د یاد کړی دی، امید دی چه جهادی لوری په نظر که و نیسی او د هیڅ شی او هیچا لحاظ و نه ساتی، او حق هم همدادی چه جدیت په اسلامی مبارزه که یو اساسی شرط دی، لکه چه وایی چه (اشد فی امرالله عمر)، کور د ودان په قلم د برکت شه سل په سلو کو در سره موافق یم. او انشا الله زه امید لرم چه د جهادی طرف دوکتورین به هم د شیانو ته متوجه… نور لوستل »
له ټولو ملګرو مننه، چې نېک اظهارات کوي الله جل جلاله دې اجر درکړي. غوربندی صيب ستاسې توجه غواړم : ستا ټولې خبرې د “ازادۍ” مورد کې سمې دي. د ازادۍ د ارزښت کموونکی هم لېونی دی، سلبوونکی خو يې پرېږده. زه د نظام مورد کې د ازادۍ په رابطه داسې وايم : جهاد د نظام لپاره دی او همدا اساسي عنوان دی. ازادي د نظام مهمو موضوعاتو کې راځي. کومه ازادي، چې رأساً او اساساً د روان جهاد مقصد ګڼل کيږي، د نشنلزم رنګ وبوی لري او ګوره دا ځای زما او ستا نښه؛ که په دغسې داعيو چا… نور لوستل »
یره په دا نشنلزم لفظ می ټول وجود لړزه وکړه او ټکان می وخوړ- ورور خیر خوا صاب که دا لژ واضح کړی او یو څوو مثاله ور کړی نو شه به وی ما ته خو شخصا ډیر تشویش پیدا شو، ځکه چه شاید زمونژ درک د روان وضعیت نه کمزوری وی ، مونژ خو په جهادی لری شه ګومان کوو. والله اعلم
خیرخوا صاحب ستاسو د معلوماتو لپاره به ووایم چې طالبان اصولا هیڅکله نشنلیان نه و او نه هم په قوم پرستي او زبان پرستي باور لري په کندهار کې د ملاصاحب شخصي ساتوني د تخار فارسي ژبي طالبان و، اما دا چې په لیکنو کې د ازادۍ خبرې راځي نو یو خو دا ازادۍ ذکر ناروانه دی ځکه له ازادۍ څخه مراد له کفر څخه نجات او خلاصون دی چې معنی یي هماغه اقامه د اسلام ده ، بله داچې په دې لیکنو کې زیاتره د لیکوالو خپل تمایلات ورخلط وي او لیکوال مخلوق طبعا وطن پرست دی مولوي خالص… نور لوستل »
خیرخواه صیب
تاسو ته سلام او ارادت
ستاسو نظر ته زه پوره احترام لرم، په تیوري کې بالکل ستاسو هم نظری یم خو څه چې لیکم د مخالفت نه بلکه د بحث لپاره دي.
زه وایم مونږ او تاسو باید د سیمې حاکمو جغرافیايي حدودو ته په پام د نظام د اقامې له شعار سره مل یو لړ جایز ملي رموز (سیاست) هم خپل کړو تر څو مو د لاس خواري تر ټولو لومړی په خپله ښه راشي.
د خیر خواه صاحب لیکنی د مودو نه لولم او په څنګ کی د نورو ملګرو ښایسته کومنټونه. خو یوه موضوع زه غواړم ور ډیره کړم هغه دا چه موژ پخپل تاریخ کی ډیر ځله خپلواکی ګټلی خو یو ځل مو هم نده ساتلی لنډ مثال یی د شوروی اتحاد نه خپلواکی وه خو له بده مرغه د شورویانو نه وروسته داسی حالت راوستل شو چه د بد نه د بد تر شو. زموژ تاریخ ثابتوی چه موژ ګټه کولای سو ،ویاړ تر لاسه کولای سو ، له غر سره سر جنګولای سو خو لاسته راغلی ګټه او ویاړ نسو… نور لوستل »
د امریکایانو یرغل معلول دی او علت یی د مزدورانو په شان ورته خدمت کوی
تر څو چه علت موجود وی معلول نه ختمیژی
علت یی پخپله د امریکایانو د غلام غلامان فکری مرضی او مفلوجه طبقه ده
غوربندی صیب سلامونه الحمد الله ثم الحمد الله شکر دی چه ستا ایله ماغزه سر ته راغلی او ایله می ورسته له ډیره وخته خاص د هدف خبره در څخه واوریده چه همدا نقطی بانید باید زور واچوو لکه چه تاسو ویلی هغوی د اسلامي نظام د اقامې تر څنګ د خپلواکی تضمین هم غواړي. الله ج فرمایی د محمدص لارښونی که پر تاسو دشمن له کومه ځایه حمله وکړی نو تاسو تر ټولو لمړي يز هغه ځای حمله وکړی که ستاسو د دشمن د اکمال او کمک لار له کومه نقطی پیل وی نو د نقطی پیل ته ځان… نور لوستل »