
غزل / حماد
عبدالاحد حماد
لرې لرې رانه لرې اور به واخلې
فدایي یمه کاپیرې اور به واخلې
ښاپیرۍ ستا په ورغوي کې سندرې
ښاپیرۍ د نجونو میرې اور به واخلې
مه راګوره شهادت یم سینګار کړی
ددې چم دښایست حورې اور به واخلې
تر پلو لاندې چې غلي غلي ګورې
د بریښنا سکنۍ لورې اور به واخلې
که د ولید خپل هنر زما پر بریښنا مخ
د زرګر د زړګي خیرې اور به واخلې
وي د زړه درزا د عشق د اور پیلوزی
په خپل خیال باندې مغرورې اور به واخلې
په دې ټکنده غرمه په سره سالو کې
آخر اې د ظالم لورې اور به واخلې
لکه شناخته په زیارت باندې ځنګیږې
د حماد په څیر زهیرې اور به واخلې
دسیاف ببری ږیری أوربه واخلی،،نورله دغه ځای شه لری أوربه واخلی: