
بادغیس کې ۷ سرحدي پولیس او سنګین کې د پولیسو قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه ۱۳۹۴ل): په بادغیس او د هلمند په سنګین کې په بېلابېلو پېښو کې د قومندان په شمول ۷ سرحدی پولیس وژل شوي دي.
د بادغیس ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سیمه کې ۷ پولیس وژل شوي او ۳ نور ورک دي.
په یاده سیمه کې وړمه ورځ غرمه مهال د سرحدي پولیسو او طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوه چې د ورځې تر پایه يې دوام درلودو.
د بادغیس ولایت د والي ویاند میرویس میرزکوال د نښتې د پخلي سربېره دا تایید کړې چې ۷ پولیس وژل شوي او ۳ نور ورک دي.
هغه د ۷ طالبانو د وژنې ادعا هم کړې ده.
خو طالبانو بیا د بالامرغاب په نښتو کې د ۱۴ عسکرو د وژنې ادعا کړې او د خپل یو ملګري وژنه یې تایید کړې ده.
هغوی ویلي چې پوسته یې نیولې، ۲ ثقیلان، ۱۲ کلاشنکوفونه او زرګونه د ثقیل او کلاشنکوف مرمۍ یې نیولي دی.
د یو بل خبر له مخې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یوې چاودنې د پولیسو قومندان وژلی او ۳ نور پولیس يې ټپیان کړي دي.
د سنګین ولسوال محمد داوود نورزي د پېښې په تړاو ویلي چې چاودنه نن سهار د ولسوالۍ په مرکز کې شوې. هغه زیاته کړې چې د رحمان شاه په نوم د یوې پوستې قومندان وژل شوی او ۳ نور پولیس په کې وژل شوي دي.
طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د سنګین ولسوالۍ بازار ته څېرمه د عیدګاه پوستې قومندان رحمن شاه یې په یوې چاودنه کې وژلی.
هغه ویلي چې په چاودنه کې د قومندان په شمول یو پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي.
دغه بریدونو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې طالبان سبا د «عزم» په نوم پسرلني عملیات پیلوي.
له الاماره ویب سایټ نه بادغیس : سنګ آتش کې ۱قرارګاه ۴پوستې ،۸کلي فتح ۲۱ ګوډاګیانوته مرګ ژوبله واوښته دبادغیس ولایت له سنګ آتش ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : هغه جګړه چې له تېرو درو ورځو راهیسي دیادي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دګوډاګیانوپه مرکزونوپیل شوي وه نن مازدیګر ۴ بجې ددښمن په تېښته پای ته ورسیده خبرزیاتوي : په دې درې ورځنۍ جګړه کې له دښمن څخه یوه قرارګاه ، څلورپوستې په بشپړه توګه فتح او دمهم قومندان – حافظ مشهور په بادغیس – په شمول لس تنه ګوډاګیان قتل او ۱۱… نور لوستل »