ټکنالوژي

یوټیوب لس کلن شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه ۱۳۹۴ل): یوټیوب د انترنیت په نړۍ کې د پر لیکه کېدو وروسته نن لس کاله پوره کیږي.

یوټيوب باندې لومړۍ ویډیو د اپریل په ۲۳مه ۲۰۰۵ز کال ددې موسس جاوید کریم پورته کړله. هغه وخت په دې هېڅوک نه پوهېدل چې یوټیوب به دومره شهرت پیدا کوي او د ګوګل د سلطنت مهمه برخه به ګرځي.

د یوې لسیزې په تېریدو سره یوټیوب اوس په ۶۱ ژبو ژباړل شوی، تر یو میلیارد پورته کاروونکي لري او د سروی ګانو پر اساس یوټیوب ته هره دقیقه کې ۳۰۰ ساعته ویډيوګانې پورته کیږي. د نړۍ په لر و بر کې هره ورځ په یوټیوب میلیونه ساعتونه ویډيوګانې کتل کیږي.

د یوټیوب مالک او د ګوګل ویاند ویلي چې د مۍ د میاشتې په ۱۰مه نېټه یوټیوب عامو خلکو پر مخ خلاص شوی و او له همدې کبله دوی لسمه کلیزه په هماغه ورځ لمانځي.

ګوګل په ۲۰۰۶ کال کې یوټیوب په ۱.۶ میلیارده ډالر واخېست. د ري برن په وینا نن هم ګوګل دې ویل ته تیار نه دی چې یوټیوب ګټه لري یا نه. خو ۹۰ سلنه شننونکي په دې باور دي چې یوټیوب څخه ګوګل ډیرې ګټې کوي.

په یوه راپور کې ویل شوي وو چې یوټیوب تېر کال ۴.۷ میلیارده ډالر عواید پیدا کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x