عزم مو متین دی

میوند سادات
طالبانو پرون اعلان وکړ چې  د  راتلونکي جمعې په ورځ ( اپریل ۲۴مه) د  عزم په نوم په ټول هیواد کي پسرلنی عملیات پیلوي، طالبان د معمول سره سم هر کال په نوي نوم عملیات شروع کوي، په تېرو کلونو کي یې د عبرت، نصرت، الفتح، البدر،الفاروق، خالد بن ولید او خیبر په نومونو خورا پام وړ عملیات ترسره کړي د ي .

د عزم په نوم عملیاتو په اعلامیه کي راغلي چي: د دې عملیاتو لومړنی هدف به یرغلګر ځواکونه، د هغوی پوځي اډې، استخباراتي پټنځایونه اوډیپلوماتیک د فترونه او د کابل رژیم لوړپوړي چارواکي، استخباراتي،دفاعي او امنیتي مرکزونه اوکار کونکي وي . همدا راز په اعلامیه کي ویل شوي چي: د عزم عملیاتو کي به د استشهادي بریدونو،تهاجمي حملو، نفوذي بریدونواودخرپ وترپ له ګوذارونو څخه د پیچلو تکتیکونوله مخي استفاده کیږي .

په اعلامیه کي طالب جنګیالیو ته امر شوی چې  د ولسي خلګو د سر او مال حفاظت ته جدي پاملرنه وکړي او که څوک په خپله د نده کي د غفلت او یا بې پروایې له کبله ولسي خلګو ته زیان ورسوي د شرعي اصولو او جهادي مقرراتوپه اسا س به مجازات کیږي .

په اعلامیه کي یوې بلې موضوع باندي هم ترکیز شوی چې  د کابل اداره او ځیني رسنۍ همیشه طالبان پکي ګرم ګڼي، خو په د ې اعلامیه کي په خورا صراحت سره ویل شوي چې  اسلامي امارت د خپلي همیشنۍ پالیسۍ له مخي د یني ، تعلیمي ،صحي مرکزونه اوعام المنفعه تاسیسات ( ښوونځي،جوماتونه،مدرسې،پوهنتونونه،روغتونونه او د بیا رغوني پروژې ) هیڅکله خپل هدف نه ګرځوي، طالبانو د ا هم ویلي چې  : د هغوخیریه موسسو او افرادو سره به خپله همکاري کوي چې  موخه یې په رښتیا هم د خلګوسره مرسته وي .

طالبانو د ا ځل هم د اشغالګرو او کابل ادارې سره کار کونکو باندي ږغ کړی چې  د اسلامي مکلفیت اوافغاني رسالت له مخي نور د یرغلګرو د خدمت څخه لاس واخلي او د خپل ولس تر څنګ ودریږي، په اعلامیه کي ویل شوي چې  هغو کسانو ته به د هوسااو پر امنه ژوند امکانات برابر کړي چې  د بهرنیوځواکونو د همکارۍ او د اخلي عسکرو له لیکو راجلا شي .

په اعلامیه کي د ولس څخه غوښتل شوي چې  د پخوا په شان د  د غو عملیاتو په جریان کي هم د مجاهدینو سره هر اړخیزه همکاري جاري وساتي .

د اعلامیې په پای کي طالب مشرتابه خپلو افرادو ته سپارښتنه کوي چې  : « د جهاد هدف مو چوکۍ ،شهرت او د نیوي ګټه تر لاسه کول مه ګرځوئ، جهاد یو عبادت د ی ،نیت موخالص د الله تعالی لپاره کړئ،دشرعي اصولو او جهادي لایحو پوره رعایت وکړئ، د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ،خپلو منځونو کي د ورورۍ مزي مضبوط کړئ، خپل ولس خپل تن وګڼئ اوقدریې وکړئ،پرسختیو صبر وکړئ،ددښمن په پروپاګند مه خطا وزئ،دالله تعالی په نصرت او د خپل ولس په ملاتړ باور وکړئ » .

یرغلګرو ځواکونو او لاسپوڅي رژیم یې په تېر کي د طالبانو پسرلني عملیات د رواني او تبلیغاتي جګړې یوه برخه نومولې د ه، خو کله چې  طالبانو عملیات پیل کړي د دښمن کوکي اوچیغي نړیوالو اوریدلي د ي .

د عزم عملیاتو د اعلان په غبرګون کي هم د  کابل د  د فاع وزارت وویل چې  د ا محض تبلیغات د ي،ددفاع وزارت د  ویاند مرستیال جنرال د ولت وزیري د طالبانو له لوري د نوو عملیاتو اعلان یوه تکراري موضوع بولي اوزیاتوي چې  مخالفین د وسله والو ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، نوموړي وویل چې  د  د فاع وزارت او کورنیو چارو مربوط عسکر یې د پخوا په پرتله غښتلي شوي او کولای شي چې  د مخالفینو د  هر ډول عملیاتو مخه ونیسي .

خو د پوځي چارو کارپوهان د  کابل رژیم د ا ډول اظهارات صرف و خپل مورال بایللي پوځ اوپولیسوته د روحیې پمپ کولو هڅه ګڼي، ځکه په تېر کي په اثبات رسیدلې چې  طالبانو د کومو عملیاتو اعلان کړی په عمل کي یې په ډیر بریالیتوب سره پیل اوپای ته رسولي د ي، اما برعکس یرغلګرو او ګوډاګیانو یې چې  کوم عملیات اعلان او پیل کړي ملکي هیوادوالو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي، د خلګو کورونه یې نړولي او فصلونه یې ویجاړ کړی او په پایله کي یې تر پوره زور ازمایلو وروسته د  جګړې له ‌ډګره پښې سپکي کړي د ي .

د هلمند په سنګین کي د  ذوالفقار عملیات او د  غزني په د یک او اندړو کي یې وروستي عملیات جوتي بېلګې د ي چې  د ولسي خلګو په مرګ ژوبلي او بیا نړوني سره یې پای ته ورسول، د وی په یادو شوو سیمو کي په خورا مطبوعاتي شور اوپوځي زور سره عملیات اعلان اوپیل کړل خو د مجاهدینو د غښتلي مقاومت او پیاوړي پوځي ستراتیژۍ له کبله بیرته ځوړند سرونه خپلو قرار ګاوو ، د اخلاقي فساد سمڅواودنشه یې توکو کوډلو ته وتښتیدل .

د تېرو کلونو تجربو او واقعیتونو ته په پام سره به سږني د عزم عملیات اشغالګر ځواکونه او د  د اخلي قواوو د فاعي، امنیتي او استخباراتي ارګانونه د لویو ننګونو سره مخ کړي، ځکه د طالبانو د تېرو کلونو په عملیاتو کي بهرنیو اوداخلي ځواکونو ته ډیر د رانه ځاني ،رواني، لوژیستیکي او مالي تاوانونه واوښتل، همدا راز تېر کال د خیبر عملیاتو په لړ کي طالبانو د هلمند،زابل،غزني،کندوز، بدخشان،فاریاب،باغیس،فراه،کونړ،ننګرهار،سرپل،پکتیا،لوګر او….. ولایتونو په بیلابیلو ولسوالیو کي ډیري پراخي سیمي تر خپلي سلطې لاندي راوستلې او په پرله پسې توګه یې د خارجي او د اخلي عسکرو حملې په شا وتمبولې او ډیر زیات غنیمتونه یې تر لاسه کړل .

سږ کال وار د مخه لا د کابل چارواکي د سختي وارخطایې اومایوسۍ سره لاس او ګریوان د ي، اردو، پولیسو او اربکي ملېشویې د هیواد په مختلفو سیمو کي سختي ضربې وخوړې،په بدخشان او هلمند کي یې پراخي سیمي او په لسهاوو پوستې پرېښودې،ځیني یې ووژل شول،څه یې ژوبل شول او نورو یې په انتهایې ډار او ذلت سره د  جګړې له میدانه پښې سپکي کړې، نو اوس چې  د عزم سر تاسري عملیات پیلیدونکي د ي ښایې د دې عملیاتوپه لړ کي ډیري زیاتي سیمي د طالبانو تر ولکې لاندي راشي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د